Things Fall Apart – Chinua Achebe – Chapter 8

ناول:  بدلون
د اتم باب څلورمه برخه

چې اوکونکو بيرته راغلو نو د اوبيريکا په جونګړه کښې اوه تنه ناست و .

د واده زلمے تقريباً د پينځه ويشتو کلونو و چې په خوا کښې ورسره خپل پلار او تره هم ناست و . د اوبيريکا د طرفه د هغه دوه وروڼه او د هغه شپاړلس کلن زوے مدوکا هم ناست و .

” د اکيوکے مور ته ووايه چې د خوړې د پاره څه کوپره راواستوي ” اوبيريکا مدوکا ته حکم وکړه او هغه لکه د بجلۍ تيزه منډه ووهله او غائب شو. د د ټولو د خبرو محور هم هغه شو او ټولو وئيل چې لکه د تورې ډير تيز دے

“کله کله داسې لګي ډير تيز دے. ګرځي کم خو منډې زياتې وهي ‌ بس نيمه خبره واوري او بيا منډې کړي . هلکه خبره خو پوره اوره کنه بيا منډې وهه . ” اوبيريکا ووئيل . ” ته هم دغسې وې . هغه د مشرانو خبره چې غوا واښو باندې شخوند وهي نو بچي ورته ګوري . مدوکا هم د تا نه دا هر څه زده کړي دي . ” د اوبيريکا مشري ورور ووئيل . هم په دغه مهال هلک بيرته راغے او ورپسې شا ته اکيوکے هم د لرګي په لوښي کښې خوړه راوړه . هغې اوښې د اوبيريکا مشري ورور ته ورکړه او د واده زلمي او د هغه خپلوانو سره ئي ډير په تهذيب سره مصافحه وکړه . هغه د شپاړلسو کالو وه او د واده جوګه وه . د واده زلمي او خپلوانو هغې ته په غور سره وکتل چې واقعي هغه د واده وړ وه

هغې ويښته په خپل روايتي طريقې سره راغونډ کړي و او په بدن ئي خپل روايتي پوډر پورې کړي و او د بدن په هر ځاے ئي د اوري (Uri يعنې هغه رسم چې زمونږ په کلتور کښې ورته پښې ارتې وئيل کېږي يعنې د جينۍ کور والا د هلک کور والا ته د رشتې د پاره هو کوي ) د رسم تورې تورې نمونې جوړې وې . د هغې په غاړه کښې امبېل درې وارې تاو را تاو شوې و چې د هغې ډکه سينه ئي پټه کړي وه او په هغې را زوړنده وه . په ليچو کښې ئي زيړ او سره کړې او بنګړو شړنګ شرنګ کولو او د ملا او خېټې نه ئي د مرو پينځه لړۍ تاو راتاو شوي و . د سلام کولو نه پس هغه خپلې مور له په پخلي کښې د مرستې په بهانه لاړه .

” اول د مرو دا لړۍ وباسه . هر وخت دې پوهومه چې دا لړۍ او اور د انسان دښمن وي خو ته نه پوهيږے نو ” مور هغې ته سخته زورنه ورکړه ” داسې لګي  چې تا د غوږونه د زيبايش لپاره ساتلي دي اوريدو د پاره نه . يوه ورځ به دا لړۍ اور ونيسي نو پته به دې ولګي . ” اکيوکے ورو ورو خپلې لړۍ وويستې داسې چې چرته تار ئي و نه شليږي. بهر سړيو د واده د زلمي د کور راوړي د کجورو رس وڅښلو چې ټولو ډير زيات خوښ کړه .

” دا رس د يو ښه شوکونکي کمال دے ” اوکونکو ووئيل

د واده زلمے اېبے مسکې شو ” بابا تاسو واوريده ؟؟؟ ” بيا ئي نورو خلقو پله مخ راواړوه او ووئيل ئي

” دوي به کله هم و نه مني چې زه يو ښه شوکونکي نه يم “

” ده زما ډير ښکلي کجورو بوټو نه دا شوکه کړي ده ” د هغه پلار اوکيګبو ووئيل

” دا پينځه کاله زره خبره ده چې ما له لا د شوکې چل هم نه راتله ” اېبے ټولو ته يو ځلې بيا رس واچولو . چې ټولو رس وڅښلو نو د واده د زلمي پلار هغه خبره شروع کړه د کومې د پاره چې هغوي راغلي و . اوبيريکا د تيلو يوه جارو د هغه په لاس کښې کيښوده چې اوکيګبو وشمارل نو وې وئيل

” دا خو ديرش دي ” اوبيريکا په اثبات سره سر وخوزولو .

ځه ښه ده څه خو دي کنه چې وړاندې شول ” اوکيګبو ووئيل بيا بهر ووتل او صلاح مشوره ئي وکړه او جارو ئي بيرته کړه اوس پکښې صرف پينځلس تيلي و . د اوبيريکا مشر ورور ماچي هم وشمارل او وې وئيل

” مونږ خو دا سوچ هم نه وه کړے چې د ديرشو نه کم به ځو هغه د مشرانو خبره چې واده جګړه نه وي يوه لوبه وي نو ځکه مونږ هم به لږ شانې راټيټ شو ” هغه په پينځلسو کښې لس تيلي نور هم اضافه کړل خو اخر په شلو کاورو ( د افريقې سکه ) خبره پخه شوه .

ماښام شو .ښځو ښوروا او د کجورو رس راوړه او خوړه تمامه شوه نو په خپلو منځ کښې ئي د ګاونډيانو په حقله خبرې اترې شروع کړې .

” هم نن سحر مو د ابامے او اننتا په باره کښې خبرې اترې کولې چې يو معزز انسان بوټو ته وخيژي کنه نو د خپل کور والا و د پاره څه نه څه شوکه کوي . ” اوبيريکا ووئيل

” د هغوي ټول دود دستور الټا دے ټولو رسمونه ئي بدل دي . جهيز هم زمونږ پشان نه کوي او د بازار په شان پکښې بيعه کوي ” اوکونکو زياته کړه.

” دا خو ډيره بده خبره ده خو چرته چې يو څه خراب وي هلته څه پکښې ښه هم وي . په امونسو کښې خو د جارو د تيلو دا رسم هم نشته . بس زوم تر هغه پورې دولت په بورو کښې راوړي ، کيږدي ئي مخې ته تر څو چې سخر بس نه وي وئيلے او ټول فساد هم ددې نه جوړيږي . .

“دنيا ډيره لويه ده . ما خو دا هم اوريدلي دي چې په ځيني قبيلو کښې بچي د پلار نه بلکې د مور او د هغې د خاندان وي ” اوکونکو ووئيل

” دا ؟ دا څنګه کيدے شي ؟؟ دا خو داسې ګڼل کېږي لکه چې د بچو د زيږون په وخت ښځه د خاوند د پاسه وي . ” ماچي ډير په حيرانتيا سره ووئيل

په دې خبره ټولو وخندل . اوبيريکا ووئيل ” دا هم وييل کېږي چې سپين پوستي لکه د چاک په شانې تک سپين وي ” هغه چاک راواخيست ” او د هغوي په پښو کښې ګوتې هم نه وي “

” ولے تا چرته ليدلي دي دا خلق ؟؟؟ ” ماچي ترې وپوښتل . “

” او تا ؟؟؟ ” اوبيريکا ووئيل

” يو خو دلته ځي راځي هم  ، نوم ئي دے اماډي ” ماچي ووئيل.

کومو خلقو چې اماډي پيژنده هغوي وخندل . اماډي د برګي مريض و . او برګي مرض ته په ادب سره سپين پوستي وئيل کيده ‌

اتم باب ختم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!