زوهران ممداني: هغه سوشلسټ مېئر چې نيويارک يې بدل کړو

په امریکه کې يو خاموش انقلاب راغلو چې مونږ هلته د اوږد  بدلون  په انتظار شو.   کله چې د نيويارک د ۲۰۲۵ مېئر ټاکنې نتيجه اعلان شوه، نړۍ د تاريخ يو نوی باب وليدو. زوهران ممداني، يو څلور دېرش کلن دموکرات سوشلسټ د هند-اصله کورنۍ زوی، د نيويارک لومړی مسلمان او لومړی جنوبي آسيايي مېئر شو. د پخواني ګورنر اندرو کومو ماتې د سياسي ايليټ لپاره زلزله وه، خو د ځوان نسل لپاره د اميد رڼا.

له کمپالا تر کوينز

د ممداني کيسه د مهاجرت، مبارزې او ارمانونو کيسه ده. هغه په يوګنډا کښې زېږېدلی، خو د کورنۍ د سياسي بې ثباتۍ له امله امريکا ته کډه شوه. په کوينز کې يې ماشومتوب تېر شو، هلته يې د مهاجر ژوند خواږه او تراخه دواړه وليدل — د خوبونو ډکې کوڅې خو د کرايې، نژادپالنې او لوړو بيې له امله ځورېدلې.

ممداني د بوډوين کالج فارغ شو او د کورونو د مشورې په برخه کښې يې کار کاوه. ده له نزدې د بې انصافۍ درد احساس کړو — د خلکو د ايستلو کيسې، د روغتيا بيلونه، او دا درک چې سياست يا ظلم زياتولی شي يا عدالت پياوړی کولی شي.

سوشلسټ مبارز همداني په 2020 کال کښې د نيويارک د اسمبلۍ غړی شو. ده د کرايې کنټرول، د اوسېدو عام ځايونه، وړيا ترانسپورت او د شتمنو د مالياتو د زياتولو غوښتنه کوله. ده ويل چې ښار بايد د هر چا وي، نه يوازې د غټو شتمنو خلقو..

ده د خلکو د سياسي بيدارۍ ژبه وکاروله، او د ده خبرې تل د اميد او مبارزې له جذبې ډکې وې.هغه ټاکنې چې ښار يې ولړزولو کله چې ممداني د مېئر لپاره ځان منتخب کړو، ډېرو فکر نه کولو چې بريالی بشي. خو د ده کمپاين د خلکو په مټ د يو غورځنګ بڼه واخيسته. د ده پيغام روښانه ؤ،کور، روغتيا او ترانسپورت د انسان حق دی، امتياز نه. ده د کرايې کنګل، وړيا بسونه او عامه ماشوم پالنه وعده کړې وه. دا خبرې د نيويارک د کارګر خلکو زړه ته ولويدې.

په جون ۲۰۲۵ کښې ده په لومړنيو ټاکنو کې اندرو کومو ته سخته ماتې ورکړه، او بيا په نومبر کښې د ښار رسمي مېئر شو.

د بدلون نښه…!!

د ډېرو خلکو لپاره د ممداني بريا يو سياسي انقلاب دی. يو مسلمان مهاجر، د يوګنډا زوی، د هند نسل، او د نيويارک غږ اوس د نړۍ د تر ټولو مهم ښار مشري کوي.

خو د ده لارې کښې خنډونه ډېر دي — د شتمنو شرکتونو فشار، د زمکو مافيا، او د محافظه کاره رسنيو بريدونه. سره له دې، د ممداني بريا دا ثابته کړه چې سوشلسټ فکر نور د ګناه خبره نه ده، بلکې د خلکو غوښتنه ده.

د ده شعار اوس د يو نسل  غږ ګرځېدلی دی:

“مونږ د اميد انتظار نه کوو — مونږ يې تنظيموو.”

One thought on “زوهران ممداني: هغه سوشلسټ مېئر چې نيويارک يې بدل کړو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!