دا چي د شوروي روسیې جمهوري دولت، په ټوله نړۍ کي د امپریالیزم د سیاستونو او په ځانګړي ډول د امپریالیسټي استبداد څخه د ختیځ د ولسونو د خلاصون لپاره موخي او پاک نیتونه لري او غواړي داسي شرایط را منځته سي، چي هر ملت د یوه دولت په ډول خپل برخلیک په خپله وټاکي؛ دا مسایل زموږ او شوروي جمهوري دولت ترمنځ د اړیکو د جوړولو اصلي هیلي دي. په همدې ډول، د بخارا او خیوې د خپلواکۍ په اړه، زموږ متقابلي هوکړي، چي په یاد تړون کي راغلي دي، زموږ د نظره د دغي آزادي غوښتونکي مفکورې مجسم ثبوت دی.
د اعلیحضرت جمال پاشا څخه مي، چي د څه مودې راهیسي زموږ په پلازمینه کي اوسېږي، د ټولي ختیځي نړۍ د خلاصون او آزادۍ لپاره، د شوروي روسیې د جمهوریت د افکارو او شریفانه موخو په اړه ډېر څه اورېدلي او په دې اړه چي ستاسي دولت د ترکیې د حکومت سره، چي په اوسنۍ جګړې کي د ډېرو زیانونو سره مخ شوی؛ تړون کړی او خپلي مادي او معنوي مرستي مو نه دي ورڅخه سپمولي؛ ډېر خوښ شولم. دا معلوماتو، ستاسو د دولت په اړه، زموږ هیلي لا زیاتي کړي او زموږ باورونه کره کړي دي.
د افغانستان حکومت دا مشترکي موخي ته په ډېر اهمیت قایل دی او هغه یې د ټوله بشریت پر وړاندي د خپل بشرپاله سیاست بنست ګرځولی دی او هیله لري، چي هر مهال، د ټول ځواک سره، زموږ متقابله ملګرتیا دوام پیدا کړي.
ستاسي اعليحضرت ارزښتمن ليک ستاسي د ښاغلي سفير محمدولي خان په لاس را ورسېد. زه غواړم چي ژر تر ژره ستاسي د سلام او د دوو لويو ملتونو روس- افغان تر منځ د دوستۍ د اړيکو د را منځ ته کولو په سبب ستاسي څخه مننه وکړم.
د خپلواکۍ له پاره د افغان اولس د ځلېدونکي مبارزې له لومړۍ ورځي څخه، د روسيې د کارګرو او بزګرو دولت په افغانستان کي د نوي نظام په رسميت پېژندنه کي هيڅ ډول ځنډ و نه کړ، د افغانستان بشپړه خپلواکي يې په رسميت وپېژندله او د مسکو او کابل د دايمي او مستحکمو اړيکو د را منځ ته کولو له پاره يې خپل سفارت هلته ولېږداوه. اوس مهال، مترقي افغانستان په نړۍ کي يوازینی خپلواک اسلامي هيواد دی او افغان اولس ته يوه ستره تاريخي دنده ور له غاړي شوې ده، چي د دوی پر شاوخوا ټول مسلمانان سره متحد کړي او د آزادۍ او خپلواکۍ لاري ته يې رهبري کړي.
د روسيې د کارګرو او بزګرو دولت په افغانستان کي خپل سفارت ته لارښوونه کړې ده، چي د افغان اولس له دولت سره مذاکرات وکړي، تر څو سوداګريزو او نورو دوستانه هوکړو ته سره ورسېږي. د دې کار موخه يوازي د دواړو ملتونو د لوړو ګټو د خونديتوب په موخه د دوی د ګاونډيتوب د دوستانه اړيکو پياوړي کول نه دي، بلکي هدف دا هم دی، چي له افغانستان سره په ګډه د نړۍ د ستر لوټمار امپرياليستي دولت يعنې لويي بريتانيې پر وړاندي مبارزه وکړو. دغه دولت، لکه څنګه چي تاسي په خپل ليک کي په ښه ډول اشاره ورته کړې ده، تر اوسه پوري د افغان اولس د آزاد او سولهغوښتونکي پرمختګ مخه نيولې وه او افغان اولس يې له خپلو نژدېترينو ګاونډيو څخه پردی کړی وو.
ستاسي له سفير ښاغلي محمدولي خان سره د مجلس په پايله کي، زه وپوهېدم چي تاسو دې ته لېواله ياست، چي د دوستانه توافقاتو له پاره په کابل کي مذاکرات پيل کړئ او هم افغان اولس هيله لري، چي د روسيې له اولس څخه د برېتانيې پر وړاندي نظامي مرسته تر لاسه کړي. د روسيې د کارګرو او بزګرو دولت لېواله دی چي له افغان اولس سره په دې برخه کي په پراخه کچه مرسته وکړي او علاوه پر دې، غواړي هغه تېري کونکي کړني په عادلانه توګه جبران کړي، چي د روسي تزارانو د مخکني دولت له خوا ترسره شوي دي.
موږ ستاسي سفير ته وړانديز وکړ او زموږ د ترکستان لوړپوړو چارواکو ته مو امر کړی، چي د روسيې- افغانستان د پولي د اصلاح له پاره يو ګډ کميسيون جوړ کړي، تر څو د افغاني ځمکني قلمرو پراختيا د عدالت، قانون او پر پوله باندي د مېشتو اولسونو د خوښي په اساس تثبيت او تامين شي. موږ هيله لرو، چي دغه کمیسيون به ستاسي تر تصويب وروسته، ژر تر ژره په کار پيل وکړي.
زموږ دولت ستاسي د سفير په غوښتنه، د روسيې له ګاونډيو دولتونو سره د ټلګراف له لاري په اړيکه کي شو، چي د اروپا او امريکا خواته د افغانستان د سفارت د سفر لار تامين کړي، خو متاسفانه د هماغه مغرض دولت دسيسو، چي تاسي په خپل لوړ ارزښتمن ليک کي ذکر کړی؛ ستاسي د دغه پلان د پلي کېدو امکان برابر نه کړ او ستاسي سفارت مجبوره شو، چي بله لار انتخاب کړي. موږ د روسيې د اولس د ښو هيلو په وړاندي کولو سره ستاسي سفارت ته د تګ اجازه ور کړه. زه د کارګرو او بزګرو د دولت له طرفه تاسي او ټول افغان اولس ته د زړه له تله سلامونه لېږم.
د ملي کميساريو د شورا د مجلس رئيس و. اوليانوف (لنين) کرملين، مسکو نېټه: ۱۹۱۹/۱۱/۲۷
نشر: «پراودا»، ګڼه: 100، اپرېل، 29، 1928
2 thoughts on “د دوو شخصيتونو خطونه”
تاریخي لیکونه دي
د ډیرو عظیمو دوه کسانو لینن او غازي امان الله خان دا خطونه ډیر اهمیت لري. د تاریخ دا پانړې مشتاق علي شان راویسته او لیکوال محفوظې کړے. د دواړو ډیره مننه.
تاریخي لیکونه دي
د ډیرو عظیمو دوه کسانو لینن او غازي امان الله خان دا خطونه ډیر اهمیت لري. د تاریخ دا پانړې مشتاق علي شان راویسته او لیکوال محفوظې کړے. د دواړو ډیره مننه.