ليک : انجينئر قدرت الله داوړ کنېډا
نهمه برخه
د قران شریف لومړۍ ژباړه او تفسیر په پښتو ژبه په کال 1794 کښې لیکلې شوی دی –
دا تفسیر د “ تفسیر افضالیه “ په نوم یادیږي چې د پیښور د هزارخوانئ اوسیدونکي مولوي رکن الدین مومند لیکلې دې-
| د بایزید انصاري پیر روښان “ خیرالبیان “ د پښتو وړمبې مکمل کتاب ګټلې شي چې په کال 1651 کښې په څلورو ژبو پښتو ، عربي ، فارسي او اردو (پنجابی ) کښې لیکلې شوې دې |
بیا ورستو په پښتو ژبه د قران شریف نور تفسیرونه هم لیکلي شوي دي چې د مولوي دوست محمد خټک تفسیر “ تفسیر بدرالمنیر” ( کال 1896 ) ، د مولوي مراد علی تفسیر “ تفسیر یاسیر “( کال 1893 ) ، د مولوي عبدالودود سرحدي تفسیر “ ظهیرالتفسیر“ ( کال 1943 ) ، او د مولوي عبدالروف کاکړ تفسیر “ تفسیر افغاني “ ( کال 1942 ) شامل دي –
د قران شریف په پښتو کښې لومړې منظومه ژباړه د سید جعفرحسین ریښتوني ژباړه شمیرلې کیږي چې هغه په کال 1968 کښې لیکلې وه-
د قران شریف په کوردۍ ژبه کښې ژباړه او تفسیر په لومړی ځل محمد جلیل زاده (1876 – 1943) لیکلې دې چې د “تفسیر کوردي” په نوم پیژندلې کیږي –
د ایراني کردستان په همدان ښار کښې لومړۍ اسلامي مدرسه په کال 950 کښې جوړه شوې وه – په دې مدرسه کښې به د تفسیر ، حدیث ، فقه ، منطق ، قانون ، ریاضي ، فلکیات ، طب ، او فلسفې زدکړې کیدې – دا دې مدرسې ټول نصابي کتابونه په عربي ژبه کښې وو او د فارسۍ او د کوردۍ ژبې په ژباړه به وئیل کیده –

د عربي ژبې د لیکدود 29 توري دي چې ځینې پوهان یې د یو توري په اضافه دیرش شماري او په ځینې عربي هیوادونو کښې د یو توري په کمي 28 شمارلې کیږي- لکه د “ لا “ توري اوس ځان ته بیل تورې نه شې ګڼلې – داسې په ځینې عربي هیوادونو کښې د “ء “ او “ ی “ او د “ ے” شمار هم بدل دې – د “ء “ تورې هم ځان ته تورې نهٔ شي کڼل –
ډیر دي کتابونه مشتمل په دیرش حرفونه
کل واړه که ګورې له الفه دي زوولي
خوشحال بابا
دیرش یې حرفه د هجا دي
ته یې زده کړه نیک خصلته
میرزاخان انصاري
د فارسي ژبې د لیکدود 32 توري دي – فارسۍ ژبې 28 توري د عربي ژبې نه په پور اخستي دي او څلور اضافي توري د فارسۍ خپل دي- د څلور توري پ ، چ ، ژ او ګ دي –
د کوردۍ ژبې الفبا دوه قسمه
دی ، لومړی ته حوار الفبا واي چې په لاطینې رسم الخط کښې لیکلې کیږي – لاطیني رسم الخط او رومن رسم الخط یو دې – د حوار الفبا 31 توري دي چې 26 د لاطیني ژبې نه په پور اخستي شوي دي او 5 ورسره نور اضافي کړي شوي دي – د لاطیني ژبې او د انګریزي ژبې 26 توري یو دي-
د لاطیني الفبا نوې لیکدود په کال 1932 کښې خپل کړې شوې دې او د کردو کرمانجي او ذاذاکي لهجې په دې رسم الخط کښې لیکلې کیږي – د رسم الخط د ترکیه او سوریا په کردستان کښې رائج دې
دویم قسم یې د کوردي عربي الفبا دي – د الفبا دغه قسم 34 توري لري – د عربي ژبې او د فارسي ژبې ټول توري یې په پور اخستي دي او دوه اضافي توري یې خپل دي- د کوردۍ ژبې سوراني لهجه په دې رسم الخط کښې لیکلې کیږي – دا رسم الخط د ایران او عراق په کردستان کښې رائج دې-
د پښتو د لیکدود د تورو شمیر 45 دې – ځینې پوهان یې 44 او ځینې یې 46 شماري – د عربي ژبې نه یې ټول 28 توري په پور اخستي دي – د فارسي ژبې نه یې 4 توري په پور اخستي دي او 13 یې خپل دي- د دیارلس توري دا دي – ټ ، څ ، ځ ، ډ ، ړ ، ږ ، ښ ، ڼ، هٔ ، ي ، ې ، ۍ او ئ –
بیا داسې توري چې د پښتو مکمل مخصوص توري دي هغه – ټ ، ډ ، ړ ، څ ، ځ ، ږ ، ښ او ڼ
| د لاطیني الفبا نوې لیکدود په کال 1932 کښې خپل کړې شوې دې او د کردو کرمانجي او ذاذاکي لهجې په دې رسم الخط کښې لیکلې کیږي |
دی د پښتو د لیکدود موجد بایزید انصاري پیر روښان ګڼلې کیږي – د بایزید انصاري پیر روښان “ خیرالبیان “ د پښتو وړمبې مکمل کتاب ګټلې شي چې په کال 1651 کښې په څلورو ژبو پښتو ، عربي ، فارسي او اردو (پنجابی ) کښې لیکلې شوې دې – د خیرالبیان په لومړي سر کښې هغهٔ د پښتو د لیکدود د تورو تفصیل او طریقه ښودلې ده – ځکه بایزید پیر روښان د پښتو لیکدود موجد ګڼلې شي –



