ليک : انجينئر قدرت الله داوړ کنېډا
اتمه برخه
د شپاړسمې پیړې نه مخکښې د پښتو او د کوردۍ ژبې خپل الفبا نهٔ وو –
عربي او فارسي د فارس د اسلامي دور د لیک لوست دوه لوی ژبې وې – اکثر مذهبې ، علمي ، تاریخي ، منطقي ، فولکلوري او د فلسفې کتابونه په عربۍ ژبه کښې لیکلي شوي وو -عربي د قران شریف او د احادیثو د شپږو لویو کتابونو “ الصحاح السته “ ژبه وه – د الصحاح الستة شپږ کتابونه د کال 840 نه تر کال 912 پورې تالیف کړي شوي دي – د ټولو شپږو کتابونو محدثین تالیف کونکي امام بخاري ، امام مسلم ، امام ابي داود ، امام الترمذي ، امام النسائي او امام ابن ماجه عرب نهٔ وو خو کتابونه یې په عربي ژبه کښې تالیف کړي دي-
د خپل وخت لوی کتابونه لکه د ابن سینا د طب مشهور کتاب “ کتب القانون فی الطب “ او “ کتاب اشفاء “ ، د ابن خلدون کتاب “ مقدمة “ د الخوازمي د الجبرې کتاب “ کتاب الجبر والمقابلة “ د الجاحظ کتاب “ البخلاء “ او “الحیوان “ ، د ابو ریحان البیروني “ کتاب القانون المسعودي “ او “ کتاب الهند “ او داسې نور بې شمیره کتابونه په عربي ژبه کښې لیکلي شوي وو-
الخوارزمي ، ابن سینا او البیروني عرب نهٔ وو خو کتابونه یې په عربي لیکلي دي

عربو به د ایران خلکو ته عجم وئیل – عجم ګونګي ته واي – د فارس خلک به پخوا د عربو په ژبه نهٔ پوهیدل – کله به چې پهٔ خبره پوهه نه شول نو چپ به پاتې شول ځکه به یې ورته عجم ( ګونګي ) وئیل – بله توجیهه یې دا ده چې د اسلام نه مخکښې عرب په خپل شعر او ادب ډیر نازیدل او بل څوک به یې د ځان پهٔ شان سخنور نه ګڼل ځکه به یې د عربو نه علاوه نورو خلکو ته عجم یعني ګونګیان وئیل –
| پښتانه او کرد صرف د ژوند د سختو سره نه وو مخامخ بلکې د یرغلګړو په خلاف به یې اکثر جنګ ته ملا تړلې وه – د تورې نه یې لاس قلم ته نهٔ وو اوزګار شوې – |
په لسمه پیړۍ کښې او دهغې نه پس د اسلامي کتابونو ژباړې ، شرحې او تفسیرونه په فارسۍ ژبه کښې ولیکلي شو کله چې فارسي ژبې د عربي ژبې رسم الخط خپل کړو – عربي او فارسي دواړه په اسلامي نړۍ کښې مهمې ژبې وې – عربي د مذهب سپېڅلې ژبه ، د مذهبي لارښودنې او د اداري د لومړنۍ ژبې په توګه کار کولو – فارسي په اسلامي نړۍ کښې د کلتور ، ادب او درباري ژبې په توګه پخپل ځای اهمیت لرلو – فارسي ژبې ته د” فارس کلتوري زړه “ نوم هم ورکړې کیږي –
د پښتنو او کردو اکثر خلق بې سواده وو –
د پښتو او د کوردۍ ژبې نهٔ خو پخپله ژبه کښې کتابونه وو او نهٔ د لیک لوست دود وو – دواړه قومونه په غرونو او غرئیزو سیمو کښې اوسیدل چرته چې د ژوند او د بقا مبارزه سخته وي – پښتانه او کرد صرف د ژوند د سختو سره نه وو مخامخ بلکې د یرغلګړو په خلاف به یې اکثر جنګ ته ملا تړلې وه – د تورې نه یې لاس قلم ته نهٔ وو اوزګار شوې –
د پښتنو او د کردو په خاوره چې څومره یرغلګر راغلي دي دومره د نورو قومونو په خاوره نه دي راغلي – دواړو قومونو هر یو یرغلګر ته ماتې ورکړې ده او خپل وطن یې د تورې په زور ژغورلې دې – ځکه د پښتنو په دود دستور کښې د وسلې ، تورې ، ننګ او میړانې درجه لویه ده-
پښتانه او کرد په توره میړني وو او په توره یې تکیه زیاته وه ځکه یې قلم ته نسبتا ناوخته پام شو –
قلمزن حساب کتاب هندسه رقوم زده
شمشیرزن په جنګ پرخاش پوهیږي ښهٔ
خوشحال بابا

که چیرته به یو نیم کس علم حاصل هم کړو هغه به هم په عربي یا فارسي کښې لیک لوست کولو – مطلب دا چې په پښتو او کوردي ژبه کښې اول خو لیکل کیدل نهٔ او بیا که لیکنې شوي هم وې چا لوستلې نهٔ شوې – د هغې د پاسه په دواړو ژبو کښې داسې مختلف اوازونه وو چې د هغې د پاره د عربي او فارسي ژبې په الفبا کښې توري موجود نهٔ وو
| قران شریف په لومړی ځل په اوومه پیړۍ کښې په فارسي ژبه ژباړل شوی وو خو دا یوه جزوي ژباړنه وه چې سلمان فارسي کړې وه – دا ژباړه مهمه ځکه ده چې په اول ځل قران شریف په بله ژبه کښې وژباړل شو |
مثال – په عربي ژبه کښې دا – پ ، ټ ، چ ، ځ ، څ ، ژ ، ږ ، ړ ، ډ ، ښ ، ګ او ڼ د اوازونو د پاره توري نشته ځکه چې په عربي ژبه کښې دا اوازونه نشته –
همداسې په فارسي ژبه کښې دا – ټ ، ږ ، ړ ، څ ، ځ ، ڼ او ښ د اوازونو د پاره توري نشته ځکه چې په فارسي ژبه کښې دا اوازونه نشته –

د اسلام د راتلو نه پس د فارس اکثرو پوهانو او عالمانو به په عربي ژبه کښې کتابونه لیکل – د ایران لوی عالم محمد ابن جریر الطبري دواړه مشهور کتابونه په عربي ژبه کښې لیکلي شوي دي –
لومړی – تفسیر الطبري – دا د قران شریف لومړی جامع او مکمل تفسیر ګڼلې کیږي چې نوم یې هم “ جامع القران عن تاویل القران “ دې او په تفسیر طبري مشهور دې-
دوئم – تاریخ الرسل والملوک چې تاریخ طبري هم ورته وئیل کیږي – دا تاریخ طبري د اسلام د ابتداي دور یو مستند تاریخ او د حوالو یو ډیر مهم ماخذ ګڼلې کیږي –


