سدهارتا او یو جینئ

وائ چې یو شهزاده چې  سدهارتا ئ نوم وو به هره ورځ مازیګر د محل په چت یو خاص ځاے کښې ولاړ ؤ او ښار ته به ئ کتل او چا سره به ئ خبرې نه کولې نو څوک به نه ورتلل. خو په ورتلو پابندي نه وه. خوشاله به نه ښکاریدو او تنها به ولاړ ؤ یو ورځ  ډیره ښایسته جینئ راغله او بره چت ته ختله خو نوکرانو منعې کړه چې شهزاده  چت باندے چا سره خبرې نه کوی او بس ښار ته ګوری. هغه جینئ ورته وویل زه د فلانکی وزیر لور یم او زه به ورځم که خبرې نه کوی نو نه دې کوی خو زه ئ لیدل غواړم او چت ته اوختله. نوکرانو د وزیر لور نه شوه منې کولې  نو چپ پاتې شول

خو جینئ اصل کښې د وزیر لور نه وه عامه جینئ وه او وړوکوالي کښې ئ د وزیرانو د لوڼو سره لوبې کړې وې ملګرې ې وه. هغه ټولې پیغلې شوې  او دا جینئ د  ټولو  خوښه وه. بس داسې څه کمال وو پکښې. جینئ سدهارتا ته تلو نه  یو ورځ مخکښې هغه شهزادګیو ته وویل چې زه سدهارتا لیدل غواړم. ټول خلک وای چې ته ډیره ښاسته ې نو زه ګورم چې هغه څه وائ. ما یو ځل د لرې نه لیدلے ؤ  نو ډیر ښه راباندې لګیدلے ؤ. زه ې د نیزدو نه لیدل غواړم. خو هغئ سدهارتا لیدل نه غوښتل او هرې یو زړه کښې ویل هغه خو واده کړے دے او بل واده نشي کولے مذهب  کښې منع دے نو مونږ پرې څه کوو؟ خو دا ډیره ښاسته ده او پته نشته په هر چا ښه لږی خو کم عقله ده.  هغې ورته جامې پیزار ورکړو او یو ډولۍ هم چې لاړه شی پکښې ځکه چې شهزادګئ به ډولو کښے تلې. نو د شهزادګیو په جامو کښې په ډولۍ کښې محل ته ورغله، سدهارتا د چت په منځ کښې، دیوال سره جخت ولاړ ؤ. د دیوال په یو ګوټ ګونګے ناست ؤ او په بل یو کونتره. ګونګي چې جینئ اولیده نو والوتو خو کونتره ناسته وه . جینئ ښکلې هم وه جامه پیزار ې هم د شهزادګیو وو او سنګار  ئ هم کړے ؤ. لاړه او د سدهارتا  خوا ته اودریده خو هغه خاموشه ولاړ ؤ او داسې څه اظهار ې ونکړو چې څوک راغلي. جینئ دغه رنګ ولاړه وه او سدهارتا ورته نه کتل لکه چې هډو وي نه. جینۍ  ډیره تنګه شوه  او ورته ې وویل چې شهزاده ماښام کیږی، زه خو ډیر وخت نه ولاړه یم او  کور ته ځم خو ته لږ ما ته وګوره، زه تا ته نشم مخامخ کیدے ځکه چې ته د دیوال سره جخت ولاړ ې.  سدهارتا مخ راواړولو او جینئ  ډیره خوشاله شوه او  ورته ې زر وویل زه تا ته څنګه ښکارم؟سدهارتا  ورته وویل چې ته ماته نه ښکارې، زه دې نه وینم. جینۍ خو اول خوشاله شوه چې خبرې ې وکړې خو بیا خفه  شوه چې زه ورته څنګه نه ښکارم.  نو ورنیزدې شوه ډیر په ناز او ادا ې  ورته  وویل چې ستا نظر ټیک دے ښار ته ګورې او شپه هم نه ده نو زه تاته څنګه نه ښکارم؟ هغه ورته جواب ورکړو هاو نظر مې ټیک دے د دې ښار په شا هاغه ځنګل راته ښکاریږي خو ته راته نه ښکارې. جینۍ ډیره پربشانه شوه او زړه کښې ې وویل چې خلک وائ دا ډیر ښه انسان دے نو دے ولې وائ چې ته راته نه ښکارې؟  ماښام نیزدو ؤ  خفه لاړه او سدهارتا بیا مخ واړولو او ښار طرف ته ې کتل. جینئ خفه هم او غصه هم لاړه او زړه کښې ې وئیل دے به ماته خامخا ګوري او زه ګورم چې  دے به څنګه ما ته نه ګوري. د هغې په خپل ښایست ډیر ناز وو ځکه چې هر چا به ویل دا ډیره ښکلي ده. بیا  ې د یو ډیرې مالداره شهزادګئ نه په ښار کښې تر ټولو قیمتی  ریشمینې جامې واغستې چې د چین نه راغلي وې،  تر ټولو قیمتی پیزار ئ  تر واغستو چې د ګندهاره نه راغلے وو او تر ټولو قیمتی د سرو زرو کالی د پنزیب سره چې د پارس نه راغلي وو او تر ټولو قیمتی عطر چې د ختن نه راغلی وو.  یو لس ورځې پس جینئ بیا راغله خو نوکرانو هیڅ غږ ونکړو. سدهارتا  هم هغه ځاے باندې ولاړ ؤ او ګونکے هم په هغه ځاے ناست ؤ خو والوتو او کونتره هم هلته ناسته پاتې شوه چرته چې مخکښې ناسته وه. جینئ دا ځل د پنزیب د اواز سره راوختله او محل کښے ټولو خلکو وویل چې دومره ښاسته جینئ په دومره ښاسته جامو کښې دومره قیمتی کالو کښې  دومره سحرناکه  عطرو سره او د دومره ښکلی سنګاره سره مونږ کله هم نه ده لیدلي. جینۍ خلکو ته نه کتل او چت ته اوختله او دا ځل ډیره لحظه ؤنه دریده او سدهارتا ته ې وویل ما خو پنزیب هم اچولی دي او تا به ې اواز اوریدلے وی ځکه چې ته د مرغو اوازونه اورې  خو تا بیا هم ما ته ؤنه کتل. لږ ما ته اوګوره چې زه تا ته څنګه ښکارم؟ هغه ورته مخ راواړولو او ورته ې وویل زه تا نه وینم نو جینئ ډیره زیاته غصه شوه خو ځان ې کلک کړو غصې اظهار ې ونکړو او خوا ته ې لاړه او ورته ې وویل ته دا دومره غټ ښار وینې او تماشا ې کوے او ما ته واې زه تا نه وینم. ته داسې ولې کوې؟ او اواز ې ژړه غونے شو. سدهارته ورته وویل زه خو ښار ته نه ګورم او کله مې هم د دغه چت نه ښار ته نه دی کتلی زه هاغه لرې ځنګل ته ګورم دا ښار ما ته نه ښکاری.  جینۍ ډیره حیرانه شوه، غصه او ګیله ې وکړه لاړه او ورته ې وویل تا ته نیزدو څیزونه ښکاري؟ سدهارتا  د جینئ نه  تپوس وکړو تا ته خپلې سترګې ښکاري؟ جینئ ورته وویل نا. سدهارتا ورته وویل ما ته هم خپلې سترګې  نه ښکاري او داسې څه نور څیزونه او ځایونه د خپلو سترګو په شان دی چې ما ته نه ښکاري خو ما ته د داسې څیزونو او ځایونو نه بوئ راځي ښکاري نه.  جینۍ نوره حیرانه شوه او ورته ې وویل چې ته ښار ته ولې نه ګورے دا خو دلته نه ډیر ښاسته ښکاري. سدهارتا ورته وویل کیدے شی خو ماته ښایسته نه ښکاری که ماورته اوکتل نو زما دا زړه به ډیر خفه شی. جینئ نوره حیرانه شوه او ورته ې وویل چې داسې څنګه کیدے شی. هغه ورته وویل ما ته پته نشته خو دغه ښار کښې مینه نشته او ما ته د دې ښار نه د منافقت، ظلم، خواهش، طمعې، جنګ او بې احساسئ بوئ راځي  لکه ستا د  دې کالو او جامو نه چې راته د غرور او تکبر بوئ راځي، ستا د عطرو نه راته د حبس او هوس بوئ او ستا د اواز نه راته د ضد او چالاکئ بوئ راځي او دغه هر څه کښې هیڅ احساس نشته. جینئ ډیره پریشانه شوه او په هیڅ نتیجه او نه رسیده چې عجیبه ده ده ته د هر  څه نه  بوئ ورځي دا خو ما چرته نه دي اوریدلی خو شهزاده دے نو شهزادګانو ته به د څیزونو او ځایونو نه بوئ ورځي نو. هغې ورته وویل  دا کوم بویونه چې تا یاد کړل نو دا خو ما کښې نشته. ما کښې خو پټ یو امید او مینه پرته ده زه احساس لرم زه امن خوښوم او زه د مرګ د پسته په بل ژوند سوچ نه کوم.  کیدے شي دا غلط کوم . زه خو خلک څه چې د باران څاڅکے هم محسوسوم چې په سخته ځمکه راپريوځي او زړه ې اوچوي او زه پرې خفه شم، دردمنده شم.  نو سدهارتا ته ې وویل زه خو په دې نه پوهیږم چې تا ته د هر څه نه بوی درځي او هغه ښه بوی نه وي. هغه ورته وویل ، نه ما ته ښاسته بوی هم راځی لکه د ځنګل نه چې راځي او تا کښې به ښاسته بویونه وی خو هغه خرابو بویونو پټ کړی دی  ما ته نه راځی.  زه ځنګل ته ګورم هلته نه ما ته ډیر ښایسته بوئ راځی. هغې ورته وویل چې ځنګل خو ډیر لرې دے نو تا ته ې څنګه بوی راځی. سدهارتا ورته وویل که ته زه شوے نو در بشی خو ته زه کیدے نه  شې. جینۍ هیڅ پوې نه شوه. خو ورته ې وویل خیر دے ته یو نظر بیا ماته وګوره او هغه ورته بیا وکتل او بیا ې ورته وویل ته ماته نه ښکارې. جینئ چې کوزیده نو سترګو کښې ې اوښکې وې، زړه کښې ې د غصې نه ډک خفګان او زهن کښې سوالونه وو.  د محل ټول خلک خفه شو چې مونږ خو دې ته وئیلي وو چې  مه ورځه خو دې ضد کولو خفه شوه او سترګو کښې ې اوښکې دي. ټول محل په دې ښایسته جینۍ چې ښایسته عطر ې لګولي وو، ښکلے پیزار ئ اچولے وو، ډیر ښکلي جامې ې اچولې وې، د کالو ډکه وه، پنزیب ې اچولی وو او ښائسته سنګار ې کړے ؤ ډیر خفه شو او چا پکښې د شپې روټۍ هم او نه خوړه خو ټول په دې متفق شو چې زمونږ شهزاده ډیر ښه انسان دے دغه جینۍ کښې به څه چل وي.  یو لس ورځې داسې تیرې شوې او په محل کښې د جینۍ قیصې سړې شوې. بس یو شاعر نوکر  د هغې په ښایست او سنګار  یو ښکلے نظم لیکلے ؤ  هغه پاتې شو. خو میاشت پس هغه جینئ بیا راغله،  د محل ډیرو خلکو اول او نه پیژنده ځکه چې هغې د چا شهزادګۍ نه هیڅ نه وو غوښتی، نه ې سنګار کړے ؤ نه ې جامې قیمتي وې او نه ې پنزیب اچولي وو خو هغوی ته نوره هم ښاسته ښکاره شوه او ټولو وویل چې دا ځل خو جینۍ هیڅ قیمتی شے نه دے اچولے او سنګار ئ هم نه دې کړے خو بیا هم د مخکښې نه ښایسته ښکاری. جینئ بره چت ته اوختله.  ګونګے والوتو خو کونتره لکه د مخکښې ناسته پاتې شوه. جینئ اودریده خاموشه  او سدهارتا  ته ې کتل خو هغه ځنګل ته کتل نو جینۍ هم ځنګل ته کتل او هیڅ ې ؤ نه ویل.

یو ساعت پس سدهارتا مخ راواړولو او جینۍ ته ې او کتل او ډیره لحظه ئ ورته بس کتل او ورته ې  وویل ته ما اولیدې. جینۍ ډیره خوشاله شوه ویل ما خو په خیال او خاطر  کښې هم نه وو چې ته به ما ته اوګورې او ما به ووينې خو تا یو څو خبرې کړي وې هغه څیزونه مې ځان نه لرے کړل. تا ته د تکبر او غرور نه ډک ښکاریدو ، بوئ ترينه درتلو نو ما لر کړل. دا ټول فضول وو غلط وو او زما نه وو او ما چالاکی کړې وه. سدهارتا  چپ ولاړ ؤ او هغې ته ې بس کتل او ورته ې وویل ته ډیره ښایسته ې ته لږه کینه. د هغې زړه  په درزا شو او سوچ ې کولو چې  دا هر څه ناڅاپه څنګه بدل شو. سدهارتا ورته بس کتل، ځنګل ترېنه هیر شو. جینۍ کیناسته او فکر یوړه چې شهزاده خو زما نه هډو سترګې نه اړوي جوړ په ما مئین شو. جینۍ ډیره لحځه هم دغه رنګ ناسته وه او شهزاده ورته بس کتل.  ماښام نیزدو شو او ورو غوندې ئ شهزاده ته وویل چې ډیر  نا وخته شو اوس به تیاره شي زه به اوس لاړه شم  سبا ته به بیا راشم  که ته واې ګني څو ورځې پس به راشم. خو د جینۍ زړه تلو ته نه کیدو هغه پرې ډیر ښه اولګیدو. سدهارتا ورته ویل تر څو چې  ته ناسته ې نمر  به نه ډوبیږی او د سبا هیڅ پته نه لږی چې څوک به چرته وي. جینئ کیناسته او سدهارتا  هم کیناستو او جینئ ته ې کتل او جینئ څه عجیبه غوندې خوشالی محسوس کړه او درد هم او څه سکون او امید هم او څه داسې احساس چې هغې نه څه لاړل یا کم شول. دا هر څه څه دي؟ دا زه څنګه فکرونه کوم نه پوهیږم. هغه  ورته بس په مخه کتل. سدهارتا ورته وویل ته سترګې لږې پټې کا. جینئ لږه اویریده چې سترګې ولې پټې کړم خو پټې ې کړې. هغه جینئ ته ې وویل ویره ډیر بد شے دے تا په زړه کښے ویره ده، دا وباسه او د جینئ زړه ورورو په تیزه درزیدل بند کړل او په سکون شوه.   بیا ې ورته وویل لږه مسکئ شه، خانده مه بس مسکئ شه. نو جینئ په پټو سترګو مسکئ شوه او هغه ورته کتل.  جینۍ لکه د بت ناسته وه پټې سترګې او مسکا ې په خله وه او بدها ورته کتل. ډیر زیات وخت تیر شو او جینۍ زړه کښے ویل چې زه خو نن ډولۍ کښې هم نه یم راغلی نو کور ته به یوازې څنکه ځم او مور ته به څه ویمه؟ خو بیا ئ سوچ وکړو چې شهزاده به  نوکران راسره بدرګه کړی او مور ته به وویم چې شهزاده ایساره کړم او ما ته ئ ډیرې ښې خبرې وکړې ګني هغه هیچا سره خبرې نه کوی نو مور به مې خوشاله شی.   بیا سدهارتا ورته وویل دا ورځ ډیره اوږده شوه نمر ډوبیدل غواړی چې شپه شي او خلک او مارغان اوده شی. بس ته اوس که تلل غواړے نو لاړه شه ګني نمر به نه ډوبیږي .   جینئ چې اسمان ته اوکتل نو نمر هم په هغه ځاې ولاړ وو کوم وخت چې هغې سترګې پټې کړي وې.  ډیره حیرانه شوه خو غږ ئ  ونکړو او چې  کوزیده نو په شونډو ې  یو لازواله مسکا وه، په زړه کښې سکون  او ډیره خوشاله وه.  د محل نوکرانو وویل زمونږ شهزاده د کمال شهزاده دے او دا جینۍ  هم د کمال ده. په عامو جامو کښې د مخکښې نه ښکلې او خوشاله ښکّاری او نن پیاده راغلې وه او پیاده روانه ده. خو مونږ نه پوهیږو چې دا څه قیصه روانه ده. شهزاده خو بل واده نشی کولې  او د شهزاده کله هم د چا جینۍ سره تعلق ن  پاتې شوےنه دے، هډو ګوري ورته نه، چرته بدنام نشی او په دې  سوچ کښې پریوتل او یو بل سره ې خبرې کولې  او خبرو خبرو کښې اوده شول

سبا ته هغه جینئ مازیګر بیا راغله ډیره خوشاله وه ساده جامو کښې وه هیڅ سنګار ې نه وو کړے او بره چت ته ختله خو نوکرانو ورته ډیر په خفګان وویل چې شهزاده نشته هغه بیګاه پلار ته وویل زه ځنګل ته ځم او بیا کله هم واپس نه راځم. بل ې هیچا ته  ؤنه ویل، نه مور ته نه ښځې ته او پلار ئ ډیر خفه دے او ټول محل ې خبر کړو او ټول محل خفه دے خو ښار او ریاست لا نه دي خبر. نوکرانو ورته وویل چې پلار ورته  وویل چې بچیه ته ولې داسې کوے، دا بادشاهت خو زما د پسته ستا دے. هغه ورته وویل چې دغه ښار کښې منافقت دے، حرص دے،  ظلم دے، د دولت هوس دے او ډیر غربت دے او هیڅ  احساس پکښې نشته. ما به ځنګل ته کتل خو تلے نشوم بس پرون مازیګر داسې څه چل اوشو چې زه اوس د دنیا هر ځنګل ته تلے شم، لوګې تندې تیرولے شم او تنها پاتے کیدے شم او په مخه لاړو. ټول محل خفه دے او نن چا هم خوراک نه دے کړے. نو جینۍ ډیره پریشانه شوه په ژړا شوه او په منډه چت ته ؤختله خو هغه واقعي  نه ؤ او ګونګے او کونتره دواړه هم نه وو. جینۍ سوچ کولو چې کونتره خو کله هم د خپله ځایه نه ده الوتلي نن ولې والوته، دا څه روان دي؟ جینۍ د ځنګل لار ونیوه د شهزاده نوکران ورسره هم مل شو خو په لار ورته نوکرانو ویل زمونږ شهزاده ډیر ښه انسان دے خو یو ځل چې  یو خبره وکړي نو هغې نه بیا  نه واپس کیږی او هغه خبره بده نه وی ښه خبره وی خو تا سره ځو، یواځې دې نه پریږدو. په لار جینۍ یو ګونګے او یو کونتره ولیده  چې ځنګل طرف ته الوځي او زړه کښې وویل دا هم هغه ګونګے او کونتره ده کوم چې به په دیوال ناست وو نو شهزاده ځنګل کښې دے دوی  هم د هغه تلاش کښې دي. ځنګل ته وریسدل خو ځنګل ډیر خور وور وو.  د ورځې به د مارانو او لړمانو نه یریدل او د شپې د امزرو او د لیوانو نه او د هغی  د اوازونو نه ،  ټوله شپه به ې اور بل کړے وو. جینئ به  د ورځې دا سوچ کولو چې چرته مار لړم نه وی چیچلے او د شپې به ې دا سوچ کولو  چې هسے نه امزرو یا لیوانو نه وی خوړلې نو اوبه یریده خو بیا به ورته رایاد شو چه هغه ماته ویل خوف ډیر بد شے دے نو زړه به ې ورو ورو په قلار شو او ستړی ستومانه به اوده شوه او اور به ټوله شپه بل وو. یو ورځ په ځنګل یو قافله تیریدله، نوکران هغی ته وویل  چې زمونږ شهزاده دغه ځنګل کښې چرته دے خو مونږ نه ورک دے. هغی ورته وویل چې دے  ځنګل کښې د یوې ګنټې پیدل په فاصله په دغه لار ښي لاس ته د یو غټې ونې تر لاندے یو ښکلے ځوان ناست دے خو خبرې نه کوی. نو جینئ او نوکران پوهه شو او خوشاله شو او هغه طرف ته لاړل.  جینئ د  یو غټې ونې تر لاندے چې ډیره زړه او ګوره وه  سدهارتا ولیدو چې پټې سترګې ناست وو او په شونډو ې مسکا وه او ونه کښې بره د هغه په یو اړخ په څانکه  ګونګے ناست وو او بل اړخ په بله څانکه کونتره ناسته وه. جینۍ نوکران لرې ودرول او خپله ورغله. هغه کمزورے شوے وو او سترګے ې پټې وې خو په شونډو ې پرسکونه  مسکا وه. دا په ژړا  شوه او ورته ې وویل  دا تا څه وکړل تا خو چې زه کینولم نو نمر نه پریوتو او بیا ته غیب شوے اوس په بد حال ې ، ته اخر څوک ې خو هر څوک چې ې زما خوښ ې.  نو سدهارتا سترګې پرانستې او هغې ته ئ په مسکا وویل ته ما نه ې پریښي ته ما ځان سره راوړې ې، دا پټې سترګې زما نه دي د ستا دي چې ښه خیالونه  او احساس پکښې دے او دا مسکا د تا د چت هغه مسکا ده چې د امید ډکه او د مینې  ډکه وه. تا خپله دا دواړه او نه لیدل. بس دا درد به ختمول غواړی دا به ورکول غواړی او ستا خیال او مسکا ما لازواله کړل. ما ستا پنځه احساسات ځان سره راوړل.  ته زما سره ې تا ما ته لاره اوښودله ستا ساده جامو او غرور تکبر او ضد نه ځان ازادولو زه ازاد کړم خو د دنیا  د مخه به دا درد  ورکول غواړي، بیا به خلک ټیک  شي او دا ټول سخا بويونه به ختم شي. او دا امید به تل ساتل غواړی. هغې ورته ویل زه خواهشات لرم زړه کښې څه طعمې لرم او زه یریږم. سدهارتا ورته وویل چې ما تا ته اویل چې  ته زما سره ې او ستا د پټو سترګو او مسکا به زه تا ته څه وویم. دا د انسانانو درد ورکولے شي او امید ورکولے شي او دا به زه کوم او ته ځه واپس  ښار ته زه نه ځم، زما هم دغه منزل  دے او دلته نه به زه ډیر څه کوم چې دا هر څه بدل شي او ښه شي. د بدها خوا کښے د برسنډے (Lotus) دوه ګلونه پراته وو. یو ې هغې جینۍ ته ورکړو چې دا به ستا خواهشات او طمع ختمه کړی او مینه او احساس به سیوا کړی.  او بل ې ځان سره کیښو. بیا ئ ورته  وویل زما دا یو لاس به اوچت وی او ته به نه یریګې. جینۍ چې  ګل واغستو نو طمعې او خواهشات په هغه ځاے ختم شو. پرسکونه شوه  او  هغه ته ې په قلاره اویل چې ته چې داسې پټې سترګې ناست ې نو دنیا کښے به د ظلم، د احساس د کمي او درد نه څنکه خبریږې؟ ته ما او پیژندې ته ډیر لوے انسان ې، دیوتا به ې خو زما دې پټو سترګو کښې خپلې سترګې واچوه او کله نا کله دې دنیا باندې نظر اچوه. هغه ورته اویل دا ټیک واې تا ما ته ډیر څه راکړي او  نور دې راکړل. ته معمولی انسان نه ې خو د دے نه به دنیا خبر نشی چې ته څوک وې اوته څه وې او تا ماته څه راکړل. ما ستا بوج په سر کړو چې ته او نه کړیږې او زه د دغه کړاک په تلاش کښې دې ووم او تا زما بوج په سر کړو بې او د مینې. سدهارته ورته  ویل  ما ته پته وه چې  ته به یو ورځ   راځې خو تا کښې څه خامئ وې هغه تا خپله لر کړې او ته ما اولیدے او ما کښې کمزورئ وې او زه ډیر مضبوط شوم او دا دې ځنګل کښې تنها ناست یم. دا انسانیت بچ کول غواړی او زه به ې بچ کړم ځکه چې تا ما ته ډیر څه راکړو خو تا ته پته نشته. ما تا نه ډیر څه واغستل چې ته پرې پوهه نشوې. دا هر څه ماته اوبخه. جینۍ ورته ویل ما نه تا هیڅ نه دي اغستي خو چې ته واې نو ما درته بخلي. د سدهارتا په مخ یو رڼا خوره شوه یو بې انتها سکون او جینۍ ته ې وويل

اوس ته لاړه شه واپس شه او بیا مه راځه،  تا ډیر څه راکړل او تا ما ته ټیک وویل . جینۍ پاسیده او سدهارتا ې په مخ ښکل کړو خو دهغې په زړه کښې هیڅ خواهش او طمع نه وه تشه مینه وه.  او هغه هم په مخ ښکل کړه او زړه کښې ې هیڅ خواهیش او طمع نه وه تشه مینه وه.  جینئ روانه شوه د برسنډے ګل ې په لاس کښې وو او په شونډو ئ مسکا وه او ګونګے ئ په سر بره الوتو او سدهارتا سترګې نیمې پټې کړې او دنیا ئ اولیده ټوله او څه خلکو څه عجیبه غونده محسوس کړل او ځنکل ته راروان شو.   سدهارتا بیا سترګې پټې کړې او په شونډو ې مسکا وه ، کونتره په ونه کښے ناسته وه. د هغه جینۍ نه بیا څوک خبر نه شو خو سدهارتا د مهاتما بدھ  په نوم مشهور شو. د جینۍ نہ چا ته نوم معلوم شو او نه پته. ورکه شوه د برسنډې د ګل سره بې نومه خو اخر ځل چه چا لیدلی وه نو ویل  یو لازواله مسکا ې په خله وه او په مخ ې سکون وو او یو ګونګے ې سر د پاسه الوتو.  ځنګل کښې د سدهارتا چې خلکو ورته مهاتما بدھ ویل پہ خلہ مسکا وہ ، یو لاس ې اوچت وو او سترګې ئ نیمې بندې وې.  څه خلک په لار وو څه ځنګل ته راورسیدل او د سدهارتا نه تاو کیناستل. ټولو سترګې پټې کړې او ټول موسکي وو خو د بدها سترګې نیمې پټې وې په شونډو ې مسکا وه،  په خوا کښې ې د برسنډې ګل وو او کونتره ونه کښے ناسته وه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!