لیک : اعزاز علی خان ګوهر بیجینګ، چین
د چین د داخلي منګولیا خودمختار سیمه د خپلو پراخو ځایونو او دښتي سیمو له امله د طبیعي ښکلا او حياتاتی تنوع یو مهم مرکز ګڼل کېږي. خو د موسمی بدلون، صحرائيزو ځایونو له حده زیات کارونې او د ځمکې د کږېدو له امله دغه سیمه له جدي چاپېریالي ستونزو سره مخ شوې وه. د دغو ستونزو د حل لپاره چین اوږدمهاله پروګرامونه جوړ کړي چې پکې د صحرا له پراختیا څخه د مخنیوي، د زمکې د بیا زرغونولو او د هوا د ککړتیا د کمولو هڅې شاملې دي.
| که چين په سمندری شګو کښې شينکي زرغونولې شی نو مونږ د اوبو او څلورو موسمونو باوجود زمکې ،دشتې،ځنګلونه ولې نشو ابادولې |
د شين اقتصاد د ودې په موخه چین په دغه سیمه کښې په لویه کچه د ونو لګولو کمپاینونه پیل کړي دي، چې د نړۍ تر ټولو سترو چاپېریالي پروژو په ډله کښې شمېرل کېږي. په ځانګړي ډول د “دریو شمالي ساتندویو ځنګلونو کمربند” (Three-North Shelterbelt Project) له لارې په میلیونو ايکړه زمکه کښې ونې کرل شوی دي چې د شګو طوفانونو مخنيوی وکړي. له دې سره سره مقامی کسانو ته متبادل روزګار ورکړی دی د زرعي ټېکنالوجئ نوې توانايئ منصوبې ې هم راوړي دی ،چې په زمکه دباو کم کړي او ترقئ ته دوام ورکړی، چې په زمکه فشار کم شي نو دوامداره پرمختګ ته به وده ورکړل شي.

د دغو هڅو په پایله کښې نه یوازې د شګو طوفانونو په شدت کښې کموالی راغلی، بلکې د صحرا په څنډو کښې د زرغونتیا د زیاتېدو له امله ځایي خلکو ته هم ګټه رسول شوې ده. د بیالوژیکي تنوع بیا راژوندي کېدو سره دغه سیمه بېرته ژوندۍ کړې شوې ده، چې ګټې یې په کرنه، مالدارۍ او چاپېریال کښې ښکاره کېږي. د چین دغه تګلاره د نړۍ د نورو دښتي سیمو لپاره هم یو بریالی ماډل ګڼل کېږي، چې د چاپېریال ساتنې او پرمختګ ترمنځ د توازن راوستلو یوه عملي بېلګه ده.
| د دغه هڅو په پايله کښې نه يوازې د شګو په طوفانونو کښې کموالی راغلے دے بلکې د صحرا په څنډو کښې د لرغونتيا د زياتېدو له امله ځائې خلقو ته هم ګټه رسېدلې ده |

