پیشمرګه، بې وطنه کُرد او   ګنګس پښتنانه

کرد په خپل زوړ تاریخ ، ژبه ، کلتور او دود دستور ویاړ کوي او په پخپله خاوره او غرونو مئین خلق دي- د کردو په شاعري کښي د قام ، وطن او د خپلې خاورې او غرونو سره د مینې اظهار بالکل داسې دی لکه چې د پښتو د شاعرۍ ژباړنه وي – د   کوردۍ ژبې شاعر یونس رؤف دلدار د کردستان قومي ترانه یا ملي سرود “اې رقیب “ او یا دکرد شاعر ځیګرخون نظم “ زه څوک یم؟ “ هغه مینه او جذبه لري کومه چې د پښتنو په وینه کښې ده- کوردي ژبه د شمال لویدیځ ایرانۍ ژبو یوه ډله ده او پښتو د ختیځې ایران د ژبو څانګه ده – د کوردي ژبې او د پښتو ځینې ټکي یو شان دي لکه ناموس ، ګوند، اسمان ، باد ، باران ، خدای -ګل ،تبر،  پیاز، سیو ( ماڼا) ، شین ، زیرک ، خوشال ، کار ، میوه ، سپین ، ادې مور او داسې نور ډیر شریک ټکي او اصطلاح دي – مطلب دا چي په دواړو ژبو کښې مشترک ټکي هم شته او دواړو ژبو د فارسۍ نه هم پور ټکي اخستي دي او خپل کړي یې دي- د کوردي ژبې او پښتو رسم الخط یا لیکدود خط نسخ دې  –

اولس د ترکي ژبې ټکې دے چې  په ترکي ژبه کښې قام ته واي ، د ترکي ژبې نور ګڼ شمیر ټکي پښتو خپل کړې دی- ملت ، یاغي ، زور، یاغیستان ، کارغه، بهادر، بیرغ، توپنګ ، توپچي، هنر او داسې نور بې شمیره ټکي پښتو خپل کړي دي- د ترکې ژبې په قاموس کښې  ډیر ټکي داسې دي چې پښتانه یې په اسانه په معنې پوهیږي – د کردۍ ژبي په قاموس کښې هم بې شمیره داسې ټکي شته چې پښتانه یې په معنې پوهیدلې شي-

دومره په ګڼ شمیر کښې په دریو ژبو کښې مشترک ټکي پخپله یو ثبوت دې چې پښتنو ، کردو، ترکو  د پیړیو راهیسی د یو بل سر یو ځای ژوند کړے دے- پښتو ژبې د فارسۍ نه د سلطنتونو  د اشرافیې د لارې  او د عربۍ ژبې نه یې  د مذهب د لارې اثر ضرور اخیستې دے خو د کردو سره  په کلتوری قدرونو کښې مشابهت  دجغرافیې د نزدیوالي او په یو ځای د ژوند کولو د لارې راغلی دی-

د اسلام د ظهور نه مخکې کردو او پښتنو د ایران د هخامنشیانو او ساسانیانو په سلطنت کښې ژوند کړے دے- هخامنشیان د زرتشت مذهب منونکي وو- د ارغنداب سیند او د هلمند سیند خوا و شاه  اراچوسیا ، ارخوشیا  یا د کندهار ولایت د هخامنشیانو د سلطنت برخه وه – اراچوسیا نوم به هم ورته د ارغنداو په نسبت  اخیستل کیدو – د هخامنشیانو پوځ د خپل متنوع جوړښت د پاره مشهور وو- د هخامنشيانو په پوځ کښې د سلطنت د هر ګوټ او د هر قوم نه خلق شامل وو-کرد او پښتانه دواړه د هخامنشي پوځي ځواکونو برخه وو-

د ساسانیانو دولتي مذهب زرتشتي مذهب وو- کرد او پښتانه دواړه د زرتشتي مذهب منونکي پاتې شوي دي- د زرتشتي مذهب د لاري هم پښتو ځینې  ټکي او لغتونه د اویستا ژبې نه خپل کړي دي لکه جينئ ، مرغئ، اوسپنه ، اور، پئ، پاڼه، ستوري، سترګې ، تور ، ونه او زمکه –
بلخ ، بخدي یا باختر د زرتشت مذهب د زیږون ځای او زانګو ګڼل کیږي او کندهار یې دویم روحاني کور وو- د نوروز (یخ تیر یا اختر) لمانځل ، اتڼ او د نظرماتي د پاره دسپیلنو لوګي کولو دودونه پښتنو د زرتشت مذهب د لارې خپل کړي دي- د سپیلنو لوګی به په زرتشتي مذهب کښې مقدس او شفاهي ګڼل کیده او  د بد نظر نه د ساتنې سره سره د دوه اویا ناروغۍ  درمل به ګڼل کیده – کرد هم په هر سپرلي د نوي کال د راتلو په خوشالۍ کښې نوروز لمانځي- پښتانه د “پیر مذهب (زوړ مذهب )“ په کنځل ډیر بند ګڼي –

 دساسانيانو په پوځ کښې هم کرد او پښتانه يو ځائې پاتې شوې دی – کرد او پښتانه که په اصل کښې مختلف قومونه دي خو بیا هم په تاریخي توګه د یو بل سره نزدې پاتې شوي دي – په ځینې وختونو کښې د ایران په سیمو کښې یو ځای پاتې شوي دي- او په خپل ټولنیز ژوند کښې یې د یو بل نه اثر اخیستې دې – مشترک روایات او اقدار لري-  ځینې قدرونه خو یې بیخې یو شان دي – کرد هم په خپل دود دستور ویاړکوي – کرد د پښتنو په شان میلمه پال خلک دي – د میلمه ډیر قدر او احترام کوي – په کوردۍ ژبه کښې متل دې چې “ میلمه پخپله نه راځي ، خداي یې رالیږي “ او “ بې میلمه کور د بې مالګې خوړو په رنګ وي”- چې څوک د میلمه عزت نه شي کولې هغه د خداي عزت نه شي کولې-پښتاته هم میلمه ته ډیر احترام ورکوي – وئيل کیږي چې د میلمه د عزت او احترام دود کردو او پښتنو د زرتشتي مذهب د میلمه پالنې د افکارو نه خپل کړے دے – په کلیو کښې یې د پښتنو په شان حجرې وي چې په کردي ژبه کښې ورته “میوان خانه”  واي- په دې میوان خانه کښې به چیلم هم پروت وو- میوان خانه لکه د حجرې میلمستون هم وي او د شخړو د حل او د زده کړې ځاي هم وي- د کردو په کلتور کښې تسبې هم یو کلتوري سمبول دې – د کردو مشران هم په لاسونو کښې  تسبې اړوي راړاوي-

د پښتنو د نجونو په څیر د کردو نجونو به هم پخوا په مخونو او په زنه شنه خالونه جوړول- په کردي ژبه کښې خال ته خال واي- اوس د پښتنو په خاوره د یو نه ختمیدونکي جنګ له امله د شنو خالونو رواج په ختمیدو دې –

د ښځو جامې به هم د پښتنو د ښځو د جامو په شان وې – د کردو ښځو به اوږد ګڼ قمیص یا ګڼ خت اغوستو – په دې ګڼ قمیص یا ګڼ خت به ګلدوزي شوې وه – د قمیص په غاړه او په لستوڼو به د سپینو زرو روپۍ ګنډلې شوې وې- او ورسره به کمربند هم وو- د پښتنو په ځینې سیمو کښې اوس هم د ګڼ قمیص رواج شته دې- د سپینو زرو کالي لکه غاړګۍ، امیل، ګلوبند  ، نتکۍ ، د غوږونو ولۍ او بنګړي به هم د پښتنو د ښځو په شان وو-

د پښتنو په شان کرد هم په لویو لویو قبیلو کښې اوسي – خواړه او خوراکونه یې هم د پښتنو غوندي دي- دوی هم په چاې مئین دي – روغبړ یې هم د پښتنو په شان اوږد وي  – د خبرو اترو نه مخکښې ښه په تفصیل د مال حال ، د کورنۍ ، د صحت او د کار روزګار تپوس کوي –  د خبرو اترو کولو انداز یې هم مشترک دے  -د کلي په هواره زمکه د خاورو خټو کورونه او په غرونو کښې د کاڼو کورونه یې بیخي یو شان دي – د موسیقۍ  ځینې الات لکه رباب ، تنبور ، ستار ، ډول ،تمبل ، شپیلۍ مشترک  دی – د تنبور متعلق دا وئیل کیږې چې  د دریو زرو کالو قبل مسیح نه په مسوپوټیمیا کښې د تنبور د غږولو رواج ؤ- د هلته نه د فارس په لار خراسان ته راورسیدو- ځکه یې څو قسمونه دي لکه بغدادي تنبور ، خراساني تنبور ، کردستاني تنبور ، افغاني تنبور – د کردو هم موسیقي او اتڼ خوښ وي –  په وادونو کښې په ګډا نه ستړي کیږي – وادونه هم پکې د قبایلي روایاتو مطابق د مور پلار په خوښه وي – په وادونو کښې نندارې او سندرې، د ناوې په لاسونو د نکریزو لګول ، ناوې په اس د خاوند کور ته راوړل د پښتنو د روایاتو نه مختلف نه دي- په کردو کښې هم د اشر رواج وو- مطلب دا چې کرد او پښتانه په ټولنیز ژوند کښې ډیر دودونه او رواجونه مشترک لري – پښتانه خپل نالیکلي شوي دود دستور او اخلاقي قانون ته  پښتنولي واي او کرد د خپل ټولنیز ژوند اخلاقي قانون ته کردایاتي واي- پښتونولي او کردایاتي دواړه هغه بنیادي اصول دي جې د ژوند په مختلفو اړخونو کښې قام ته لارښودنه کوي-

نور بیا

One thought on “پیشمرګه، بې وطنه کُرد او   ګنګس پښتنانه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!