“ وصیت “
خلقه ما ښخ چې نکړئ
د چا خائن پشانتې
چرته تیارہ ګوټ کښې
د ګمنامی پردہ کښې
زہ د کردار خاوند یم
زہ په وطن مئین یم
زہ د اولس خدمتګار
زہ د اولس پہ زړہ کښې
به تر ابدہ اوسم
زہ د خائن پشانتې
د څو ډالرو عوض
خپله مور نه خرڅوم
د خپل غرض دپارہ
د ورور کور نه ورانوم
د چا بادار دپارہ
خپل بچی نه قتلوم
شرونه نه خوروم
او فتنے نه خوروم
زہ د شعور پیامبر
زہ د رڼا پیامبر
ما تل انسان ستائلے
د انسان عظمت ستائلے
زہ د وطن مینه کښې
ھر آزمائش نه تېر شوم
ما داولس مینه کښې
شهادت خپل کړو
او ما دار ښکل کړو
ما سور بیرغ کښې ښخ کړئ
او په رڼا مې ښخ کړئ
او په ښه شان مې ښخ کړئ
زہ د خائن پشانتې
بې نومه نه یم خلقه
بے قامه نه یم خلقه
مخ تورن نه یم خلقه
ګمنام خو نه یم خلقه
د احساساتو او د جزبو ښکلې اظهار نظم دې .
ښکلې خيال په ډيرو ساده او منفرده لفظونو کښې پيرلې شوې ـ
ډېر ښهٔ. ښکلی ازاد نظم دی