ليک : فېروز خان افريدی
د قبایلي سیمو معدنیات، بحران، او د حل لارې چارې
د افریقایي تجربو نه د عبرت او د عربي پالیسو نه باید استفاده وشی
په قبایلي سیمو کې د شتمنو او وسایلو، په تېره بیا د معدني زیرمو موضوع د اوږدې مودې راهیسې د اختلاف، بېاعتمادی او محرومیت یوه تلپاتې سرچینه پاتې شوې ده. خو اوس چې سیمه په قانوني توګه د پاکستان له مرکزي سیسټم سره یوځای شوې، نو لازمه ده چې د بحران د پائیداره حل د پاره داسې لاره غوره شي چې د مقامي خلقو رضا، خوښه او ګډون پکښې په ترجیحي بنیادونو شامل وي .
| د قبائيلي سيمو معدنياتو د دغه خلقو ملکيت دے دا طبيعي زېرمې که قانونی، عادلانه او د مشورې د لارې حل شی نو بايد وړومبی د همدغې سيمې په ترقئ، تعليم، روغتيا،روزګار او ترقیاتي کارونو باندې ولګول شی |
که د نړۍ تجربو ته وګورو، نو افریقایي او عربي هېوادونو د خپلو معدني وسایلو په کار راوستلو بېلابېلې لارې غوره کړي دي. د دغو تجربو پرتله کول مونږ ته دا ښئینه راکوي چې څوک په دغه فیصلو کښې بریالي وو او څوک د تباهۍ کندو ته پریوتل او لامل یې څه ؤ؟
د افریقایي ماډل ناکامي معدنیات، پوځیان، او جګړې ولې منځ ته راغلې؟

په نایجیریا، ایتوپیا او لایبیریا کښې د تېلو، سرو زرو، او جیم سټون راوتلو وروسته، د واکمنو پوځیانو دا هڅه وه چې د مقامي قبایلو او ولسي مشرانو د مشورې بغیر، د نړیوالو شرکتونو سره مستقیم تړونونه وکړي.
مقامي خلقو ته هېڅ حق ورنکړي شي، له هغوي شتمنۍ او وسایل د پوځیانو په قبضه کښې راغلې ، نو چې په سپینه ورځ دا ظلم ته مقامي خلقو وکتل نو د دې ظلم خلاف بیا خلقو ته د وسلې پورته کولو لاره هواره شوه. چې نتیجه یې په کورنۍ جګړو، وینه تویېدلو، او د سیمهییزو تباهیو بدله شوه
ملټي نیشنل شرکتونو له جګړهمارو او پوځي چارواکو نه په ارزانه بیعه خام مواد واخیستل، او د دوي ې له هېواده ویستل، او بیا ې پرې زرچنده ګټه کوله.
یعنې په یوه روپۍ خام مواد به له افریقي خاورې نه اخیستل کېدل او په زرګونو روپیو به نړیوالو بازارونو کښې خرڅېدل.
د دې برعکس، کله چې په عربو هېوادونو کښې تېل وموندل شول، نو هلته د حکومتونو تګلاره واضحه وه.
د عربي ماډل کامیابي په دې سبب سودمنه ثابت شوه چې هغوي په صلاح مشوره، د معيادونو د ملکیت، ښکاره او شفاف تړونونه وکړل چې هیوادونه ې د ترقۍ او خوشحالۍ په بام ودریدل
هغوی له نړیوالو شرکتونو سره دا شرطونه کېښودل:
خام تېل به له هېواده نه بهر نه وځي، بلکې هم دلته به ریفاینریز جوړېږي مالکیت به د ځايي حکومت وي نړیوال شرکتونه به یوازې بازارموندنه او لوجستیکي معاملات او لارې چاري پر مخ وړي. خالصه ګټه به ۵۰٪ د کورني هېواد برخه وي او قبایلي مشرانو ته به د خپلې خاورې د کارولو په بدل کښې برخه ورکول کېږي.
همدغه تړونه او معاهدې تر نن ورځې پورې عملي دي، او نتیجه یې دا ده چې دولتونه بډایه شوي، ولسونه مطمئن دي، قبایل خوشحال دي، او اقتصادونه په خپلو پښو ولاړ دي.
مونږ چیرته ولاړ یو؟
د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د معدنیاتو سره د پاکستان ریاستي تګلاره متاسفانه له افریقایي جنرالانو سره یو والی لري.
| د خېبر پښتونخوا او بلوچستان د معدنياتو سره د پاکستان رياستي تګلاره متاسفانه له افريقايي جنرالانو سره يو والی لری |
د مقامي رضایت پر ځای زور، د شراکت پر ځای قبضه، او د شفافیت پر ځای پټ تړونونه روان دي.



