ليک پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت
روښان ….فطری اؤ فکری شاعر
روښان يوسفزے زمونږ پۀ ملګريو کښې دَ روښان فکرۍ علامت دے چې دَ خپل ژوند دَ ډېرو تاؤدو سړو نه راتېر شوے دے، دَ معاشی اؤ معاشرتی بد حالۍ ، بې وزلۍ، بې څوکۍ ښکار شوے دے، خو غاصب اؤ صياد دامونه يې پۀ خپل فکری اؤ فطری زور لکه دَ بازخپلو پنجو کښې لۀ ځانه سره اوړی دی. تر څومره چې ماته د هغۀ ژوند، کار اؤ زيار معلوم دے، نو پۀ کلی کښې يو ساده باده زميدار مزدور اؤ پۀ ساده باده جامه، څادر پۀ اوږه، دَ سر وېښتۀ اؤ برېت وسمه کړی خضابی ځوان، لۀ ما يؤ کال مشر، دَ غم ښادۍ سماجی سړے دے، خو يؤ فطری اؤ فکری شاعر هم دے، چې دَ حالاتو اؤ وختونو پۀ بټۍ کښې سرۀ زر، پاسه اؤ کُندن شوے دے
| روښان يوسفزی کښې ډېر صلاحيتونه موجود دی ځکه هغه اوس په يو وخت شاعر هم دے، اديب هم دے، اديب هم، صحافی هم ، پښتون دانشور هم دے۔ |

لۀ جلسۍ صوابۍ نه تر کراچۍ، لۀ پېښوره تر تُرکی اؤ تر مکې مدينې رسېدلے دے، نو دا يې هم پۀ قسمت لۀ ازله ليک وو کۀ نه پۀ عقل ګرانه وه زما دَ جانان مينه. هغۀ دَ اولس اؤ اولسی ژوند ډېره لۀ نزدې مشاهده کړې ده، ډېره خوره وره مطالعه يې دَ ذهن مُحافظ خانه کښې مْجتَمِع کړې ده اؤ بيا يې دغه مشاهدې اؤ مطالعې لۀ دَ ترخې تجربې نه توری، ټکی اؤ ژوندی لفظونه راټول کړی اؤ دَ هر خاص اؤ عام مخې ته دَ ساده باده وينا اؤ سوچه، ساهو اؤ اصيلو مرغلرو پۀ شکل کښې ايښی دی. دَ ژوند دَ احساساتو حدت، دَ جذباتو شدت، دَ منفرد ليک شان جدت، دَ ټکيو نُدرت، دَ ترکيبونو نوښت، قادرالکلامه قدرت اؤ دَ رومانويت اؤ مقصديت نۀ ډکه ترقی پسنده شاعرۍ کښې يې دَ علامت نګاری نخښې نښانې هم شته، مقاميت اؤ قوميت هم لری، دَ خپلو اکابرينو دَ خيال پۀ سيوری تګ هم ترې څرګندېږی، دَ داخليټ اؤ خارجيت پۀ اساس دَ وختونو دَ جولۍ نه يې خپله برخه لۀ ازله خپل سرشت کښې راوړې ده اؤ داسې يې دَ خپلو ادبی اسلافو کاکاجی، اجمل خټک، قلندر مومند، سېف الرحمان سليم اؤ سلیم راز مرحومينو پۀ رنګ دَ وختونو دَ خدايانو دَ خود سره خدايۍ بُتان رېزګی رېزګی کړی دی
| د روښان په روښانه شاعرئ کښې غزلونه، نظمونه، ازاد نظمونه، قطعات او متفرقات شامل دی چې د هغه د روښانه شاعرانه فکرونو حامل او د رومانوی ژوند حاصل دی |


