1- د فرش، خار بازار، شنډئ موړ، پاټک او شاوخوا علاقو کښې چې کومې خوني پېښې شوې دي، د هغو ریکارډ به ضرور د سي سي ټي وي کېمرو کښې محفوظ وي. دا کېمرې پټ پټ د چا په اشاره لرې کړل شوي دي. دا ریکارډ دې د باجوړ د قومي او سیاسي مشرتابه سره شریک کړل شي. ریاستي ادارې یې ذمه واره دي، نو دا ادارې دې خپل ظالمانه او بېپروایه چلند ختم کړي او د ۷ ورځو دننه دننه دې د امن لپاره داسې عملي ګامونه پورته کړي چې عوام پرې مطمئن شي.

2- پوځ دې د هرې کاروایۍ نه مخکې عوام په اعتماد کښې واخلي، او کاروایي هم داسې وي چې د ولس ژوند او مال خوندي وي.
3- ولس به هېڅکله داسې آپریشن ونه مني چې پکښې بېګناه خلک شهیدان شي او خلک بیا آی ډي پیز جوړ شي.
4- منظم چور، ډاکې او بهته اخیستل اوس یو معمول ګرځېدلی دی. ریاستي ادارې پرې خاموش دي، او دا خاموشي د ولس په ذهنونو کښې شکونه پیدا کوي. نو دا چور او بهتهخوري دې سمدستي بنده کړل شي.
5- له ۲۰۰۵ نه تر نن پورې د ترهګرۍ په پېښو کښې چې څوک شهیدان شوي، هغوی ته دې د شریعت مطابق دیت ورکړل شي، یعنې د ۱۰۰ اوښانو قیمت برابر تاوان. که ریاست دا تاوان ورنهکړو، نو آمن جرګه به د وکیلانو خدمات واخلي او عدالت ته به لاړ شي.
که ریاستي ادارو دا غوښتنې د ۷۰ ورځو دننه دننه ونه منلې، نو آمن جرګه به دا ګامونه پورته کوي:
1- د باجوړ ټول قبایل به د ریاستي ادارو سره مکمل بایکاټ کوي
2- د باجوړ ټول معدني کانونه به بند شي، ځکه دا د باجوړ د ولس ملکیت دی. چا ته به اجازه ورنهکړو چې دا قبضه کړي. که دا بند نه کړل شي، نو ولس به د خپل ملکیت د دفاع لپاره وسلې پورته کړي.
3- که ریاست د امن راوستو کښې ناکام شو، نو ولس به د خپلې خوندي ساتنې لپاره وسلې راواخلي.
4- که په کومه واردات کښې قاتل ووژل شو، نو ټول قوم به د هغه ملاتړ کوي، او د هغه پر ضد هېڅ ایف آی آر نه درجېږي.
5- د باجوړ ولس به د ترهګرۍ په دې جګړه کښې د هېڅ فریق سهولتکار نه وي. که څوک سهولتکار وګرځي، نو ولس به د هغه سره ټولنیز او معاشي بایکاټ کوي.
6- موږ وایو چې د وزیرستان نه تر باجوړ پورې یو کروړ قبایلي ولس دا موقف لري چې دا تېره ۲۵ کلنه ډالري جګړه نور نه زغمو نو حکومت، پوځ او ریاستي ادارې دې دا جګړه ختم کړي
7- د افغانستان امارت اسلامي، د پاکستان حکومت او پوځ دې د دې بدامنۍ مسله د خبرو او سفارت له لارې حل کړي
8- د امریکا په اشاره دا ډالري جګړه هېڅ صورت کښې نه منو. د باجوړ قومي جرګه به ډېر زر د ټولو قبایلي ولس، صوبو او ملک د سیاسي مشرتابه سره په مشوره اسلامآباد ته د یو قوي آمن مارچ (پاسون) اعلان کوي.