د پښتونخوا مسئلې

د پښتنو سیاسي مسئله او ممکن حل

خبره مونږ د عقل د اېمپورټ کوله ـ اېموپورټډ اوښیاران چې زمونږ نه یو دوه ګوتې زیات استاذان شي او خپل وطن راسره په شریکه لوټ کړي نو مونږ ډېر خوشاله يو او چې د عقل خبره کوي نو شړو یئ ـ لږ فکر وکړئ، اخر تر کومې به مونږ دا خاوره او ځان سيزو؟ تر کومې به د یو بل پښې وهو؟ د سوشل مېډیا زمانه ده، مونږ نور اوښیار شوي یو. څوک چې راته د روښانه سبا خبره کوي نو وړومبی ئې په خوله خوله کښې ووهو او که بیا هم نه صبرېږي نو ورته وایوچې ته کومې قیصې کوې دا دې وطن کښې نه چلېږي ـ دا پاکستان دی، ځه چرته بل وطن ته لاړ شه ـ لکه مونږ قسم کړی دی چې دا وطن به وران ساتوـ

ډېر په فخر ورته وايو چې ما خو دومره لکهه روپۍ ورکړې او ځامن مې بهر ولېږل ـ بلها پېسې رالېږي او راته وائي چې بابا ستا کار کسب ته حاجت نیشته، سپينې سپينې اغونده او تش مونځ اودس کوه ـ بابا هم ځان له چمکداره کونټئ واخلي، کار کسب ته سوګند وخوري، غوړ زیړ خوراکونه شورو کړي، کال دوه پس د کټ شي، هرټ اټېک پرې راشي او سر وخوري ـ انسان الله ملاستې له نه دی پېدا کړی ـ دی چې کار کوي، حرکت کوي نو ژوندی به وي ګڼي د مړو ځای قبرستان دی ـ د کار خلق چې ته بهر ولېږې او وطن کښې پاتې خلق د کاره سوګندي کړې نو په دې وطن کښې چې هسپتالونه او قبرستانونه مخ په وړاندې نه ځي نو څه به ځي؟ لږ سوچ پکار دی، آیا خپل وطن سره څوک داسې کوي چې دا مونږ

د بهلول لودهي په رنګ چې د پښتنې شهنشاهۍ (۱۴۵۱-۱۵۲۶) بنسټګر وـ  بیا د ۱۵۴۰ نه تر ۱۵۵۷  پورې د شیرشاه سوري زمانه ده ـ بیا د ۱۷۰۹ نه تر ۱۷۳۸ پورې د میروېس هوتک بادشاهي ده او بیا د احمدشاه بابا دراني شهنشاهي د ۱۷۴۷ نه تر ۱۸۶۲ پورې

ورسره کوو؟  خبره ډونګۍ هم ده او ډېره ساده هم ، خو پکار ده چې مونږ دا مفتې مشورې پرېږدؤ او خپل نوي کُول ته د پردو ملکونو د تبلیغونو په ځای د خپل وطن د جوړخ تبلیغ شورو کړوـ بلکل ئې بهر ولېږئ خو ذده کړې له او بیا ورته خپل وطن کښې دومره مینه او ډاډګيرنه ورکړئ چې دا وطن اباد کړي او مخ په وړاندې ئې بوځي ـ

سوچ وکړه ـ ته د خپل کور دوشمن ولې شوې؟ ته خپل بچي بهر ولې لېږې؟ په دې سوب چې دلته امن او انصاف نیشته، دلته مېرټ نیشته؟ دا بنیادي نکتې دي او د دې تعلق معاشرې او سیاست سره دی ـ مونږ ته یوه لار ښکاري او هغه دا چې دا ملک پرېږدئ ـ وړمبی دې نکتې ته ګوروـ وطن مونږ ځکه پرېږدؤ چې مونږ بې وسه یو؟ دا پردی دی؟ ته پکښې د سمولو وس نهء لرې؟ بېوسه غلام ئي ـ یعنې مونږ غلامان یؤ؟ کهء په ريښتیا دا وطن پردی دی او مونږ پکښې غلام یؤ او هيڅ وس نهء لرؤ چې سم ئې کړو نو بلکل یوازې خپل بچي ترې مهء وباسه، ته ترې پخپله هم ځه ـ خپلو مالکانو ته ئې پرېږده کهء سموي یئ او او که ورانوي یئ ـ که داسې نه ده او اخر کښې بیا دا خپل بچي دې وران وطن ته راولې نو دا بچي به دې دلته څنګ ژوند تېروي؟ د کوم وطن نه چې تا دوي شل کاله مخکښې ايستل او وران و او نه تا سم کړو او نهء دې بچو سم کړو او نور وران شوی دی نو اوس ئې ورته څله راولې؟ تهء پکښې مړ شه، بچي بهر پرېږده او وطن دې غلو، ډاکمارو او بدمعاشانو ته وبخښه چې راج پکښې کوي ـ نو یوه دا لار ده ـ

اوس لږ سنجیده سوچ وکړه ـ چې ستا کور څوک لوټ کړي نو ته به د کوره تښتې که دېوالونه به دنګوې؟ تهء به تښتې کهء د غل مخه به نیسې؟ آیا دا کور ته خپل کور منې؟ کهء ته ئې خپل منې نو سموې ئې ولې نه؟ او که ته ئې خپل نه منې نو خپلوې ئې ولې نه؟ او خپلوې به ئې څنګه؟  د دې د پاره به لږ تاریخ ته ځوـ

پښتون د قبائیلي ژوند عادي وـ د قبل مسیح نه دوي د خپلې بقا د پاره د اسونو او هاتهیانو لښکرې ساتلې او ځان ئې ژوندی، ازاد او بریالی ساتلوـ په نوې زمانه کښې چې پښتون ځان ښکاره کړی دی نوهغه د بهلول لودهي په رنګ چې د پښتنې شهنشاهۍ (۱۴۵۱-۱۵۲۶) بنسټګر وـ  بیا د ۱۵۴۰ نه تر ۱۵۵۷  پورې د شیرشاه سوري زمانه ده ـ بیا د ۱۷۰۹ نه تر ۱۷۳۸ پورې د میروېس هوتک بادشاهي ده او بیا د احمدشاه بابا دراني شهنشاهي د ۱۷۴۷ نه تر ۱۸۶۲ پورې ده ـ  دې سره سره واړهء واړه ریاستونه او نوابۍ سردارۍ هم پښتنو لرلي دي او په څه نا څه طریقه ئې ځان تکړه او ازاد ساتلی دی ـ

پښتون په ټيټ سر نه وسېدلی دی او نه وسېدی شي ـ لنډه دا چې پښتنو له د سیاست چل هم ورځي، وطنونه ئې هم لرلي دي او د نورو قامونو نه ئې کهء ښه نه دي چلولي نو بد ئې هم نه دي چلولي ـ کهء د برصغیر تاریخ ته وګورؤ نو د فریدخان (شیرشاه سوري) غوندې تکړه، انصاف کوونکی او زیرک بادشاه به پکښې یو هم پېدا نه شي ـ اوس هغه خبرې له راځو چې ستا کور څوک لوټ کړي نو تهء به د کوره تښتې که د غل مخه به نیسې؟ آیا دا کور تهء خپل کور منې؟

انسان الله ملاستې له نه دی پېدا کړی ـ دی چې کار کوي، حرکت کوي نو ژوندی به وي ګڼي د مړو ځای قبرستان دی

 خلق خپل کور څه ته وائي؟ بله دا چې زمونږ نه خپل کور چرته او کله ورک شوی دی؟ او دا به بیا مونږ څنګه خپل لاس ته راولو؟ آیا زمونږ روښانه سبا تکړه او مضبوط پاکستان سره تړلی دی، افغانستان سره تړلی دی او که نه ازاد پښتونستان سره؟ زما په خیال نورې بوسو کښې اوبهء بوتلل نه دي پکار او پاکه خبره پکار ده ـ مونږ له نن بیا د سره په خپل حالت، خپلې سیاسي مفکورې، جغرافیې او چم ګاونډ د نوي دور تقاضو او زمکنو حقیقتونو سره سم سوچ پکار  دی چې د یو صحیح لارې تعین وکړو ګڼي تل به خوارېږو

نور بیا

error: Content is protected !!