رازونه او يادونه

ليک : افتاب سليم

دريمه برخه

     راز بابا ژوند پرست وۀ او د ژوند د هر اړخ نه ئې خوند اخستلو ـ د فلمونو او سندرو شوق ئې هم لرلو ـ د هندوستان زاړۀ فلمونه به په دلچسپۍ کتل او زړې فلمي سندرې به ئې ډېرې په مينه اورېدلې ـ دلیپ کمار او نرګس ئې خوښ اداکاران وو او د لتا منګيشکر اواز ئې زړۀ ته نزدې وۀ ـ ما ورله د دليپ کمار تقریباً ټول فلمونه راوړې وو چې اوس هم پراتۀ دي ـ

 کله به ئې څۀ ليکل کول يا اخبار او کتاب به ئې لوستلو، نو ملا ته به ئې تکيه او بالښت اېښي وو. کونډۍ به ئې ودرولې وې، او په داسې انداز به  وۀ چې نه به پوره ملاست وۀ او نه سم ناست ـ چې څۀ ډېر ضروري ليک به په هر صورت کښې څۀ پروګرام يا اخبار/مجلې له پوره کول وو نو اکثر به تر نيمو شپو پورې ويخ وۀ ـ چې ګوتې به ئې ستړې شوې، نو د يو لاس په ګوتو به ئې د بل لاس ګوتې زورولې او ټکونه به ئې ترې ايستل ـ د شپې به چې هر وخت اودۀ شو، خو سحر وختي ملا بانګ سره به بېدار وۀ ـ چې چائے به ئې وڅښله او چرته تلل به نۀ وو، نو بيا به ئې ګنټې نيمې له ملا واچوله ـ

    خپل غبرګون ورور نعيم او لږ کشر ورور جميل سره به ئې په دوستانه ماحول کښې ګپ شپ لګولو، او اکثر به ئې يو بل ته د “يار”په نوم غږ کولو ـ کشرانو اسماعيل، سعيد او پروېز سره ئې هم ښه قربت لرلو او هغوي به ورته “جي لالا” وئيل ـ    صديق کاکا، چې د کامرېډ نصير خيام کليوال وۀ، د راز بابا د مودو يار وۀ ـ مونږ ته معلومه نۀ ده چې د صديق کاکا تګ راتګ د داجي خوا ته کله نه شروع شوې وۀ، خو چې داجي به کلي کښې وۀ، نو هره جمعه به راتلو، او چې کله د جمعې چټي  ختمه شوه، نو بیا به هر اتوار حاضر وۀ ـ د چایو شوقين وۀ او د راز بابا خبرې به ئې په پوره توجه اورېدلې، او په سياسي او ادبي موضوعات به ئې ورسره ګپ شپ لګولو ـ

د داجي د کور شپې ورځې به هم اکثر د ملګرو او ادبي شاګردانو وې ـ صديق کاکا، مصطفی کمال، زياد الله زياد، سبحان‌ الله، هدايت‌ الرحمان مفتون او نور ډېر به اکثر راتلل ـ داجي چې به پېښور ته لاړو، نو د خپل پروګرام مطابق به ئې صدر بازار کښې تاج امر، خېبر بازار کښې د عظيم صېب دوکان، يونيورسټي بک ايجنسي، د وحدت دفتر کښې پير سفېد شاه همدرد او پير هارون شاه، د ليکوال مجلې نورالبشر نويد له او د ښکلا مجلې دفتر ته به شېر شاه ترخوي ليدو ته ورتلو ـ

د بونېر کامرېډ معز الله خان او شمس بونېرې ئې هم د ډېرو کلونو ملګري وو، خو د پاچه کلي احمد ګل مخزن مونږ ته ځکه ډېر ياد دې چې زۀ او ارشد به اکثر هلته د شپو له پاره تلو ـ فضل وهاب او فضل ودود ئې زامن دي، او د هغوي سره د تعلق جوړېدو په وجه به مونږ هلته پاتې کېدو ـ هغوي سره اوس هم د مينې هم هغه پخوانې تعلق شته ـ

   د ژوند په وروستيو کلونو کښې به داجي اسبڼ دير کښې د ډاکټر عبدالله سواتي د مينې او خلوص په بلنه د هغۀ مېلمه کېدو، او هر کال به هلته د سپرلي د مشاعرې محفل جوړېدو ـ د ۲۰۲۱ د اسبڼ مشاعره د داجي د ژوند اخري ادبي پروګرام وۀ ـ

 کامرېډ انور زېب سره ئې هم ډېر نزدې تړون وۀ ـ کلثوم زېب به ورته “بابا” وئيل، او د هغوي د بچو هم بابا وۀ ـ د پېښور شپې به ئې اکثر د کامرېډ کور کښې وې او د کامرېډ کور د داجي دوېم کور ګرځېدلې وۀ ـ

سفر ئې تل د مينې سفارت وۀ نو ځکه ئې د مينې تعلقات هم لرل ـ کراچۍ کښې محب وزیر ، ریاض تسنيم ، رحمان بونېرے ، باچا خان قاصر ، اقبال کوثر ، نورالاسلام سنګر ، ماښام خټک ، افتاب بدر او نور ډېر کشران/مشران پرې مئين وو ـ اسلام اباد کښې ئې عبدالحمید زاهد پرستار وۀ ـ بلوچستان کښې ئې د ربنواز مائل صېب کورنۍ ، عزیز ماما ، جعفر اچکزۍ او عبدالکریم بريالي سره د خلوص او مينې رشته وه ـ      د پېښور حنيف خليل ورسره د خپلې مينې اظهار “سلیم راز فکر فن او شخصيت”په ذریعه کړې وۀ ـ اياز اللّه ترکزے ئې هم تابعدار وۀ ـ اسير منګل صېب سره ئې د ډېرې مودې تعلق وۀ ـ ډاکټر عبدالقدوس عاصم ئې هم مريدي اختيار کړے وه ـ د ژوند په اخري شپو ورځو چې حيات اباد ميډيکل کمپلیکس کښې د مرګ او ژوند په کشمکش کښې پروت وۀ نو د ډاکټر عاصم غم د کتو وۀ روزانه به د خپل پیر خوا ته تلو ـ

د صوابۍ ياران ئې هم ډېر وو ـ نورالامین يوسفزے خو ئې اتل او خپل استاد مني ـ روښان يوسفزي پرې اردو کښې کتاب “سلیم راز فن اور شخصيت” ليکلې دے او راز بابا خپل ادبي جانشين جوړ کړے دے ـ

   د مردان په ملګرو هم ډېر مئين وۀ ـ شېر علي باچا ، ډاکټر اسرار ، عبدالروف زاهد ، شمس القمر اندېش ، قمر راهي ، جمال رازي او همايون هما سره ئې ډېر زوړ تعلق وۀ ـ د خطونو په ذریعه به ئې روابط ساتل ـ قمر راهي صېب باندې ئې چې کله خاکه وليکله نو هغوي پرې د خفګان اظهار ډېر شدت سره کړې وۀ ـ او ډاکټر همايون هما او پروفېسر زبېر حسرت هم په دې وجه راز بابا ته خپل احتجاج رېکارډ کړې وۀ ـ

     نورالبشر نويد صېب خو ئې دوېم سلیم راز ګڼلو او په یو ليک کښې ئې ورته خپل غرور وئيلي وو ، او د هغه لیک عنوان هم “بشر زما غرور” دے ـ  فېض الوهاب فېض ، عبدالسبحان خان ، زبېر حسرت ، سلیم ناشاد او داسې نور ډېر ئې هم په ګډ بک کښې وو ـ سلیم ناشاد ډېر غريب وۀ خو د نظرياتي تړون رشته ئې د راز بابا د وفات نه پس هم ختمېدو ته نۀ ورکوله او د هغوي د کتابونو په چاپ کولو کښې ئې خپل پوره همت کولو ـ

   چارسده خو ئې خپل کور وۀ نو هر چاته نزدې وۀ ـ د بټګرام ، مانسهرې اختر حيات قمر ، اسماعيل ګوهر ، قمر صحرائي او نورو پرې فخر کولو چې ابائي تعلق ئې دغې خاورې سره وۀ ـ     د مالاکنډ ډویژن ياران ئې هم ډېر وو ـ اسلام ارماني سره ئې د ادبي ژوند د ابتدائي ورځو تعلق وۀ ـ ډاکټر خورشید عالم او د هغۀ ورور سرن زېب ( د تاريخ سوات ليکوال) سره ئې د کراچۍ د وختونو ۶۸ـــ۱۹۶۹ پېژندګلو وه ـ افضل خان لالا سره ئې هم سیاسي تعلق او دوستي وه ـ خو بچي ئې اوس خالص سیاسي شوي دي ـ د دې سيمې ادیبانو کښې صرف امير رازق ،اباسين يوسفزي او عبدالله سواتي ورسره په مرګ هم تعلق وساتلو ـ عطاء الله جان اېډوکېټ ئې هم مينه وال وۀ ـ رحمت شاه سائل او صاحب شاه صابر سره ئې هم تعلق وۀ ـ دواړه ئې په خپل رپورتاژ “کوه ايلم کے دامن میں” کښې ډېر په ښۀ انداز ذکر کړې دي ـ د سائل صېب خوا ته به هم تلو ، خو حېران په دې یم چې دا دواړه ورسره ولې جوړ نۀ وو ـ

د صاحب شاه صابر د لاس ليک اوس هم پروت دے چې وائي “ستاسو د يو قرارداد د مخه د سلیم راز د دوؤ یا درې کالو د چئېرمېنۍ تجويزي قرارداد راغلو په دې خبره کول ضروري دي ـ” د سلیم راز هلو ځلو او خوارو ته چې نورو کتل نو په چئيرمينۍ ئې د چا اعتراض نۀ وۀ ماسوا د صاحب شاه صابر صېب نه ـ

    د وړومبي عالمي پښتو کانفرنس نه پس کوئټه کښې د پښتو دوه کانفرنسونه شوي وو ـ خو د عالمي پښتو کانفرنس تسلسل نۀ وو ـ او نه ئې د مندوبینو او نورو حوالو سره د وړومبي عالمي پښتو کانفرنس مقابله کولې شوه ـ نه ورته ئې منتظمينو د دوېم او درېم نوم ورکړے وۀ ـ خو پېښور کښې د دوېم عالمي پښتو کانفرنس د انعقاد په موقع يو انټرويو کښې رحمت شاه سائل صیب د مرکه کوونکي د يو سوال په جواب کښې وائي چې: اصل کښې دا د پښتو څلورم عالمي کانفرنس دے ـ” پته نۀ لګي چې ولې سائل صېب د راز بابا د دې دومره لوې زيار متعلق داسې خبرې کولې؟ ګني هم دغه وخت عبدالکریم بريالي ، دروېش دراني ، کبیر ستوري ، محمد شيرين ګرديوال ، مراد شينواري سره هم د مرکه کوونکي د کانفرنس متعلق خبرې وشوې ـ او دروېش دراني خو سلیم راز ته خراج عقیدت وړاندې کړو ـ دا ويډيو په يوټيوب هم شته دے ـ

    د چا مدحې او قصیدې ئې نه ليکلې او څۀ چې رښتیا وو هغه به ئې وئيل او ليکل، او هم په دې وجه د ډېرو سرکاري ادارو په بلېک لسټ کښې وۀ ـ سرکار خو ترې په ترقي پسندۍ، انقلابي سوچ او د لېفټ په سياست سرۀ کرښه تاو کړې وه، خو درباريانو ورسره هم خپل بغض په هر ځاے کښې ښکاره کړے دے ـ

راج ولي شاه خټک صېب چې د پښتو اکېډمۍ ډائرېکټر وۀ، نو هغۀ په خپل صوابديد يو ځل د باړه ګلۍ سېمينار کښې مدعو کړے وۀ ـ او بيا چې راز بابا کله خپل رپورتاژ “له باړې تر باړه ګلۍ” وليکلو، نو د دې ادارې واکمنو خو ترې بيا تورې او سرې کرښې دواړه تاؤ کړلې ـ

او دا حقيقت د هر چا مخې ته دے چې د پېښور پوهنتون د پښتو څانګې او پښتو اکېډمۍ نه، لا تر اوسه، چا د بي اېس، اېم فل او پي اېچ ډي په سطح د سليم راز په شخصيت يا ادبي اثارو يو تحقيقي مقاله هم نۀ ده ليکلې، او نه پښتو اکېډمۍ چرته د هغوي څۀ تحقيقي کار او کتاب چاپ کړے دے ـ په دې حواله پښتو اکېډمۍ کوئټه بيا هم د ستائنې وړ ده چې د سليم راز تحقيقي کتاب “پښتو ادب کښې سفرنامه” ئې چاپ کړے دے ـ

نوربيا

2 thoughts on “رازونه او يادونه

  1. پوره دوه کاله ما او راز بابا په موبايل خبرې کړي دي عن تر دې چې خبرې به يوې ګېنټې ته ورسيدې ما به ترې پوښتنې کولې او هغوي به جوابونه راکول ما ترې په لږ وخت کښې ډير څه زده کړي دي په ځينې خبرو به ورسره زما اتفاق نه و خو ما ورته چرته ددې بابله هيڅ نه و وئيلي زما ورسره يو او واحد ملاقات په په مانسهره کښي په 30 مارچ 2021 شوې و چې بيا په 17 مئ 2021 وفات شو . دې ملاقات کښې ما سره زما پلار د ترور خاوند او مشر ورور هم راسره و

  2. ګل اکبر خان صېب ستاسو يو ملاقات وۀ ورسره خو د موبائل په ذریعه ډېرې خبرې مو کړې دي ورسره ـ اکثر د یو ملاقات دا تاثر د ډېرو ملاقاتونو نه غوره وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!