د یو شتمن تعلق شل کاله…..

خان زمان کاکړ د مياشتنئ ليکوال يو داسې نوم دی چې نن پرې هم ليکوال وياړ کوی، او رحمت شاه سائل خو هغه غېږ ده چې ورک ياران پکښې ځانونه مومی،

 د خان زمان کاکړ دا ليک دهغه سياسی مينې تعلق او تړون تجديد دی چې ليکوال ې د ځان دپاره مينه او ډاډ بولی،

                 اداره

زما او د دې دو مشرانو د تعلق شل کاله پوره کېږي. دا هم د دوی لویي ده چې زه یې کله هم د یو کشر په توګه نه یم ټريټ کړی بلکې د یو نيژدې ملګري او دوست په توګه یې راسره همېشه برخورد کړی دی. زه یې اورېدلی هم یم، برداشت کړی یې هم یم او پبلش کړی یې هم یم.

دا دواړه مې نيژدې یوه یوه لسيزه ایډیټران پاتې شوي دي. د دوی په مدیریت کې زما لیکنو تبارز موندلی دی. زما تر ټولو زیاتې لیکنې هم دوی خپرې کړي او خلکو ته رسولي دي. د پښتنو په علمي جهان کې که زه یوه ذره هومره پېژندګلوي هم لرم نو په هغې کې تر ټولو لویه ونډه د هم دې دو کسانو ده. دوی زما استعداد ته کتلي او زما د لیکنو معیار ته یې کتلي، او زه یې په باقاعدګي سره د پښتو ژبې تر ټولو په درنو مجلو کې ساتلی وم. زما د “ابتدائي کلونو” د علمي تندې، احساساتي برخورد، لېونتوب او سخت ګيرۍ ګواهان هم دوی دي. رحمت شاه سایل صاحب د “پښتون” مجلې چیف ایډيټر وو او نور البشر نوید صاحب د “لیکوال” مجلې چيف ایډيټر وو. په دې خبره کې به کومه مبالغه نه وي چې زه دې دو مجلو په خپلو پاڼو کې داسې سنبهال وساتلم لکه د محبوب د لاس خط چې چا د کوم کتاب په منځ کې سنبهال ساتلی وي. سایل صاحب او بشر صاحب یوازې ايډيټران نه وو بلکې د پښتو ژبې او ادب دوه لوی نومونه، دوی لوی شاعران او ادیبان او د مترقي ملتپال سیاسي فکر خاوندان هم وو. سایل صاحب د معاصرې پښتو شاعرۍ سرخېل او بشر صاحب د پښتو ډرامې سرخېل… زه ویاړم چې له داسې خلکو سره په تعلق او رابطه کې مې سیاسي او ادبي تفکر رڼا موندلې ده. خلکو به ډېر ډېر څه موندلي او ګټلي وي خو زه خپل دا تعلق په هيڅ یوه لویه حواله او مقام کله هم بدلولو ته تیار نه یم. نن د رهبر تحریک خان عبدالولي خان د زوکړې (زېږون) ورځ ده، د هغه رهبر خبره چې موږ په سوچ فکر، نظریه، ملګرتیا او قرباني تر ټولو شتمن خلک (پارټي) یو. ما ته هم پر دې اساس ځان په روحاني توګه ډېر زیات ډاډمن او بډای ښکاري.

که ژوند موقع راکړه، دا پر دو لسیزو محیط داستان به په تفصیل سره لیکم. بیګا مو په پېښور کې له سایل صاحب او بشر صاحب سره شپه تر ناوخته پورې واړوله. ډېر وخت پس مو یو او بل واورېدل. د خوشحالۍ خبره دا وه چې په دې مونده کې نه دوی کوم خوا تللي وو او نه زه. موږ ټول په خپل خپل کار کې مصروف پاتې شوي وو او هغه کار زموږ شریک وو او دی. زما دپاره دا د کومې حیرانتیا خبره نه وه چې سایل صاحب بېخي په څرګندو ټکو کې دا حقیقت بياناوه چې پښتانه د باچاخان د کورنۍ علاوه پر بل چا نه راغونډېږي او بشر صاحب په برجسته توګه د دې خبرې تائيد کاوه چې دا په بيا بيا ثابته شوې هم ده. څوک هم چې سایل صاحب او بشر صاحب لږ هم پېژني هغوی خبر دي چې دا دواړه “بې ملازې نقادان” هم دي. له ما سره د پښتون سټوډنټس فيډریشن دوه کشران ملګري ضیا جان او ارباب عمېر هم تللي وو، د دواړه خوشحالي هغه وخت دیدني وه چې سایل صاحب له رهبر تحریک خان عبدالولي خان سره پر یوه سټېج د تېر شویو شلو کلونو د تجربې پر اساس د ولي خان قد و قامت، علمیت، مستقل مزاجي او جمهوري رویه بیانوله او ستایله او یا یې د مشر اسفندیار ولي خان پر “غټ زړه” خبره کوله. بشر صاحب زما دې ملګرو ته په اشاره ووئيل: “سایل صاحب! دا هم ځوانان دي او هغه هم (پي ټي آئي والا) هم ځوانان دي!”

په بيګانۍ ناسته کې مو د سیاست، ژبې او ادب په هکله ډېر خوندور بحث او بانډار وکړ. له سایل صاحب څخه مو ډېر شعرونه واورېدل. مطلب یوه یادګاري شپه وه. داسې شپې دې بیا بيا شي.

* کلاسیف الله زما پلارنی ټاټوبی دی چې سایل صاحب زما د یوې غزل پر ځمکه په خپله ليکلې غزل کې زما په حواله یاد کړی دی.

2 thoughts on “د یو شتمن تعلق شل کاله…..

  1. 03469316186
    تاسو په دې وټس ايپ نمبر خپل ليکونه د ليکوال.کام سره شريکولې شئ
    مننه او مينه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!