د مشروطېت غوښتنې غورځنګ

د مشرطېت غوښتنې غورزنګ د افغانستان په سیاسي تاریخ کې یو مهم خوځښت ؤ، چې موخه یې د مطلقه( استبدادي نظام ) پر ځای د مشروطه (قانوني) حکومت رامنځته کول ؤ، دا غورځنګ په ۲۰مه ميلادي پېړۍ کې د ځینو روڼ اندو افغانانو له خوا پېل شو، چې غوښتل یې د افغانستان حکومت د اساسي قانون، ملي شورا، او د خلکو د سیاسي ازادۍ پر بنسټ جوړ شي.

د مشروطېت غوښتنې غورځنګ پړاوونه:

د مشروطېت غوښتنې غورځنګ په دوو بېلا بېلو دورو ویشل کېږي:

۱. د مشروطېت غوښتنې غورزنک لومړی دوره (۱۹۰۹-۱۹۱۹):

دا ياد غورځنګ لومړنۍ دوره د امیر حبیب الله خان د ټولواکمنۍ پر مهال پيل شوه. د مشروطېت غوښتنې د دې دورې د مشرانو بنسټيزې غوښتنې د اساسي قانون رامنځته کول او د استبداد د پای ته رسول وو. د غورزنګ د دې دورې مشران دا ول: محمود بیګ طرزی، مولوي عبدالروف کندهاری او فېض محمد کاتب.

خو امیر حبیب الله خان د دوی فعالیتونه خطرناک وبلل، ځینې یې اعدام او ځینې یې زنداني کړل.

۲. د مشروطېت غوښتنې غورزنګ دوېمه دوره (۱۹۲۰-۱۹۲۹):

دا غورځنګ د غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال يو ځل بيا پېل شو ، چې د اصلاحاتو پلوی ؤ.

غازي امان الله خان د اساسي قانون، ملي شورا، ازادۍ او معاصرو اصلاحاتو هڅه وکړه.

خو د ده اصلاحات له سخت مخالفت سره مخ شول، چې بالاخره د ۱۹۲۹ کال په بغاوتونو کې یې واک له لاسه ورکړ.

د مشروطېت غوښتنې غورځنګ پایلې:

د افغانستان د اساسي قانون لومړني بنسټونه کیښودل شول.

دې غورځنګ د افغانانو سیاسي شعور ته وده ورکړه، چې وروسته یې د نور پرمختګ لاره هواره کړه.

د ملي شورا مفهوم رامنځته شو، که څه هم عملاً د خلکو ونډه پکې کمه وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!