ليک : انجينئر قدرت الله داوړ کنېډا
دریمه برخه
دا “ ناموس ” ټکي معنی او مفهوم په پښتو او کوردي دواړو ژبو کښې یو دې – ناموس هغه اخلاقي فرض ته واي چې د قام یو فرد د خپلې کورنۍ او د خپل قام د درانوي ، وقار او د عزت د ژغورنې پابند کوي – په خپل قوم ننګ کولو ته میړانه واي او “ میړني “ ټکې په پښتو او کوردي ژبه کښې یوه معنی لري-
| د کردو او پښتنو ډېر متلونه يو شان دی، دا يو بل ثبوت دی چې دواړو قومونو د وخت په زانګو کښې ډېرې خوږې او ترخې پېښې يو شان احساس کړی دی |
لکه څنکه چې په پښتنو خپل ننګ او ناموس ګران وي داسې کرد هم د خپل ناموس خیال ساتي – غیرت ، قدر ، خیال او فکر د کوردي ژبې او دپښتو شریک ټکي دي چې د فارسۍ ژبې نه یې پور اخستي دي –

د حیرانتیا خبره دا ده چې د داوړو قومونو خلک ډیر په ګرانه په یوه خبره یا مسله متفق کیږي خو د روایاتو په ساتنه کښې د دواړو قومونو د خلکو یو غیر ارادي اتفاق وې – کرد او پښتانه د خپل قام د وګړي دروندوالې او سپکوالې د دود دستور په تله تلي – پښتانه هر هغه کس ته د درانوي په سترګه ګوري او دروند او “نر” یې بولي څوک چې د روایاتو پالنه کوي هغه یې که دښمن ولې نه وي – او هر هغه کس چې روایات ماتوي ، ته په سپک نظر ګوري او سپک یې بولي هغه یې که خپل زوی ولې نه وي – مطلب دا چې پښتانه هغه کس ریښتونې پښتون شماري چې څوک پښتونولي پالي –
په پښتو ژبه کښې “ نر ” ټکې د نارینه او د تکړه بهادر دواړو د پاره استعمالیږي – د “نر” ټکې پښتو ژبې د اویستا ژبې نه اخیستې دې – په اویستا ژبه کښې “نر” بهادر او جنګیالي ته واي- مختصر تفصیل یې دا دې چې د زرتشتي اویستا ټولنه په دریو ډلو کښې ویشلې وه – اذر وان ( اتروان، مذهبي ملایان ، یا مذهبي ډله ) ، شپانه ( څاروي څرونکي ، کر کرونده ګر ) او نر ( جنګیالي او دفاع کونکي) درې ډلې وې-

دا خبره د فکر وړ ده چې د “ نر” ( جنګیالي بهادر ) ټکې چې د پښتنو سره خپل یو نر (نارینه ) ټکې هم شته څومره د پخوانئ زمانې نه امانت تر دې وخت پورې رارسیدلی دے او ژوندے دے – دا د مشرانو د متلونو برکت دے – د پښتنو نه چې د وخت په اوږده مزل کښې یو پور اخستې شوې ټکې نه دې ورک شوې نو د روایاتو یو بشپړ نظام چې “ پښتو او پښتونولي “ ورته ویلې کیږي، څنګه ورکیدې شي –
د پښتونولۍ ډیرې پوهې او دودونه د پلار نیکه نه نوي نسل ته د خبر اترو او د متلونو د لارې انتقال شوي دي-
د پښتو او د کوردۍ ژبو ډیر دودونه د متلونو په لاره مونږ ته راسیدلي دي –
د دې متلونه د لارې مشرانو د نوي نسل ذهن سازي او کردار سازي کړې ده او نوي نسل ته یې د ښهٔ او بد معیارونه مقرر کړی دې –
دا متلونه د کردو او د پښتنو د ټولنېیز ژوند یوه هنداره ده چې د دوی د عقلي سفر ارتقا او د کلتوري تکمیل تفصیل بیانوي – د پښتنو او د کردو رواجونه او دودونه دومره زورور دي چې ډیرې فیصلې اوس هم د رواج په نرخ دستور کیږي- ویلې کیږي چې د پښتو رواج د پښتنو مزاج دے – د کردو او د پښتنو په مزاج کښې دخپل دود دستور کلتوري رنګ ډیر صفا ښکاري-د کردو په متلونو کښې د پښتو د متلونو په شان د نسلونو تجربې ، درانې تللې ویناوې ، تلپاتې حکمت او د عقل او پوهې اوږدې قیصې په لنډو ټکو کښې بیان شوی دي- متل د یوهٔ قوم د ټولنیز ژوند د هر اړخیزو تجربو حاصل وي چې راتلونکو نسلونو ته د روزنې او د زده کړې لارې سموي –
| د حېرانتيا خبره داده چې د دواړو قومونو خلک ډېر په ګرانه په يوه مسله متفق کيږی خو د رواياتو په ساتنه کښې د دواړو قومونو د خلکو يو غېر ارادي اتفاق وی |
د کردو او د پښتنو ډیر متلونه یو شان دي – دا یو بل ثبوت دی چې دواړو قومونو د وخت په زانګو کښې ډیرې خوږې او ترخې پیښې یو شان احساس کړي دي ، د ډیرو ستونزو نه یې یو شان زدکړې کړې دي او بیا یې نوي نسل ته د متل د لارې د شخړو د حل د پاره یو شان نسخې ښودلې دي –
په دواړو ژبو کښې ځینې متلونه د تیرو وختونو او د سختو یو شان انځور وړاندې کوي ځکه خو بیخي یو شان دي- د لاندیني شل متلونه په دواړو ژبو کښې کټ مټ یو دي –
۱- کانړې چې په ځای پروت وي دروند وي –
۲ – چې څه کرې هغه به ریبې –
۳ – پړک د یو لاس نه نهٔ خیژي –
۴- په ورخ تیرې اوبه بیرته نهٔ راګرزي –
۵ – وروري خوري به کوو حساب تر مینځه-
۶- لورې وایم تا ته ، اينګورې اؤره یې ته –
۷ – ړوند څه غواړې ؟ دوه سترګې –
۹ – مړي په ویر نهٔ ژوندي کیږي –
۱۰ – دومره پښې اوږده وه چې څومره دې څادر وي-
۱۱ – انګور تراوه دي –
۱۲ – مژک ( منږک ) په سوړه نه شو ننوتې په لکۍ پورې یې چج هم وتړو-
۱۳ – لا سیند راغلې نه دې بډې یې ورته وړومبې وهلې دي-
۱۴ – په زمکه سیورې نهٔ لري او په اسمان ستورې-
۱۵ – د میږي چې اجل راشي وزر یې وه شي –
۱۶ – غر په غرهٔ نه ورځي خو سړې په سړي ورځي –
۱۷ – سمندر د سپي په خوله نه جوټه کیږي –
۱۹ – مار خوړلې د پړي نه یریږي –
۲۰ – سپي غپیږي – کاروان تیریږي


