پیشمرګه، بې وطنه کُرد او   ګنګس پښتانه

پنځمه برخه

د کوردۍ  ژبې د ټولو نه پخوانی معلوم شاعر بابا طاهر دے چې د بابا طاهر عریان همداني په نوم پیژندلې کيږي – کرد چې څنګه پلار ته بابا واي ، داسې د بابا لقب په کردستان کښې د کردو  یارساني (اهل حق) خلک خپل پیر ته هم ورکوي – په فارسۍ ژبه کښې د  مست (مجذوب)  او د قطب القابات هم  د بابا طاهر د پاره استعمال شوي دي-

د یارساني فرقې خلک  د ظاهري دنیا په مقابل کښې په باطني تصوف یقین لري –

د دوئ دا عقیده ده چې باطني پاکي ، د خپل ذات ادراک ، په سخت اخلاقي قانون په کلکه عمل کول  او د خپل نفس په منظم ډول تربیت کول د روح د پاکئ او د معرفت د پاره لازمي دي-
د “عریان” ټکي معنی په پښتو کښې” بربنډ” ده- 
د کردو دا دلیل دې چې بابا طاهر ته عریان یعنی بربنډ ځکه واي چې د هغه فلسفه ، روحاني پوهه ، صوفیانه انداز ، عرفاني بیتونه او د شعرونو کلام په سختو ادبي قواعدو، محاورو  او ګرانو ټکو کښې نهٔ دې پیرلې شوې بلکې شعرونه یې ډیر  په ساده ژبه کښې ویلي دي – د بیتونو او شعرونو معنې یې ښکاره او بربنډې دي – 

سلمان لایق  “د غنی کلیات “ په سریزه کښې د غنی خان په اړه هم داسې لیکي چې “ د غنی انتقادي ژبه بربنډه ده “_

بابا طاهر ته به خلک حیران وو چې یو بې سواده لیونې ملنګ په ساده او اسانو ټکو کښې د الهامي تجربې او د افاقي خیال اظهار په شعرونو  کښې څنګه کولې شي-

دویم دلیل یې دا دې چې بابا طاهر یو درویش ، ملنګ او مجذوب و – د حقیقي ژوند په فکر کښې یې د دنیا عارضي ژوند او ځان ته پام نه وو – د بهرنئ ظاهري دنیا په ځای به په داخلي باطني دنیا کښې ورک وو-

بابا طاهر یو صوفي شاعر او د یارساني مذهب پیر وو –  یارساني خلک چې ځان ته اهل حق واي د کردستان ځايي  اوسیدونکي کرد خلک دي-

د بابا طاهر د زیږون او د مړینې دقیقه نیټه معلومه نه ده خو ویل کیږي چې هغه په کال 999 کښې په همدان ایران کښې  زیږیدلې و او په کال  1065 کښې مړ شوې و –

کله چې په ایران کښې د سلجوق سلطنت سلطان طغرل بیګ بادشاه وو په هغه وخت کښې بابا طاهر په همدان کښې ژوند کولو – ویلې کیږې چې طغرل بیګ ورغلې وو او د دهٔ لاس  یې ښکل کړي وو او دعا یې ترې نه غوښتې وه-

بابا طاهر د کوردۍ ژبې لومړې شاعر دې چې د کوردۍ ژبې په “ لوري یا لري  “ او “ سوراني “ لهجه کښې یې بیتونه او رباعیات لیکلي دي –

عبدالله جعفر رودکی ( 858 – 941 ) په فارس ژبه کښې د رباعۍ موجد شمارلې کیږي – رباعي په څلورو مصرو مشتمله وي –  په عربي کښې ورته رباعي او په فارسۍ کښې ورته دو بیتي واي- بابا طاهر د دوبیتۍ استاد ګڼلې کیږي-

شیخ احمد بوهتاني علی حریري د کوردۍ ژبې د کرمانجي لهجې اولنې شاعر شمارلې کيږي – علي حریري یو صوفي  او د دیوان خاوند شاعر وو –  علی حریري د کرمانحي لهجې اولنې نثرنګار  او د د کلاسیکي صوفي ادب باني هم  شمارلې کيږي – د حریري د ژوند ابتداي حالات معلوم نه دي او نهٔ یې د زیږون او د مرګ دقیقه نیټه معلومه ده – ویل کیږي چې هغه د کال 1009 نه تر کال 1079 پورې ژوند کړې دې-

علي حریري د خپلې صوفیانه شاعرۍ ، د کردستان د خلکو او د وطن سره د مینې  په وجه د کردو په زړونو کښې ژوندے دے – کرد خلک د علي حریري مزار یو مقدس مقام ګڼي او زیارت له ورځي د محمد عبدالقاسم  ( 1356 – 1431 ) “ ملا پریشان “ دیوان “ پریشان نامه “ د کوردۍ ژبې د ګوراني لهجې د ټولو نه زوړ کتاب شمیرلې کیږي ملا پریشان فارسي ، عربي او ترکي ژبه ویلې شوه ځکه د هغه په شاعرۍ کښې د فارسي او د عربي ټکي هم موجود دي- د ملا پریشان قلمي نسخه خوندي کړې شوې ده –

دا بابا طاهر د فارسۍ کلام ډیر مشهور دې او تر نن ورځې پورې یې خلک د ستار او شپیلۍ سره په ترنم کښې واي  – د عقیدت د پاره د بابا طاهر د مزار زیات له اوس هم خلک  ورځي د پال سمتھ په کتاب “ د صوفیانه شاعرۍ څلور باباګان “ کښې لومړنې  بابا – بابا طاهر دې –

دویم بابا – بابا افضل دې – بابا افضل الدین مرقي کاشاني د فارسۍ ژبې ډیر ستر صوفي شاعر او فلسفي وو چې په کال 1186 کښې په کاشان اصفهان ایران کښې زیږیدلې وو  او په کال 1256 کښې مړ شو – د بابا افضل مزار له هم خلک تر نن ورځې پورې زیارت له ورځي دریم بابا – بابا فرید دې – بابا فرید الدین ګنج شکر  د پنجابۍ ژبې اولنې شاعر شمارلې کیږي-

بابا فرید په کال  1173 کښې په ملتان کښې زیږیدلې و او  په کال 1266 کښې په پاک پتن پنجاب کښې مړ شو-  د بابا فرید صوفیانه کلام د سکهانو د مذهبې کتاب ګرو ګرنت صاحب حصه ده – سکهان په خپلو ګردوارو کښې د بابا فرید کلام د تلاوت په انداز کښې په ترنم کښې واي ځلورم بابا – رحمن بابا دې – عبدالرحمن بابا په کال 1632 کښې د مومندو په بهادر کلي پیښور کښې زیږدلې وو او په کال 1706 کښې وفات شو – د رحمن بابا صوفیانه کلام تر اوسه پورې د پښتنو په زړونو بادشاهي کوي –

د رحمن بابا کلام نن هم د جمات د ممبر نه او په حجرې کښې د رباب د تارونو نه یو شان اوریدلې کيږي-

د رحمن بابا د مزار زیارت له هم خلک هزارخوانۍ ته د عقیدت ګلونه وړي او ځینې ناپوهه  پکښې د ګلونو په ځای بمونه هم یوسي

د رحمن بابا او د بابا طاهر د باطني تصوف انداز یو دې – رحمن بابا واي –

د پښتو او د کودرۍ ژبې د پخوانیو شاعرانو په کلام کښې د تصوف رنګونه او دروحانیت انداز یو شان دي – د ظاهر او  باطن ،مجاز او حقیقت ، عرفان او وجدان ، فنا او بقا د تصور وضاحتونه کم زیات یو شان بیان شوي دي –

د تصوف تصور د اسلام نه مخکښې هم په میییوپوټیمیا او د فارس په نورو مذهبو نو کښې موجود وو- ځینې صوفي مفکرین تصوف خالص د فارس میراث کڼي – دوي واي چې د ظاهر او د باطن د پاکۍ  تصور د زرتشتي مذهب د مفکورې “ ښه فکر ، ښه ګفتار  او ښه کردار”   نه راوتې دې – دویمه دا چې د ښه او بد تر مینځ ابدي مبارزه هم د زرتشتي مذهب  یو فکر دې- د ځان د ننه په ذهن کښې د مختلفو فکرونو  جګړه او د نفس سره جنګ د هغې تصور یو عکس دې-

دریم دا چې  د زرتشتي مذهب په منونکو کښې درویشان ملنګان  هم وو چې دریګو او دریوش به یې ورته ویل – درګو په زرتشتي اصلاح کښې د معرفت طالب ته واي چې په پښتو او کوردۍ ژبه کښې ورته مرید واي –  پیر په زرتشتي مذهب کښې مقدس ځای، پاک زیارت او د لوی مرتبې مقام ته واي – په فارسي کښې پیر مشر سړي او روحاني استاد ته واي-

ځینې محققین د افلاطون د امثال نظریهٔ او د حسن محض نظریهٔ د عجمي تصوف بنیاد ګڼي –

افلاطون به ویل چې یوه ظاهري مادي نیمګړی او بدلیدونکې دنیا ده چې کومه مونږ ته ښکاري او مونږ یې په حواسو احساس کولې شو- او یوه هغه پټه دنیا ده چې په سترګو نه ښکاري او هغې ته صرف د علم او وجدان د لارې رسیدل کیدې شي- مثال یې د ښکلا او د ښکلي دې – ښکلا د انسان په درون کښې یو نهٔ ختمیدونکې ابدي احساس دې او ښکلې یو بدلیدونکې او فاني وجود دې –

د ځینې پوهانو په فکر د عجمي تصوف روح د وحدت الوجود فلسفه ده-

د اسلامي تصوف آغاز د حسن بصري د تعلیماتو نه کیږي-

حسن بصري په مدینه کښې په کال 642 کښې پیداشو او په کال 728 کښې وفات شو-

حسن بصري  د اسلامي تصوف اولنې استاد ګڼلې کیږي – هغوي به د نورو علومو سره د تصوف درس هم ورکولو –
ایران ته د اسلام د راتلو سره اسلامي تصوف هم راغلو او د ایران خلکو په مذهبي او ادبي دواړو میدانونو کښې خپل کړو –
د مینځني ختیځ په کلتور کښې او د فارسۍ په شاعري کښې د وحدةالوجود او وحدةالشهود فلسفې ، د کشف و کرامات واقعې ، د الهام و د اعجاز رازونه ، د وجدان و د عرفان رموز  ، د عقل او د عشق موازینې او د نفس د تربیت  او اجتهاد طریقې د تصوف د لارې راغلې دي  – داسې د فلسفیانه فکر، اسرار ورموز خبرې ، قطب و ولي ، غوث و ابدال، سالک و مراقبې اصطلاحات  د تصوف سره مذهب ته راغلل –  د سلوک او د طریقې سلسلې چشتیه ، قادریه ، سهروردي او نقشبندي هم مذهب ته د تصوف د لارې راغلې دي –  لنډه دا چې پښتنو او کردو ته تصوف د فارس د لارې راغلے دے-

 نور بیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!