پیشمرګه، بې وطنه کُرد او   ګنګس پښتنانه

څلورمه برخه

کله چې د لیک لوست دود نه وو په هغه وخت کښې د خبرتیا ، تفریح او د کلتوري پوهې  د خپرولو د پاره د قیصۍ ویلو رواج وو- د قیصۍ ویلو رواج ډیر زوړ دې – قیصۍ د تاریخ یوه لویه سرمایه ده ځکه چې د قیصۍ نه د پیړیو مخکښې د پخوانیو خلکو د ژوند ژواک معیارونه ، دودونه ، تاریخي پیښې ، عادتونه او د ټولنیز ژوند نور ګڼ اړخونه پیژندلې کیږي – د قیصۍ  او د روایاتو په ذریعه په غیر رسمي نا لیکلي انداز کښې بیان شوې تجربې  او اولسي کلتور ته فولکلور واي- فولک یا  اولسي ادب هغه ادب دے چې پخوا نالیکلې وو او بیا ورستو ولیکلې شو – شواهد دا دي چې د لیک لوست نه اګاهو شفاهي دودونه, اشارې ، نڅا او نقاشي انځورونه د خلکو د کلتوري خبرتیا او د پوهې ذریعه وه، مشرانو به د خپلو اتلانو یا د افسانوي شخصیتونو د کارونو او د مړانې تاریخ  خپل نوي نسل ته دا قیصۍ د لارې بیانولې –

همدارنګې به په دې قیصو کښې د بادشاهانو احوال ،  تاریخي واقعات ، د جنګونو قیصۍ ، د مینې قیصۍ ، افسانې ، د ژوند درسونه ، متلونه  ،اخلاقي تعلیمات ، دود دستور او  رواجونه شامل وو-

دا قیصۍ به ځینې رښتیا وې او ځینې به افسانوي وې او د ټپې ، لوبې ، بدلې ، نیمکۍ ، چاربیتې ، خبرو ، شعرونو ،  ساندو، سندرو او نظمونو په انداز کښې به قیصه ویونکي ویلې –

په پښتنو او کردو دواړو کښې د قیصۍ ویلو رواج وو- پښتنو به دا قیصۍ په  شفاهي ډول ویلې او یا به یې د رباب منګي سره قیصۍ  او  داستانونه ویل – کردو به د تنبور او تمبل سره خپلې قیصۍ ویلې-

د کردو داستان ګو او قیصه ویونکي ته “ده نګ بیژ  یعني دهنګ بیژ “ واي – “ دهنګ”  اواز ته واي او “ بیژ “ سندره ویلو ته واي – د دهنګ بیژ به ګرځینده هنرمند او سندرغاړي وو چې کلي په کلي به ګرځیده او د سازونو سره یا بغیر د ساز نه به یې  خلکو ته قیصۍ او داستانونه ویل – د پښتنو ګرځینده کوچیان پونده قبیله چې د “کوټاڼي” په نوم پیژندل کیږي د پښتنو دهنګ بیژ وو – “زرسانګه” د کوټاڼي قوم نه د پښتنو  د اولسي سندرو یو نامتو سندرغاړې ده او د “پښتنو فولکلوري سندرو ملکه “ بللې کیږي –

کردو به خپلو قیصۍ او سندرو ویونکو دهنګ بیژانو ته درناوی ورکولو ځکه چې دوی به یې دشفاهي تاریخ او دودونو حفاظت کونکي او ساتونکي ګڼل ، ترکۍ ، ایران او عراق په ځینې وختونو کښې په دې دهنګ بیژو بندیز لګولې وو ځکه چې دې سندرغاړو به د کردو د ستونزو او بدبختیو په اړه په سندرو کښې خپل احساس څرګندولو او  د خلکو په فکرونو او ذهنونو کښې به یې د آزادۍ جذبې راپورته کولې – داسې د پښتنو په ځینو سندرو او کتابونو بندیز لګولې شوی وو  چې خلک به یې د قامي بیدارئ د پاره هڅول او د خلکو په ذهنونو کښې به یې د ملي آزادۍ نقشې جوړولې –

پښتنو به د سندرغاړو او د هنرمندو سندرې ، قیصۍ او هنرونه خوښول خو  هنرمندانو ته به یې په سپک نظر کتل له بده مرغه پښتنو یوازې هنرمندانو ته نهٔ بلکې هر یو کسب ګر لکه کولال ، جولا ، څمیار ، رنګریز یا نیل ګران ، زرګر ، پښ یا اینګر  ، ډم یا ډول زن ، شاخیل ، نای او جاروکښ ته به د کمې رتبې او ټیټې درجې نسبت کوو او پښتانه به یې نهٔ ګڼل – په پښتنو کښې څوک د “ ډم”  په اصطلاح بلل هم پیغور ګڼلې کیږي-

دهنګ بیژي یو مستند هنر وو چې پلار به خپلو زامنو ته او استاذانو په خپلو شاګړدانو ته ښودو- د هر یو دهنګ بیژ به په سلګونو قیصۍ ،ساندې،  داستانونه او سندرې یادې وې- داسې به په  پښتنو کښې هم ګرځینده سندرغاړي، داستان ویونکي او ټوکمار وو- قیصه ګو ،  ربابی او سندرغاړو  ته به په سلګونو قیصې ، سندرې ، داستانونه او  ټپې یادې وې- د پیښور د قیصه خوانئ  بازار نوم د قیصۍ د ویلو د ځای په نسبت کیښودلې  شوې دې-

د کردو د شفاهي ادبیاتو په شاهکارونو کښې د میم و زین ، خیژ و سیابند ، دیمدیم او زمبیل فروش قیصې ډیرې مشهورې دي – د پښتنو په شفاهي ادبیاتو کښې ادم خان درخانئ ، یوسف خان شیربانو ، موسی خان ګل مکۍ ، مومن خان شیرینۍ  ، او شیرعالم میمونۍ   قیصۍ مشهورې دي-

د کردو او پښتنو دواړو په قیصیو کښې مثبت اړخونه لکه  ریښتونې مینه ، ښکلا ، ځواني او پیغلتوب ، پت ، ننګ ، اخلاص او وفا ، د کردیاتئ  او د پښتونولئ احساس ، لوظ پوره کول او قرباني ورکول مشترک دي-  داسې د دواړو قومونو په قیصو کښې  د منفي اړخونو اظهار لکه دښمني، تربورولي، کینه ، حسد ، غصه ، نفرت ، کرکه ، بد نیتي ، په زړه کښې خبره ساتل ،لمسون ،  بیلتون او بدل اخستل مشترک دي-

کوردۍ  ژبې او پښتو دواړو د لیلې مجنون ، شیرین فرهاد او بهرام او ګل اندامه پشان قیصې د عربۍ او د فارسۍ ژبو نه هم پور اخستې دي او په دواړو ژبو کښې منظوم شوی دي-

د کردو قیصۍ “ میم و زین “ د کردي ادب د ټولو نه مهمه قیصه ده – کله چې دا د کردو قامي  شاعر احمد خاني په 1692 کښې منظوم کړه  د هغې نه په سلګونه کاله مخکښې د کردو په کورونو کښې ویلې کیده –

داسې ادم خان درخانئ د پښتنو قامي قیصۍ ګڼلې کیږي – د خوشحال بابا په کلام کښې یې ذکر داسې شوې دې :

د ادم خان درخانئ قیصه صدرخان خټک په منظوم انداز کښې په 1706 کښې لیکلې ده – ویلې کیږي چې خوشحال خان بابا پخپله د قیصۍ منظوم کول غوښتل خو وخت ورسره وفا ونکړه – بیا یې خپل زوی صدرخان خټک ته  د قیصۍ د منظوم کولو مشوره ورکړه –

خوشحال بابا خپل زوی صدر خان په خپل کلام کښې په ډیر ځایه یاد کړې دې – د ډوډې د جنګ په موقع یې داسې یادوي :

د ادم خان او درخانئ  قیصه هم د صدرخان خټک د منظوم کولو نه په سلګونه کاله مخکښې د پښتنو په کورونو کښې اوریدلې کیده- 

د دواړو شاهکار قیصیو په منظوم کولو کښې صرف څوارلس کاله  فرق د څرګندوي  چې د دواړو  قومونو اولسي ادب د وخت په غولي کښې  ګډ په یو ځای او په یو وخت پل اخستې  دې –

د میم و زین قیصۍ د ادم درخانئ پشان د دوهٔ مئینو د مینې قیصه دا- دواړه قیصۍ کلاسیک عمجنې رومانوي قیصۍ دي او دا دواړه قیصۍ د حقیقي ریښتونې واقعې په بنیاد جوړې شوې دي-

د دواړو قیصو تفصیل به ډیر ځای ونیسي خو لنډ وضاحت یې دا دي چې میم یو ښکلې شاعر وو او زین ښایسته شهزادګۍ وه لکه څنګه چې ادم خان ښکلې ربابي وو او درخانۍ د ملک لور وه –

لکه څنګه چې میروګې د ادم خان ملګرې وو داسې تاجدین د میم ملګرې وي – د میروګي او د تاجدین د لمسون کردار په دواړو قیصو کښې مشترک دې- د درخو او د زین دواړو جدایې او د ډیر غم د لاسه غمجن مرګ هم مشترک دي –

داسې په دواړو قیصو کښې د ملګري د لاسه اعتبار ماتول ، د عاشق او د معشوقې ریښتونې مینه ، وفا وخلوص ، بې وسي ، بیلتون او د مرګ نه پس په یو ګور کښې دواړه یو ځای کیدل مشترک دي –

لنډیز یې دا دې چې دواړه قیصۍ د کردو او د پښتنو د دود دستور کلکه زورورتیا ښایې چرته چې مینه د روایاتو په پښو کښې د بې وسئ  سلګۍ  اخلي – چرته چې د دود دستور په تله شخصي احساس هیڅ وزن نلري-

د کردو  او د پښتنو یو افسانوي خیالي نسب د اسرائیل یا د سلیمان عليه السلام سره تړلې کیږي- د کردو متعلق ویلې کیږي چې دا د سلیمان د وینځو اولاد دي چې د شیطان د جسد لخوا پیدا دي-  کله چې سلیمان خبر شو چې دا د  شیطان د جسد نه زیږیدلي دي نو ویل یې چې په غرونو یې وغورځوئ – ځکه  خو یې وطن غرونه دې او یو افسانوي خبره دا هم مشهوره ده چې د دوی ژبه د پیریانو ژبه ده-

د پښتنو متعلق هم مشهوره کړې شوې ده چې دا د  اسرائیلو ورکه شوې دولسمه قبیله ده – او د مغلو په وخت کښې دا هم مشهوره شوې وه چې پښتو د پیریانو ژبه ده- دا به هم ویل کیده چې  په دوزخ کښې به د دوزخیانو ژبه پښتو وي –

د کردو او د پښتنو هغه افسانوي او د پیریانو قیصۍ چې کومې یې د فارسۍ او د ترکي ژبې نه خپلې کړې دي یو شان دي – د پښتنو  “خاپسه “ او د کردو “ماټوکا “ یوه ده چې د شپې په خوب کښې د خلکو په سینه کیني – د کردو شاماران  د پښتنو د خاپیرۍ پشان ده چې صورت یې بنیادم  وي او په اصل کښې پیرۍ وي – او په خلکو مئینه شی – دواړه کردارونه دښځې ښکلا، نرم خوی ، عقل ،  پوهې او د ژغورنې احساس ته اشاره کوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!