پیشمرګه، بې وطنه کُرد او   ګنګس پښتنانه

پیشمرګه “ د کردستان د کردۍ ژبې اصطلاح دا – “پیش” معنی “ مخکې” او “ مرګه” معنی “مرګ” ده- پیشمرګه په سر تیر د ننګیالو هغه لښکر ته واي چې په وطن د ناڅاپي برید او یا د یرغل په صورت کښې په خپل وطن ننګ کوي- د هغه شاه ځلمو لښکر چې له مرګ نه ویریږي بلکې د وطن د دفاع د پاره مرګ ته ورتر غاړه ووځي- کرد د خپلې زړورتیا ، مړانې او د وفادارۍ د پاره مشهور دي- د پیشمرګه اصطلاح په فارسۍ او پهلوي ژبو کښې د ایران په ساساني سلطنت ( کال 224 – 651 ) کښې هم د ځانګړي ځواک د پاره استعمال شوې ده-

په قبایلي نظام کښې د قام د ژغورنې د پاره د لښکر د جوړولو دود ډیر زوړ دې – کرد هم لکه د پښتنو په قوم ، قبیله ، خیل ، پرګنو ، کورنئ او ټبرو کښې ویشلي شوي خلک دي- لکه څنګه چې د پښتنو کم زیات شپیته (60) لوې قبیلې دي داسې د کردو د لویو قبیلو شمیره سلو (100) ته رسي – په کردو او پښتنو کښې وړې قبیلې په سلګونو دي- په کردۍ ژبه کښې هم قبیلې ته خیل ، ټبر ته ټبر  او خاندان ته خاندان واي- داسې د “خان “ ټکې معنی او د مشرۍ د لقب اصطلاح په کردي ژبه کښې هغه ده کومه چې په پښتو کښې ده-

د پښتو د کندهارۍ او د پېښور یا د یوسفزۍ لهجې په څیر د کوردۍ ژبې لهجې کرمانجي (شمالي کردي ) ، خوارین ( سویلي کردي ) او سوراني (وسطي کردي) دي- وړې وړې لهجې په کښې لکه د پښتو ډیرې دي-

د کردستان پشمرګه په پیل کښې  یو قبایلي قامي لښکر وو – بالکل داسې لکه څنکه به چې پښتون اولس د قامي مبارزو د پاره او د بهرني خطر په مقابل کښې قامي اولسي لښکر جوړولو او یا به د ناڅاپي برید په مقابل کښې چغه کوله – چغه به د ځوانانو یوه ډله وه چې د پیښې په وخت به سمدستي جوړه شوه او  په کلي د غلو برید ، شوکه ، د یا د څاروو د غله په صورت کښې به ځوانان راووتل-

د یو لوئ قامي لښکر د جوړلو پریکړه به داسې جرګې کوله  چې په هغې کښې به د ټولو قبیلو مشران موجود وو – قامي لښکر به د جرګي پریکړه د عملي کولو د پاره جوړیدو- د  پښتنو په ځینې سیمو کښې اوس هم د قبیلې او د خیل په بنیاد د لښکر رواج شته دې-   په ځیني سیمو کښې څلویښتي (څلویښت کسیزه) د ساتونکي ځواک په توګه کار کوي – خوا و شا څلویښت کسان د مختلفو قبیلو نه وټاکل شي او هغوي ته د سیمي یا د کلي د ژغورنې مسولیت ورکړې شي – هغه څلویښتي په قبایلي سیمو کښې سړکونه ، غرونه، بازارونه او لارې هم ژغوري – د قامي لښکر ، د قامي جنګ ، د چغې او د څلویښتۍ د  ذمه وارۍ تر سره کولو په دوران کښې د پښتنو په خپل مینځ کښې د دشمنۍ  په بدل اخستلو  بندیز وي-

په عراق کښې پیشمرګه اوس د عراقي کردستان یو منظم داخلي امنیتي پوځ دې لکه څنګه چې د پښتنو په قبایلي سیمو کښې خاصه دار دي –

کرد لکه څنکه چې په مختلفو قبیلو کښې ویشل شوي دي داسې په څلورو مختلفو هیوادونو کښې ویشل شوي دي – کرد د ختیځې ترکییه ، شمالي عراق ، لویدیځ ایران او ختیځې سوریې په ځینو برخو کښې ژوند کوي – لکه څنګه چې پښتانه د ډیورنډ د کرښې له مخه لر او بر پښتانه یادیږي داسې په ترکیه کښې استوګن کرد د “باکوور کرد یا شمالي کرد ” ، په عراق کښې د “باشوور کرد یا سویلي کرد ” ، په سوریه کښې د “ روژاوه کرد  یا مغربي کرد ” او په ایران کښې د “روژاه لات کرد یا مشرقي کرد “ په نوم یادیږي-

په ترکیه کښې شل ملیونه ، په ایران کښې دولس ملیونه ، په عراق کښې نهه ملیونه او په سوریه کښې څلور ملیونه کرد اوسي- مطلب دا چې پنځه څلویښت ملیونه کرد خپل هیواد نه لري او د څلورو مختلفو هیوادونو په پوله پراته دي- کردستان د څلورو هیوادونو په مینځ کښې یو بفر زون وو بالکل داسې  لکه څنګه چې د پښتنو په خاوره یاغستان وو- یاغیستان به یې د پښتنو هغه سیمو ته ویل چې کوم د برطانوي حکومت د تسلط نه بهر وو – او یالکه څنګه چې د ګریټ ګیم په وخت کښې افغانستان د برطانوی هند او روسيې تر مینځه د بفر زون په توګه کار کولو – او یا لکه څنګه چې کشمیر یو بفر زون وو – ګریټ ګیم په نولسمه پیړۍ کښې د انګریز او د روسي امپراتوریو تر مینځ د سیاست او د زور جګړه وه – دواړو استعماري امپراتوریو په سویلي او مرکزي اسیا کښې د سیمو تر لاسه کولو د پاره د سیاست او پوځي مداخلو نه کار اخستو- برطانوي امپراتورد لومړۍ نړیوالې جګړي نه وروسته په منځني ختیځ کښې د خپلو ګټو د ساتلو پاره د کردستان نه بفر زون جوړ کړې وو

کردو ته د نړۍ تر ټولو لوی بې وطنه قوم ویلې شي –
کرد هم لکه د پښتنو زوړ تاریخ لري او دعوه لري چې تاریخ یې شپږ زره کاله زوړ دې – په ځینو تاریخي حوالو سره ویل کیږي چې کرد او پښتانه د پخوانیو وختونو لرې تربوران دي –

د کردو خپل اصلي اولنې ټاټوبې معلوم نه دې – تاریخ پوهان د کردو په اولني وطن متفق نه دي- ځینې تاریخ پوهان واي چې کرد د کردستان اصلي اوسیدونکي دي – ځینې واي چې د دوئ نیکونه د میسوپوټیمیا او د فارس نه راغلي دي-

او د هم ویلې کيږي چې  دوه زره کاله قبل مسیح کله چې د میسوپوټامیا او د فارس په مینځ کښې مختلفو قبیلو حجرت کولو  نو ځینې قبیلې د زغروس په غرونو کښې پاتې شوې – سومیری خلکو به ورته “کارده “یا “کارده کا “  ویل ، اشوري خلکو به ورته “ قردو” ویل، یوناني خلکو به ورته “کاردوخ”  او د فارس خلکو به ورته “کورت” یا “ کورتي” ویل چې مطب یې “کوچیان” دي یا هغه خلک چې په کېږدو یا خیمو کښې اوسي- دوئ د زغروس په غرونو کښې اباد شول- او خپل وطن ته به یې کردستان ویل – کردستان د میډا ولایت حصه وه – د میډا او د پارتهیا ولایتونه د فارس سلطنت برخې وې او سکیتهیا ورسره په پوله پراته وه – ویل کیږي چې د پښتنو نیکونو په پارتهیا کښې ژوند کړې دې – تاریخ پوهان واي چې د پارتهیا او د میډا د خلکو ژبه یو شان وه خو د ترکو ، فارسیانو او د عربو د یرغلونو نه وروستو یې په مختلفو شکلونو کښې وده وکړه- کرد او پښتانه دواړه په اصل اریایې پوونده خلک  دې- اکثر پکښې شپانه وو او د وزو او پسونو رمې به یې ساتلې – د پښتنو نیکونو په هغه دښتو ، میدانونو ، غرونو  او لویو لارو کښې مزل کړې دې چې په کومو لارو د کردو نیکونو سفر کړې دې- د ژوند ژواک د تیرولو معیار یې هم یو شان وو-  او د پیړیو راهسې یې په مشترکه جغرافیه او سلطنتونو کښې د یوبل نه کلتوري زده کړې هم کړې دي – ځکه ورته دپښتنو لرې  تربوران ویلې کیږي –

نور بیا


ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!