ليک : ډاکټر انور داوړ
په عامو خبرو او ویناوو کې مونږ ډېر وخت د پښتون نوم د یو بشپړ او منظم قام په توګه اخلو او واورو، ياني چې پښتون يو منظم قوم دی، خو که دا موضوع له ژور فکري، تاریخي او ټولنیز له نظره وڅيړو، نو دلته یوه بنیادي پوښتنه راولاړېږي چې ایا پښتانه په رښتیا هم د عصري مانې له مخې یو متحد او بشپړ قام دی، که لا هم پښتانه د قام د جوړېدو په اوږده، پېچلي او دردناک بهیر کې روان دي؟ دا پوښتنه یوازې نظري نه ده، بلکې دا د پښتنو د راتلونکي، بقا، هويت او د عزت سره مستقیم تړاو لري.
| ژبه هغه وخت د قام جوړوونکې وسیله ګرځي چې د علم، څېړنې، سیاست، اقتصاد، نصاب، بازار، ټېکنالوجۍ او ادارې ژبه شي |
ځکه چې قام یوازې هغه خلکو ته نه ویل کېږي چې یوه ژبه وایي او یا په یوه جغرافیه کې ژوند کوي. بلکې قام یو ژور ټولنیز جوړښت دی چې ګډ شعور او فکر، ګډ ملي وحدت، ګډ ارزښتونه، ګډ سیاسي لید، ګډ اقتصادي تصور او د راتلونکي لپاره یوه ګډه ملي موخه لري. که دا عناصر سره یو ځای نه شي، نو ولس که هر څومره لوی وي، بیا هم د بشپړ قام بڼه نه شي اخیستلای. ځکه چې دا عناصر او ګډ ټولنیز جوړښت نه لري. پښتانه بېشکه یوه لرغونې ژبه لري، اوږد تاریخي تسلسل لري او غني کلتوري میراث لري، خو تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې ایا دوی یو ګډ ملي شعور او یو واحد سیاسي هدف لري که نه؟
که د تاریخ په اوږدو کې وکتل شي نو مالومه به شي چې د پښتنو ټولنه په تاریخي ډول اکثر پر قبایلي جوړښت ولاړه پاتې شوې ده. ځکه چې دا پښتنو، قبیله، ټبر، خېل او کورنۍ د پېژندنې او وفادارۍ تر ټولو قوي مرکزونه وو او دي. ځکه چې دا نظام د سختو زمانو په ترڅ کې د بقا لپاره ګټور ثابت شوی، خو بل خوا همدغه جوړښت د عصري قام د جوړېدو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ هم ګرځېدلی دی. ځکه کله چې د انسان لومړنی وفاداري له قام سره نه، بلکې له قبیلې سره وي، نو ملي وحدت کمزوری پاتې کېږي. له همدې امله پښتانه تر ډېره د بېلابېلو کوچنیو ټولنیزو واحدونو مجموعه دي، نه د یو منظم او متحد ملي وجود.
دا قام د جوړېدو لپاره سیاسي شعور اساسي شرط دی. خو پښتانه د تاریخ په اوږدو کې ډېر وخت د نورو د سیاسي موخو لپاره قرباني او استعمال شوي دي. کله د سلطنتونو د پوځ برخه ګرځېدلي، کله د امپراتوریو د پراختیا وسیله شوي او کله د نړیوالو شخړو او طاقتونو د لوبو میدان پاتې شوي دي، ځکه چې دا پښتنو په دې ټولو پړاوونو کې یو خپلواک سياسي شعور او فکر کمزورې پاتې شوی دی. کله چې یو ولس د خپلو پرېکړو واک په خپل لاس کې ونه لري، نو د قام په توګه یې هویت هم نیمګړی پاتې کېږي. نه قام متحد شي او نه يې هويت بشپړ شي.
بل اساسي شرط ژبه دې، ځکه چې ژبه د هر قوم د جوړېدو بنياد او بنسټ دی، خو یوازې ژبه لرل بسنه نه کوي. ژبه هغه وخت د قام جوړوونکې وسیله ګرځي چې د علم، څېړنې، سیاست، اقتصاد، نصاب، بازار، ټېکنالوجۍ او ادارې ژبه شي. پښتو تر اوسه پورې تر ډېره د احساساتو، شاعرۍ، ولسي کیسو او فولکلور ژبه پاتې شوې ده. دا هم خپله یوه ستره شتمني ده، خو ستونزه دا ده چې پښتو لا د عصري علومو، ټکنالوجۍ او سټراټيجۍ پیاوړې ژبه نه ده ګرځېدلې. همدا تشه د فکري وحدت مخه نیسي او د قام د جوړېدو بهیر ورو کوي.
بل خوا لویه المیه او ستونزه دا ده، چې پښتانه په څو هېوادونو کې وېشل شوي دي او دا وېش یوازې د نقشې پر مخ نه دی، بلکې د ذهنونو تر منځ هم دی. هره برخه د خپل ریاست له نصاب، رسنیو او سیاسي روایاتو څخه اغېز اخلي او اغېزمن شوي دي، په یو ځای کې پښتون ته یو ډول کیسه ویل کېږي او په بل ځای کې بل ډول کيسه. له همدې امله د یوه ګډ ملي داستان پر ځای څو بېلابېل داستانونه شتون لري. دا حالت دا دې سبب ګرځي چې پښتانه د یوې ګډې موخې پر ځای په بېلابېلو لارو روان شي او یوه ګډه ملي موخه خپله او رامنځته نه کړي.
| پښتون نن یو بشپړ قام نه دی، بلکې یو ولس دی چې د قام د جوړېدو په سخت او اوږده سفر کې روان دی. دا سفر قربانۍ غواړي، پوهه غواړي، صبر غواړي او لوړ فکري شعور غواړي |

