ادب د انسان د فکر ، احساس او سماجي ژوند عکس دے ـ او ژبه هغه وسیله ده چې دا عکس راتلونکي نسلونو ته رسوي ـ د ژبې او ادب د ودې او نړیوال پېژندګلو د پاره یوازې انفرادي هڅې کافي نه وي، بلکې د علمي او فکري غونډو ، یعني د کانفرنسونو ضرورت هم وي ـ کانفرنس د یو ټاکلي شوي موضوع په حقله د پوهانو ، عالمانو او د محقیقینو د خيالاتو تبادله او د راتلونکي د پاره د تګلارې ټاکلو اهمه لار ده ـ
کانفرنس څۀ ته وائي؟
“کانفرنس” د لاطینۍ ژبې د لفظ “conferre” نه اخیستل شوے دے ـ چې معنیٰ ئې ده “راټولېدل” او “یو ځاے خبرې کول” ـ موجوده وخت کښې کانفرنس داسې رسمي غونډې ته وئیلې کېږي چې د علمي ، ادبي، سیاسي یا سماجي بحث د پاره راجوړېږي ـ په کانفرنسونو کښې مقالې وړاندې کېږي ، د خيالاتو تبادله کېږي او د ستونزو د حل د پاره تجويزونه وړاندې کېږي ـ
د ادب او ژبې په حواله بیا د نولسمې پېړۍ په آخره کښې په يورپ او هندوستان کښې علمي ټولنو د کانفرنسونو انعقاد وکړو ـ په دې کانفرنسونو کښې د ژبې او ادب د ترقۍ لارې وکتلې شوې ـ او د ژبو د معیار ښۀ کولو د پاره علمي بحثونه وشول ـ
د ژبې او ادب په حواله د کانفرنسونو اهمیت او ارزښت:
۱ ـ فکري تبادله: د کانفرنسونو د لارې پوهان او لیکوالان خپلې تجربې او څېړنې پېش کړي ـ
۲ ـ د ژبې معیار جوړول: د لیک دود ، قواعدو او تدریس په مېدان کښې یو اصول رامينځ ته شي او د یوې ژبې معیار جوړ شي ـ
۳ ـ د ادب پرمختګ: د نوي ادبي رجحاناتو او موضوعاتو متعارف کولو کښې کانفرنسونه اهم کردار کوي ـ او د ادب د پرمختګ د پاره مشورې او لارښودنې کېږي ـ
۴ ـ نړیواله پېژندګلو: د نړۍ په سطح د یوې ژبې پېژندګلو زیاتوي ـ
۵ ـ د مستقبل لائحه عمل: په کانفرنسونو کښې د راتلونکي وخت د پاره نوې لارې او د پرمختګ په بابله منصوبې مخې ته راځي ـ
پښتو ژبه او نړيوال کانفرنس:
پښتو ژبه د خپل قدامت په وجه خپل يو جدا تاريخي اهميت لري ـ او داسې د پښتو ادب معلوم تاريخ هم په پېړو محيط دے ـ خو د پښتو ژبې او ادب په حواله د کانفرنسونو تاريخ ډېر زوړ نۀ دے بلکې کۀ مونږ وګورو نو د پښتو ژبې او ادب په حواله وړومبي نړيوال کانفرنس د شلمې پېړۍ په نهمه لسيزه کښې منقعد شوے دے ـ