ولې عربي هېوادونه په ایران برید نه کوي؟

هغه کسان چې دا فکر کوي چې عربي هېوادونه به د اسراییل او امریکا سره یوځای په ایران برید وکړي او ایران به په یو وار تباه کړي، هغوی دې دا لیکنه تر پایه ولولي.

قطر ۹۹٪، متحده عربي امارات ۹۹٪، کویت ۹۲٪، بحرین ۸۵٪ او سعودي عرب د خپل هېواد شاوخوا ۶۰٪ اوبه د سمندر له اوبو څخه پوره کوي.
یعنې د اوبو د پاکولوپلانټونه لګوي او مالګینې اوبه پاکوي تر څو د خپلو خلکو ضرورتونه پوره کړي.

ایران دا مهال د دوی په بندرونو او د تېلو په تنصيباتو د حملې خبرداری ورکوونکي بریدونه کوي او تېل د امریکا پر ضد د وسلې په توګه کاروي. که دا هېوادونه په ایران برید وکړي، نو د اوبو همدغه پلانټونه به د ایران هدف شي او میلیونونه خلک به د اوبو د نشتوالي له امله مړه شي.

په جګړه ایزه حکمت عملئ کښې دې ته “Center of Gravity” ویل کېږي. یعنې د دښمن هغه مهم ځای چې که پرې ضربه وشي، نو ټول هېواد په ټپو اودريږی.

سعودي عرب ۸۰٪، متحده عربي امارات ۸۵٪، قطر ۹۰٪، کویت ۹۰٪ او بحرین د خپلو خلکو د اړتیاوو لپاره نږدې ۹۰٪ خوراکي توکي له بهر څخه راغواړي.
دا ټول هېوادونه یوازې په کبانو کښې یو څه وس لری ، هغه هم د هېواد د ۵٪ خلکو لپاره کافي دي.

سعودي عرب او متحده عربي امارات د چرګانو په پېداوار کښې پرمختګ په لور روان دي.
قطر او سعودي عرب د شېدو په پېداوار هم کار کوي.

دوی په خپلو ګودامونو کښې د ۳ میاشتو نه تر ۶ میاشتو پورې خوراکي ذخیره لري.
یعنې که د هرمز تنګی بند وتړلی شي، نو خوراکي توکي به ورته ونه رسېږي، او ایران کولی شي دا لاره وتړي.

د درملو په برخه کې:
سعودي عرب ۳۵٪، عراق ۲۰٪، متحده عربي امارات ۲۵٪، قطر، عمان او کویټ ۲۰٪ او بحرین ۱۰٪ درمل په خپل هېواد کې پېداکوي.
خو د دې درملو خام مواد ۱۰۰٪ له بهر څخه د هرمز له لارې ورته رسیږي.

اوس راځو دفاعي سیستم ته.
ایران ډرونونه، سمندری بېړئ ، اوبتلونه (سب میرین)، توغندي، سیټلایټونه او لانچرونه تقریباً ټول په خپل هېواد کې جوړوي.
خو دغه عربي هېوادونه زیاتره په امریکایي وسلو ولاړ دي او خپله د وسلو جوړولو اسانی نه لري.

ایران د اوبو او خوراک طبیعي سرچینې لري، له همدې امله د اوږدې جګړې د زغملو ښه توان لري.
ایران یوازې ۲٪ اوبه د سمندر له لارې ترلاسه کوي.
ایران د خپلې خوراکي اړتیا شاوخوا ۹۰٪ خپله پېداکوي.

که د دغو هېوادونو ترمنځ جګړه وشي، نو ایران به د طبي او اقتصادي لحاظه تر ټولو اوږده موده مقابله وکړی شي.

ایران د خپلو درملو ۹۷٪ خپله پېداکوي او د هغو لپاره ۷۰٪ خام مواد هم په خپل هېواد کښې جوړوي.

نو په ایران کښې به د توغندیو، ډرونونو، اوبو، درملو او خوراکي توکو کمښت نه وي.
خو عربي هېوادونه ډېر په د هرمز لار پورې تړلي دي.

نو داسې نه ده چې عربي هېوادونه ځکه پر ایران برید نه کوي چې هغوی ډېر صبرناک یا سوله خوښونکي دي.
بلکې حقیقت دا دی چې د جګړې په صورت کې د دوی خپل وجود له خطر سره مخ کېږي.

ایران د یوه محاصره شوي کلا په شان دی چې خپل ضرورتونه خپله برابروي او کلونه جګړه کولی شي.
خو عربي هېوادونه د یوه ښیښې ماڼۍ په شان دي؛ له بهر نه ډېر قوي ښکاري، خو که د دوی د رسد لاره بنده شي، نو د درې میاشتو په موده کښې یې ټول نظام ړنګېدلی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!