لیک:نورالبشر نويد
د افغانستان د يو درد قيصه
د ژوند او د وخت منډه څومره تېزه ده وختونه لکه د باد زغلی مخ په شا نه ګوری چې څوک مې شاته څنګه حال کښې پريښودل ژوند هم زغلی ځی ځی او حالاتو پسې داسې روان وی لکه چپې چپې بادونه هره لمحه يادونه او هر ياد يو درد .او نيمګړی ارمانونه
د کونړ د سيند د غورزنګونو او د موسيقارې هوا نه يو سړی د کابل د خلقيانو په لښکر کښې سر هسک کړو او د نورمحمد ترکئ په دغه شعار ې عمل وکړو چې مونږ به سر هم ساتو سنګر هم…!!!
ما په دغه اوږده دوره کښې لمحه لمحه په دغه غږ تېره کړه چې د شمشاد له هسکې څوکې څخه مې د خېبر په کنډاو سر د پېښور د شوره هسک کړو او ما ووې..!!
ماته غوږ شه
کله کله راله حالاتو په غوڅه زخمی خله لاس کېښودل چې چپ شه غلی شه خو د لوې کور هر ياد دومره زورآور وی چې زما د زړه درد يو غږ شی دا دې نن شپږم تلين دی لکه چې زه او مېرمن مې د تورخم په کږو وږو لارو روان يو او بيا د جلال آباد په طرف ځو په ټوله لاره دا فکر کوم چې مونږ به هلته څه وايو چې مونږ په داسې خاموشئ ولې راغلو . په کور کښې دننه چاته معلومه نه ده چې دا مونږ خو ژړا او وير له راغلی يو او زمونږ دپاره ګرانه خبره ده چې په زړه کښې مو درد پټ دی په مخ مو درد بل څه وای نن شپږ کاله پس هاغه درد بيا وای..!!
ماته غوږ شه..!!
د کونړ د سيند د غورزنګونو او د موسيقارې هوا نه يو سړی د کابل د خلقيانو په لښکر کښې سر هسک کړو او د نورمحمد ترکئ په دغه شعار ې عمل وکړو چې مونږ به سر هم ساتو سنګر هم….!!!!
دا د افغان مبارز محمد يوسف خدمتګار مزدور ځوی د اوږد درديدلی ژوند لنډه قيصه وه چې هر کال په نهمه مئ دا درد تازه شی.
خو د سر او سنګر په دغه تعلق کښې هغه سړی سره حالاتو داسې ناروا وکړه چې خپل وطن پرې اور شو خپل کابل پرې زندان شو انقلاب ورته سېلاب شو ، د جهاد سېلابونو د وطن د زندانونو پورې يوړو او بيا ې په زخمی غږ خپل خوږ وطن ته اخری سلام وکړو او د ناروئ د تيارو په رڼا کښې په دې ارمان او هيله اودريدل چې زه به خپل وطن ته د اولادونو څخه ځم.
هاو دا ارمان او هيله ې څو څو واره پوره کړه هر ځل چې راغلی دی نو په ژړا کښې ې خندلی دی هر ځل چې تلی دی نو په اوبو اوبو سترګو واپس تلی دی. او اخر دا چې په وروستينی سفر چې راتلو نو په پټو سترګو راغی.

دا د افغان مبارز محمد يوسف خدمتګار مزدور ځوی د اوږد درديدلی ژوند لنډه قيصه وه چې هر کال نهمه مئ راځی نو دا درد دا ارمان دا ګل ګل پرهر لکه رپيدلی بيرغ وښکاری او د جلال آباد په يو خاموشه هديره کښې دا ياد سوړ اسويلی شی د تکړه مبارز افغان ملګری محمد يوسف خدمتګار مزدور ځوی د وفات په ورځ دا درد داسې راويښ شی چې شعر کښې سړيکه شی. نن د خدمتګار صېب ځوی پاڅون هاغه درد راويښ کړو او ما سانده کړو د خدمتګار صېب ګور د انوارو ډک شه. د خدمتګار صېب روح ته ملامته يم چې د محکومې پښتونخوا نه د طالبانو افغانستان ته نشم تلی. خو نن هم لکه د جهادی وختونو يو ځل بيا د پېښور د شوره د يوسف خدمتګار صېب روح ته وايم..!!
ماته غوږ شه….!!!
زما غږ اوره
زما په سترګو کښې دې ګل شی
چې زه به ې ستا په مينه بل ته غړومه
…………………………………………………………………………
زما سپين ږيری ياره
د پښتون افغان د خاورې خدمتګاره
مانه هېر نه ې زما سپين ږيری ياره
د وفا د لار د سور لښکر سرخېله
ژوند پرسته، د ژوندون ژوندی کرداره
د حالاتو طوفانونو لرې يوړې
ياد دې تلپاتې ارمان دی د بهاره
دا يو ورځ ستا د بېلتون په زمزمه کښې
ما سلګئ سلګئ ژړلې ده په لاره
څه به حال وايمه تاته مزدور ځويه
کور ته راشم د مرګونو د بازاره
ستا سنګر د طالبانو په قبضه دی
ستا د وينو بوی راځی ستا د ګلزاره
اوس هم ستا د مينې دا امتحان ګورم
چې ورغلی ې د داره تر دلداره
ستا پاڅون په خوب کښې وينم لکه ته ې
که ورتلی نشم ستا کور ته ستا په لاره
پېوستون او د تړون په يون دې وياړم
يادوی دې راته شپې نه تر سهاره
ښه ده ښه ده چې ژوندے ې ته ساتلې
د نرانو افغانانو بچو پلاره
د بشر سترګو کښې اوس هم لا غړېږې
زار شم زار د مزدور ځويه انتظاره