لیک: نورالبشر نويد
اېمل ولی خان د مولانا خانزېب شهيد وينې ته امتحان ووې….!!!
باجوړ امن پاڅون،
ټول وطن پښتون ، پښتون،
يو قدم يو آواز
د انجام دا آغاز
د مولانا شهادت دوه نوې برخې پښتنو له ورکړې،ټول باجوړ، خېبر،تيراه،وزيرستان ې د امن پاڅون په غږ راپاڅوو، دوېمه برخه داده چې اے اين پی مشر ايمل ولی خان په وړومبی ځل ووې!! دا زما امتحان دے |
ديارلسمه جولايئ د باجوړ امن پاڅون هاغه ورځ ده چې مولانا خانزېب شهيد د دې دپاره د باجوړ په لارو کوڅو حجرو جوماتونوپه سپينو جامو کښې داسې ګرځېدلی وو لکه په کفن کښې چې د پښتنو د امن دپاره د باچاخان د تاريخ هاغه پخوانے غږ کوی!!
کفن په ترڅ کښې د سيالئ مېدان له ځمه
مرګيه مه راځه درځمه

هاو مولانا شهيد مرګ له ورغلو او د شهادت په درېمه ورځ د ټول باجوړ اولسونو په امن پاڅون کښې دا دعوه وکړه چې زمونږ قاتل رياست دے، دا دعوه په هاغه قاتل ماښام هم شوې ده چې د ننګونو غېرتونو سړے په خپلو زخمونو کښې اوده پروت ؤ او رياست تراوسه خاموش دے بلکې شهيد ورته هم نه وای ، پښتانه د رياست نه د شهادت سرټيفيکېټ نه غواړی د شهيد د سرټيفيکېټ ضرورت د سرکاری اعزازاتو او سرکاری پېکج دپاره وی د پښتنو شهيدانو اعزاز انقلاب وی، د اولسونو يوه يوه سلګئ او اوښکه او چغې د هاغه اعزازاتو نه ډېره معتبره ده چې د لفټ رائيټ لفټ په شېطاني خاموشئ کښې ې اخری سلام وی او بس….!!!
قامی شهيدان په چغو په نعرو د خپلې خاورې غېږله ځی دا بئيله خبره ده چې د قامی شهيدانو دعوې او وينې اوسه پورې نتيجه ورنکړه. دغه د شهيدانو لړئ ډېره اوږده ده چې مونږ سره خوا کښې د کابل يو شهيد مير اکبر خېبر راواخلو د سرداود لېونئ سردارئ چې ميراکبر خېبر خوړو نو د هاغه وينې زور وو چې خلقيان او پرچميان ې يوه کړل او د ميراکبر خېبر وينې د ثور انقلاب راوړو د کابل سرداري ې په بې نومه قبر کښې ښخه کړه خو دلته بلها بلها شهيدان په سرو کفنونو کښې خخ شول دا وينې زرغونې نشوې، مونږ دا دعا وغوښته..!!
خدايه سپرلے کړے چې دا سرې وينې ګلونه شی بيا
د خوېندو مېندو لوپټې سره نشانونه شی بيا
مونږ په کوېټه کښې د عثمان کاکړ جنازه وليده چې بيخی پښتانه بغاوت ته تيار وو محمود خان اچکزی دغه وخت ببرو پښتنو ته د پی ډی ايم قيصه کوله ځکه چې مولانا فضل الرحمان د پی ډی ايم صدر وو او پنجاب ته ې مظلوم وئيلو ځانته ې يو شهيد خاموش کولو په پښتون بغاوت باندې ېې خاورې اړولې..او سياسی مصلحت ې د قرآن په دغه آيات ونغاړو..
ان الله مع الصابرين
بل يو شهيد د نورو بلهاو شهيدانو نه يو ګيله مند وزير د پی ټی ايم د منظور
د مير اکبر خېبر وينې په کابل کښې خلقيان پرچميان يو کړل د ثور انقلاب ې راوړو دلته بلها بلها شهيدان په سرو کفنونو کښې ښخ شول دا وينې زرغونې نشوې |
پشتون په برخه راغے، سورلښکر د پېښور څخه وزيرستان ته لاړو او هلته په تقريرونو کښې د وينو دا قيصه هم لاړه او ساندې ترې جوړې شوې اوس لکه د کربلا د مظلومو امامانو د کال وير شو..

او اوس…!!!
مونږ اوس د باجوړ امن پاڅون کښې د مولانا خانزېب شهيد د وينې خوند رنګ داسې ښکاره شو چې ټول باجوړ له ې ژبه ورکړه باجوړيانو له ې شعور ورکړو او ټولو په شريک آواز ووې..، مونږ ته خپله خاوره پريږدئ او زمونږ قاتلان مونږ له راکړئ، هر څو که پاکستان د هېڅ سياسی قتل قاتلان تراوسه نه دی ورکړی خو د مولانا شهادت دوه نوې برخې پښتنو له ورکړې، يوه داچې ټول باجوړ،خېبر،تيراه،وزيرستان بشمول د ټول پښتون افغان وطن د امن پاڅون په غږ راپورته شو او رياست سره خبره سپينوی.
دوېمه برخه د مولانا د وينې داده چې اے اين پی مشر ايمل ولی خان په ړومبی ځل ووې!!
«دا زما امتحان دے»
او اوس ټول پښتانه د مولانا وينې ته خپل امتحان وای، بايد چې ټول پښتون وطن ورته خپل امتحان ووای، ځکه چې پښتانه به اوس خپله قامی فېصله کوی، اے اين پی د تاريخ په اوږدو کښې په ړومبی ځل د مولانا خانزېب شهادت ته امتحان ووې نو د وينې امتحان په نقل نه پاس کيږی، دا امتحان به د خوشحال د دې شعر هنداره پکار وی.
بله هيڅ ليدنه نه شي په دا مېنځ کښې!
یا مغل له مېنځه ورک يا پښتون خوار