٫٫یہ اعجاز ہے حُسنِ آوارگی کا جهان بهی گئے داستان چهوڑ آے،،
هاؤ مونږ شاعران ليکوالان دَ لفظونو دَ سفر لاروی دَ ژوند پۀ کږلېچونو ځان پسې بلها داستانونه پرېږدو ، چې هغه بيا ماضي شی، خو تۀ عجيبه ماضي لرې، د ماشوموالی نه تر زلميتوب اؤ بيا تر سپينې ږيرې، حسرت+حسرت+حسرت= حسرت پاتې شوې، تا پۀ ژوند کښې حسرتونه راپېدا کړی اؤ روزلی دی، پۀ داسې عمر کښې خلق دَ آئينو نه يرېږی، ځان ورته پۀ بنده کوڅه کښې ولاړ ښکاری، دَ واپسئ ټولې لارې ورته نۀ وی، خو ستا دَ تحقيق اؤ څېړنې کار داسې دے، چې دَ واپس راګرځېدو پۀ هنر پوهېږې، دَ ورک موندلی پۀ مصداق زمانې لټول درځی، نو ځکه کۀ تۀ سپين ږيرې حسرت هم شوې، خو زما يقين دے چې ته به دَ هلکوانے هاغه ګوډۍ ګوډۍ تصوير ته پۀ دې وياړ ګورې، اؤ دا به ورته وائې..!!
اے زما ښکلی نازؤلی حسرته..!!
ما د ځان سره تۀ د ژوند پۀ هر پړاؤ وۀ ګرځولے، خو چرته مې هم د بائېللی جوارګر پۀ شان بائېللے نۀ يې، ما نور نور ښکلے کړے يې، عن دا چې د يؤ ماشوم حسرت نه مې سپين ږيرې پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت جوړ کړے، البته يو کار مې وۀ نۀ کړې شو، چې پوره مې نۀ کړې شوې،
نيمګړے حسرت پاتې يې اؤ دا هم ځکه چې حسرت نۀ پوره کېږي..لکه دَ قلندر مومند دَ افسانې دَ نوم تل « نيمګړې نيمه خوا » پاتې وی.
2 thoughts on “ماته غوږ شه”
ډير اعلا سر ستاسو دې ليک سره د حسرت صاحب د ژوند او فن ډير اړخونه په بشپړه توګه مونږ ته راورسيدل ما ډير په خوند خوند ولوستل
[7042]panda95 Official Login | Trusted Online Casino Malaysia Fast Payout,panda95 offers a premium gaming experience. Get the official apk download for seamless access to a trusted slots site with fast payouts. Join the action today! visit: panda95