ماته د پخوانی دور يوه سلسله رایاده شوه چې دا ليک به په دې يو عنوان کېدو،،. فلانکے زما په نظر کښې،، په جواب کښې د لفظونو د احسان په بدله کښې به جوابی ليک هم په دغه عنوان راتلو،
اوس حالات بدل شول، د ليکلو او ليکوالانو انداز هم عالمانه شو، نو که خبره د نسوارو او سګرېټو او نورو نزاکتونو پورې بوځی، نو چې هر خوا ې يوړې،
زمانقاد ، محقق حسرته …!!
ستا د ريسرچ انداز هم اوس هاغه د ځوانئ پشان ګستاخ نه دے، ډېر مؤدبانه دے، ځکه چې د محترم قلندر مومند په تنقيدي مکتب کښې دې تنقيدي شعور موندلی دے، وړومبے خو به دا ووايم چې زمونږ په قبيله کښې تنقيد هم لکه د املاګانو تقسيم در تقسيم د پيرئ مريدئ يو تسلسل دے، که املا هر څو د هرچا ځان ځان له خپل دليل او موقف دے ، نو ناقدانه راې هم خپله خپله وی،
تاته به ياد شی چې په تنقيدي اجلاسونو کښې به غزل تنقيد ته پېش شو نو تنقيد کښې به ې ورله بيا رنګ روغن وکړو، او هغه غزل به پاس شو، اوس د نقادانو نه د بنده ويره وشی، ،تاسو اپريشن وکړئ خو د اپريشن پرهر ګنډل نه کوئ، نو بيا په هغه پرهر مچان بنګيږی او کېنسر ترې جوړ شی،
که زمونږ پشان په داسې عمر کښې ستاسو پشان سرجنانو اوړيدو نو بنده له اخره خاتمه خرابوئ، خو ستا ناقدانه تربيت باندې زما ډېر باور دے ، چې نه به دومره جارح يې چې دَ ژبې نه به دې څوک زخمی شی، نۀ به دومره ګُستاخ يې چې څوک به خفه کړې.
نور بيا
2 thoughts on “ماته غوږ شه”
د بشر صاحب نثر هم د شعر خواږۀ او تخلیقیت لري.دا ئې کمال دے چې غېر افسانوي اصناف هم لکه د افسانوي اصنافو دومره په ادبي اسلوب کښې تخلیق کړي چې لوستونکے په خپل سحر کښې بېخي ورک کړي او بیا چې موضوع ډاکټر زبېر حسرت صاحب وي نو خوند ئې نور هم سېوا شي.ښکلے او زړۀ راښکونکے ليک
د بشر صاحب نثر هم د شعر خواږۀ او تخلیقیت لري.دا ئې کمال دے چې غېر افسانوي اصناف هم لکه د افسانوي اصنافو دومره په ادبي اسلوب کښې تخلیق کړي چې لوستونکے په خپل سحر کښې بېخي ورک کړي او بیا چې موضوع ډاکټر زبېر حسرت صاحب وي نو خوند ئې نور هم سېوا شي.ښکلے او زړۀ راښکونکے ليک
ډير په زړه پورې ليک ماته يي په لوستو خوند راکړ