قطر نه د پښتو غږ

د لياقت علي خان وژنه

اوله برخه

په انګلستان کښې ناست د پوځ نه تښتېدلے کپتان حيدر مهدي سره د لياقت علي خان د قاتل سيد اکبر ځدران زوي په امريکه کښې مېشت ډاکټر فاروق ببرک زي يوه مرکه کړې ده کومه چې د هغه په کتاب( دي اساسينيشن اف لياقت علي خان) په حواله  ډېر خاص او اهم معلوماتو باندې بحث شوے دے۔

په دې مرکه کښې چې تر اوسه ئې دوه قسطونه جاري شوي دي ډاکټر فاروق ځدران وائي ۔ چې سيد اکبراو د هغه مشر ورورمزرک ځدران په نولس سوه څلورڅلويښتم کښې د افغانستان نه د انګريزانو په وېنا د هغه وخت افغان حکومت له خوا جلاوطن کړي شوي وو۔ ځکه چې د دويم لام په معامله کښې مزرک ځدران د جرمنيانو پلويتوب په حواله بيان ورکړې ؤ، او بيا انګريزانو د هغوي په کور بمباري هم کړې وه خو چې کله بيا دوي د افغانستان د حکومت له خوا زيات تنګ کړې شول نو دوي هغه وخت د انګريزانو نه پناه وغوښته چې هغوي د دوي درخواست د خپلو مقاصدو د پاره قبول کړو ۔

فاروق ببرکزۍ وائي چې نيکه ببرک ځدران ئې لس ودونه کړي وو چې له پينځو ښځو ئې اولادونه ؤ۔ د سيد اکبر او مزرک ځدران مور احمدزي وزيره وه ځکه دوي اول وزيرستان ته راغلل ۔ هغه زياته کړه چې بيا  درې کاله پس چې  هند او پاکستان ازاد شوي وو مونږ د هغه وخت حکومتي چارواکو ايبټ اباد ته وليږلو۔ د انګريزانو او بيا د پاکستان د ايسټيبلشمنټ په نظر کښې مونږ خاص خلق وګرځيدو ځکه چې زمونږ نيکه ببرک ځدران د امير عبدالرحمن سره خاص تعلق ؤ۔ خو بيا وروسته د مزرک ځدران په بيان انګريز د افغان حکومت نه مطالبه وکړه چې دا کورنۍ هيواد دښمنه وګرځوئ۔  زما پلار او د هغه مشر ورور د افغانستان نه جلاوطن کړل شول۔ چې  د دوي په جلاوطنۍ انګريزسرکار خوشحاله وو۔ زما پلار سيد اکبر په شمول دا څلور وروڼه وو دوه بېرته افغانستان ته ستانه شول او سيد اکبر او مزرک ځدران په ايبټ اباد کښې ميشته شول۔ په هغه وخت کښې ئې تقريبا درې سوه روپۍ وظيفه د مياشتې ورته مقرره کړه۔ دغه وخت د پاکستان حکومت د کشميرپه لانجه کښې دا کوشش کولو چې د جهاد په نوم کشمير په قبائيلو پښتنو ازاد کړي۔  د دوي کوشش دا ؤ چې مزرک ځدران هم دلته يو لښکر جوړ کړي او زمونږ سره په کشمير کښې د جهاد په نوم د هند سره وجنګيږي۔ سيد اکبر څوک چې يو بې سيواده کس ؤ او دومره  د عقيدې او جهادونو په حواله نه پوهيدو البته دا شوق ئې ؤ چې هغه هم لکه د مشر ورور په څېر خپل نوم او مقام جوړ کړی۔ د حکومت سي ائي ډي که يو طرف ته مونږ خاص خلق ګڼلو نو بل طرف ته ئې مونږ تر نظر لاندې هم ساتلو۔ دوي په څه طريقه د سيد اکبر   د څه جوړېدو خؤاهش کمزورئ نه فايده واخيسته او سيد اکبر ئې د کشمير جهاد ته قائيل کړو

هر کله چې  پوځيانو او قبائيلي لښکر د کشميرڅو برخې ونيولې نو په دغه وخت لياقت علي خان د هند سره صلح وکړه په کومه چې پوځيان ډېرخفه شول او د لياقت علي خان نه ئې د ځان خلاصولو کوششونه شروع کړل۔ ميجر جنرل اکبر خان او د هغه ځنې ملګري د پنډي کيس سازش کښې ونيول شول او د ډاکټر فاروق په خيال لياقت علي خان دوي ته د مرګ د سزا نه کمه سزا باندې راضي نه ؤ ۔ دغه وخت ځنې سياسي خلقو هم د لياقت علي خان وجود نه برداشت کولو چې ګويا دا د بهر نه راغلے سړے دے او اوس زمونږ په وطن اوسياست کښې ئې ځان دغه مقام ته ورسوو۔ د ميجرجنرل اکبرد ډلې يو پوځي ميجر خورشيد چا چې د غلام محمد سره هم تعلق لرلو سيد اکبر د جهاد په بهانه دې خبرو ته تيار کړو چې په لياقت علي خان ډز وکړي دغو ورځو کښې په ايران کښې هم يو کس د ايران وزيراعظم ووژلو خو هغوي قاتل بري کړو نو تا به هم مونږ د دې مرګ نه پس روغ سلامت له دغه ځايه اوباسو۔ په پنډئ کښي دغه وخت دوه سټيډيمونه وو يو وکټوريه سټېډيم او بل کمپني باغ  چې بيا وروستو لياقت باغ شو۔ سيکورټي چيف ډي ايس پي خان نجف خان دا خوښۀ کړه چې مونږ به جلسه په کمپني باغ کښې کوو ۔ حالانکه وکټوريه سټيډيم د کمپني باغ په مقابله کښې زيات محفوظ ؤ خو دوي داسې غوښتل چې کمپني باغ نسبتا غېر محفوظ ځاےدے او دلته د دوي مطلب پوره کېدلې شي ۔ په دغه ورځ چې جسله د مازيګر په څلور بجې کېدونکې وه دوي سيد اکبر دغه ځاے ته دوه بچې راوستلې ؤ۔ سيد اکبر چې د ايبټ اباد نه راروانيدو نو  خپل ورو ته ئې يو خط د ايبټ اباد د سي ائي ډي افس په نوم وليکلو چې زه پنډئ ته ځم او هغلته سي ائي ډي والا ته خبر ورکړه چې ما نه تنګوي ۔ سيد اکبر  ګرينډ هوټل ته بوتلے شو د لیاقت باغ د جلسې وخت څلور بجې ؤ خو سید اکبر یې دوه بجې  کمپني باغ سټيډيم ته راوستلے ؤ۔

نور بيا

3 thoughts on “قطر نه د پښتو غږ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!