قطر نه د پښتو غږ

د سمندر په غاړہ

د سمندر په غاړه د سلیم بنگش صیب عربو ته  د  مختلفو سفرونو   نثری بیلګه  دہ چې  ھم سږ کال د 500 کتابونو  په تعداد کښې  په  مجلد شکل په ښکلي کاغذ چاپ شوې ده۔دا کتاب د بک پلس کوٸتې له خوا خپور شوې دےتړون ٸې د پاک پښتو ادبي ټولنې دوحه قطرد امارات پښتو ادبي ټولنه دبۍ او امارات پښتو ادبي چمن دبۍ د خواریکښو پښتنو لیکوالانو په نوم کړې دے۔او پښتو ادبي چمن ټل ته سوغات شوې دے
ھسی خو ما بلها سفرنامې او رپورتاژونه لوستلي  دي۔ خو د دې سفرونو دا مجموعه د ژور  تاثر ځانګړتیا لري۔په دې کتاب کښې مصنف بغېر  له څه تصنع ډېر په ازاد مټ لیک کړې دے۔ او ډیر ناویاته معلومات ېې پکښې په ډېر اسانو او راوانو کرښو لیکلي دي
زمونږ د لیکوالانو سفري  لیکونه عموما کم و بیش ھم یو شان روایاتی اشکال لری ۔ زیاترہ سفرنامې  د رودادونو او رپورتاژنو شکل لري
د ھغې بنیادی وجه دا دہ چې یا خو زمونږ لیکوال د سفرنامو د صنفي تکنیکي لوازماتو بې خبرہ وي  یا ئې قصدا دومرہ خیال نه ساتي او دا هم  ممکنه ده چی زمونږ لیکوال لکه  د ازاد منش فري  لانس لیکوال په څېر  د خپل طبیعت مطابق لیک کوي
د دې خبرې هم احتمال شته چې د سفرنامې د پاره کوم  تحقیق پکار وي یا خو د دغه تحقیق راغونډولو   د پارہ ورسرہ وسائیل نه وي یا  د یو سفرنامې  په حواله د  تحقیقي مواد کوم چې په نورو ژبو کښې وي  د لوستلو یا ترجمه کولو  ستړتیا تری نه کيږي
هسې هم د پښتو د کتابونو  مارکیټ نشته چې خرڅ شي  او نه ئې سنجیدہ قاري شته  چې لیکوال په کتاب خواري وکړي ۔ او د بل کتاب د پاره ورسره  شوق  پیدا شي۔بس خو د دستیاب وساﺉیلو په کار راوستلو کښې اکثر بیړندې شي او په بیړه کښې بیا ډېر شیان نیمګړي پاتې شي
د سلیم بنګش صیب دا سفري دستاویز ھم تقریبا ھم ھغه روایاتی  بڼه  لري  خو په یو  لحاظ څه نوي توکي هم لري چې د کتاب ارزښت پرې زیات شوې دے
اولینۍ  برخه  ئې دومرہ ناویاته  په شفاهي بڼه راغونډ شوي تحقیقي موادو  مشتمله ده  چې ګمان نه کوم چې بل کوم څېړنکار د دې نه وړاندې دومره دقیق تحقیق کړې  وي ۔ ځکه چې زه پخپله د تېرو اتو دېرشو کالو راهسې هم د عربي هیواد مسافر یم  او ګڼ شمېر محقیقنو ته تر خپله وسه پورې معلومات ورکوم خو دومره معلومات ماته هم نه وو کوم چې بنګش صېب په دې کتاب کښې راغونډ کړي دي۔ چون د  دې کتاب د لیکوال تعلق د داسې  سیمی سرہ دے چی د عربو خاورہ ھم د دی سیمې د خلقو ډکه دہ  او غالب ګمان ھم دا دے چی ھم د دې سیمو  پښتنو اولیني قدمونه د عربو په خاورہ ایخي دي
هم دغه پښتانه په  نولسمه صدۍ کښې اسټرلیا ته او له دې هم ډېر وړاندې هند ته کوچېدلي دي ۔
د بنګشو اورکزو او نورو ګڼ شمېر پښتنو قبیلو بادشاهۍ و نوابۍ د پاکستان تر جوړیدو پورې قاٸمې وې۔
عرب د شلمه صدۍ  په نیماٸې کښې د تیلو په دولت مالا مال شول  نو د دنیا د خواریکښو پام هم د عربو لور ته راوګرځیدو
ایرانیان او بلوچان ورسره نزدې وو نو د دوٸي تجارت ورسره له پېړیو پېړیو راوان وو خو چې د تیلو چينې راڅرګندې شولې نو بیا عربو  ته د نوو ابادو ضرورت پيښ شو او د دنیا د ګاریګرو ورته مخه شوه نن عرب د جدید ټیکنلوجي په کارولو بوخت دي او د دنیا اعلی و ارفع تعلیمي او تکنیکي ادارې په کښې فعاله دي

د سلیم بنگش ټول ژوند د  دې قیصو په اوریدو  کښې تېر شوې دے ، د وطن نه د کارګرانو د لېګدېدلو او  بیا د راتللومشاهدہ ٸې کړې ده  او د  هغوٸي د تېرو تجرباتو احوال ٸې محسوس کړي او لیکلي  دي
لهذا دوٸي سرہ میسر معلومات ھم د لیکوال   لیدلي کتلي  احوال دي   د دوئي  دغه تحقیق بیخی عین شھادتی او مصدقه شفاهي  تحقیق  دے  چې د نوو څېړنکارو د پاره په کښې ډېر څه په ګوتو ورتلې شي
بنګش صیب  د تحقیق د پارہ د کتابونو او سفر نامو لوستلو  ضرورت نه دې محسوس کړې بلکه سینه په سینه منتقل واقعات ٸې  په خپله  لیدلي کتلي   زمونږ تر خوا رارسولي دي  او ھم دغه د دې سپیځلي  کتاب مظبوط او انمول تحقیقي مواد  دي
اکثر لیکوالان چې کوم ھیواد ته لاړ شي  نو د غه وطن حالات  تاریخ جعرافیه او د خلقو بود و باش راسپړي او قلم ته ېې سپاري
بنګش صیب د  دې  څایه له کومو سختو  ستونځو تېرېدونګیو خلقو چې په قافلو او جتو کښې به تلل  او عربو ته ېې  په میاشتو میاشتو په پښو مزلې کولې  او بیا به ګاډو  لارو او  کښتیو کښې لکه د ګډو بیزو د لیږدیدلو او په ډېرو سختو لوږو تندو کښې د  رسیدلو واقعات چې په کومه  دردناکه  پیرایه کښې  بیان کړې ده هغه زمونږ پښتنو ځوانانو ته د عبرت اسباق ګرځیدلې شي
بنګش صېب هم د کتاب ابتدا  د پښتون وګړو  د ھندوستان د سفرونو کړې دہ ۔چې د لیکوال علمي او تاریخي بصیرت ظاهروي
داسې لیکل  زمونږ د مسافرو  پہ یو کتاب د صحرا ګلونه  باندې پینځه دیرش کاله وړاندۍ   رحمت شاہ سائیل  صیب هم کړي وو خو  ھغوئي   د پښتنو د هند و سند  دردناک  سفرونه  د عربو د موجودہ  اسان په جهاز سور  سفر سره مقائیسه یا پرتله کړي وہ خو بنګش صیب د ہند و سند  د سفر سرہ  سرہ  د عربو د دردناک سفر بنیادي تاریخ بیان کړې  دے چې یقینا د عامو لوستونکیو د پارہ بیخی سبق اموز   او  د څیړینکارو  د پارہ  بنیادي قوي  تحقیقی حواله جوړیږی
ما پخپله  اته دیرش کاله په عربو کښې  تېر کړي ، او لا ھم د سفر پسې  سفر په حالت کی یم ۔
ما ھغه خلق ھم لیدلي چې په  جتو کښې  عربو ته  بغیر څه شناختي کاغذ یا پاسپورٹه  په سمندري لارو په کښتیو کښې راپورې  شوی وو۔ ما په 1947  کښې د تقسیم  هند په نتیجه کښې له هنده پاکستان یا انګلستان ته مهاجر شوي  او بیا هم سم دستي عربو ته را  اوړیدلي خلقو واقعات هم اوریدلي دي
په سن 1950 کښې تلونکی  مہاجر مې ھم لیدلي دي او په 1937،36: کښې په بمبۍ کښې جوړ هغه بریطنیاوي پاسپورټونه مې هم په  یو زوړ وران کور کښې موندلي دي ۔ چې خلقو پرې د هند نه سفرونه کړې وو
د ګردیز ، رباط  خوست ټل ھنګو پښتانه مې ھم لیدلي دي چې په  ډېر تکلیف را رسیدلي  او نیما ٸي  ملگري تري په  لارہ یا کشتۍ کښې  مړه شوي  دی۔ د قاچاق بري کار به اکثر بلوچانو  کولو چې اکثرو به د  سمندر په مېنځ  کښې په یو  بے اب و ګیاہ غر   په څنګ کښې  له کښتیو  کوز کړل  ا و ورته به ئې  اوئیل چې منډا کړﺉ دا مخامخ دوبۍ  ده
نابلده پښتانه به ٸې  د ابناٸے ھرمز په غرونو  او نورو  شاړو جزیرو کښې پریخول ۔ او دا عاجزان به له سختې ګرمۍ او  تندې  ومړل۔ د ډیرو هډوکي او با قیات په دې  غرونو کښې خواره واره پراته دي
کوم خلق چې به ورسیدل هغوﺉ به کلونه کلونه دغلته په سختو غرمو کښې مزدورۍ کولې او د بیا راتګ درک به نه لګیدو۔ یو خو چا سره پاسپوزټ او کاغذونه نه وو بل هواٸي سفرونه دومره عام نه وو۔په کیښتۍ کښې راتلل یو ځل بیا د مرګي د خلې راوتل وو
د بنګش صیب په دې کتاب کښې د دې خلقو بد حال ډېر په تفصیل سره بیان شوې دے بیا پہ خپله د لیکوال دغه عربي هیوادونو ته د سفرونو احوال هم بیان دے۔ په دې سفرونو کښې د قطر او اماراتو د سفر او بیا هغلته د دوﺉ په اعزاز کښې د مختلفو ټولنو او ادبي جرګو په بندوبست جوړ شوي پروګرامونه او مشاعرو  مختصر ذکر بیان شوې دے
پرته له دې دپښتتو د  داسې تنظیمونو ذکر هم په کښې  بیان شوې دے چی ھغه کوم لیکلې اٸین نه لري بس د فلاح بهبود د مړي سیلاب ، زلزله ځپلو د پاره تش د څو مشرانو په خله په اعلان کار کیږي ۔ په قطر ګښې د یو بډاخیل قلم باد شاه ذکر ېې هم کړې دے چی دا شخصیت او د هغه وخت مشران اوس وفات دي  خو هغوٸي د دې  دومره ښه کار بنسټ او  بنیاد ایخې دے چی پښتانه د مړي  وطن ته د  وړبو هیڅ قسمه ستونځه نه لري او په مختلفو جماعتونو کښې مختصر اعلان چي د فلانې قبیلې کس وفات شوې دے او په فلانې منطقه کښې ٸې دیره ده
بس د هرې دیرې مشر د خپلې دیرې د نفوسو په شمیر چنده هم وروړي او دعا هم کوي ۔ څه کسان رضاکارانه د مړي کاغذي کارواٸې ته چمتو شي۔ او څه کسان ٸې چندې راغونډولو او د میلمنو تګ راتګ  ته کښیني
سلیم بنګش صیب په  خپل کتاب کښې د عربو کورونو کښې دپیغلو جینکو د  پیغلتوب ته د رسیدو د بو رسم ذکر کړې دے چې کله په کږر کښې جینۍ پیغله شي نو خلقو ته د پيغام ورکولو او څرګندولو په خاطر د جینۍ پلار د کور د پاسه  بیرغ لګوي ۔ چې یقینا زما د پاره هم نوې خبره ده
دا کیدې شي چې په اولیني وختونو کښې دا روایات وي اګر چې عرب اوس هم سره د دومره اوچتې  شرح  تعلیم او جدید زمانې د رنګونو سره بلدتیا  او په ترقی یافته هیوادونو کښې بود و باش لري خو خپل روایات نه پریږدي
البته د ودونو دودونه ٸې لږ کړکیچن دي ۔اوس هم په واده بلها ډېر خرڅ ګیږي۔ د جینۍ پلار د جینۍ ولور اخلي۔ بل د اوچتو قبیلو خلق خپلې لوڼه د ځان نه کم سړي ته نه ورکوي ۔ او چې واده وشي نو ځلمې د ناوې کور ته واده شي ۔ کم و بیش میاشت دوه دلته د جینۍ کور کښې وي او بیا چرته د ځان د پاره تیار شوي کور ته شفټ شي ۔ شریک فیملي سسټم کښې  نه اوسیږي۔ چې کله واده وشي او اوله شپه تېره شي نو د ځلمې خپلوان د خپل  ځلمي د ناوې کور ته سحر سبا کښې  لاړ شي
که د ځلمې ناوې خوښه شوي وي نو د خپل کور د کسانو سره کښیني او خوراک څخاک او خوشحالي ګوي که په طبیعت ٸې برابره نه وي نو د راتلو سره غلې پاسي او د خپلو خلقو سره روان شي۔ بس د دې مطلب دا شي چې دا رشته ختمه شوه۔ اوس دلته هم حالات بدلیږي
په اخر کښې یو ځل بیا د خپلې خبرې تکرار کوم چې په مختلفو وختونو کښې کړي په سفرونو لیکلې  دا بیلګه سلیم بنګش صیب د کومې سفرنامې په نیت نه ده لیکلې بلکه د دې سفرونو د یادښتونو د محفوظ کولو یوه هځه ٸې کړې ده چي ډیر خوږ او په زړه پورې  اسلوب کښې ٸې  لیکل کړي دي
د دوٸې د شعر انګازې خو هسې هم په ټوله پښتونخوا کښې خورې دي دا نثر ېې د شعر نه هم زیات خوږلت لري

په خپلو شعرونو د دې لیک اختتام کوم چې


error: Content is protected !!