ليک : شاه نواز خټک
سقراط ، فلسفه او د زھرو جام
دوېمه برخه
سقراط د پوھولو خپل انداز لرلو لکه یو ځلمي سره د هغه د اصلاح د پاره مکالمه کوي .
سقراط ترې تپوس کوي چې ته چرې ډيلفي ته لاړ يې ؟
زلمے : هاو دوه وارې لاړ يم
سقراط : ھلته تا دا لفظونه اولوستو چې خپل ځان اوپيژنه
زلمے : هاو جي لوستي مې ؤ
سقراط : صرف لوستل خو کافي نه دي .تا پرې څه ځان د پاره څه فکر وکړو چې زه څه يم ؟
زلمے : زه څه يم ماته مخکې نه پته وه نو څه فکر مې پرې ونکړو .
سقراط : صرف په دې خو کار نه کيږي چې ته خپله نامه پيژنې . يو تن که آس بيعه کوي نو اول پرې سورلي کوي چې ساتلې شوے که سرکش دے ، تکړه دے که کمزورے ، تيز رفتاره دے که نه دے ،تر څو ټولې خوبئ او خاميانې مخې ته کيږدې او جاج يې وانخلي تر ھغې دا نشي ويلې چې دا اس ما ښه اوپيژندو . دغه شان مونږ د پاره غوره نه ده چې د ځان د پيژندلو دعوه ولرو څو چې ځان کښې لرونکي صلاحيتونو نه بې خبره يو او د ھغه فرضونو نه ناشنا کوم چې د انسان په توګه په مونږ بار دي .
| سقراط وئيل، يو عالم تر هغه وخته پورې ريښتيني عالم نشی کيدی ترڅو چې پکښې برداشت نه وی |
د سقراط او ګورګياس تر مينځه بحث افلاطون په خپل ليک کښې څرګند کړے . ګورګياس يو سوفستايي او د خطابت لوئې استاد ؤ . دا مکالمه د ايتھنز د وخت د ټولنې د اخلاقي او سياسي ستونزو ډېر ښکاره انځور وړاندې کوي . سقراط د ده سره بحث شروع کړي چې رېټوریک يا خطابت رښتيا د علم برخه ده که يوازې د خلکو د غولولو وسيله ده ؟
ګورګياس : خطابت هغه هنر دی چې هر څوک پرې په خبرو د خلقو باور پيدا کولاې شي خاصکر په عدالتي او سياسي غونډو کښې.
سقراط : آيا خطابت د حقيقت ښودلو هنر دی که د خلقو خوشحالولو او باور راواستولو ؟
سقراط بيا وايي: د طب، نجوم، او د هندسې استاذان د رښتيني پوهې پر بنياد خبرې کوي. خو د خطيب خبرې د پوهې په بنياد نه وي بلکه د خلکو د نظر بدلولو لپاره وي .
ګورګیاس وويل: خطابت د خلکو لپاره ګټه لري ځکه چې خلک پرې خپل حقونه ترلاسه کوي.
سقراط ځواب ورکړو:
که يو کس خطابت زده کړي او هغه د انصاف پر ځای د ناحق ملاتړ وکړي نو دا د ټولنې لپاره تباهي ده.خطيب کولی شي ناسم کار ته ښه رنګ ورکړي او خلک وغولوي
سقراط ايا خطابت د انصاف ښودنه کوي؟
ګورګیاس : نه کوي . خطابت په خبره باور راوړلو هنر دی، نه دا چې د انصاف ښودنه ده .
سقراط : که خطابت انصاف نه ښايي، نو دا يو بلا ده. رښتينی انصاف هغه دی چې د عقل او پوهې له لارې وي نه د خلکو خوشحالولو پر اساس .
په مکالمه کښې نور کسان هم برخه اخلي لکه پولوس او کاليکلس.
هغوی ويل: زور او طاقت د ژوند اصل دی، چې څوک زورور دی هغه بريالي دی.
سقراط : د زور خاوند چې ظلم کوي هغه په حقيقت کښې خپل روح ته زيان رسوي. رښتينی ګټه انصاف، نيکي او د روح د پاکۍ په ساتلو کښې ده .

دا يو بله مکالمه ده چې سقراط بحث کوي .
دا مکالمه په اصل کښې د سقراط او د څو نورو کسانو (پوليمارخوس، تراسيماخوس، ګلوکون، اډيمنټوس) ترمنځ ده.
پوليمارخوس : انصاف دا دی چې د خپل دوست مرسته وکړې او د دښمن تاوان.
سقراط وايي: خو که ستا دوست په حقيقت کښې بد سړے وي؟ نو بيا مرسته کول انصاف دې که ظلم؟
په دې توګه سقراط دا تعريف رد کړي
تراسيمېکوس (يو سوفستايي) وايي:
انصاف نور څه نه دي يواځې د زورؤر ګټې ته ويلې کيږي
په هر ښار کې واکمن قانون د خپل ځان د ګټې لپاره جوړوي
نو انصاف د زورؤر اطاعت کول دي.
سقراط ځواب ورکوي: حاکم کله ناکله تېروتنه کوي او د خلکو پر ځای خپله ګټه خرابوي. رښتينی واکمن د خلکو د خير لپاره کار کوي لکه د طب ډاکټر د ناروغۍ د روغتيا لپاره . نو انصاف يواځې د زورؤرو ګټه نه ده .
ګلوکون او اډيمنټوس دا پوښتنه کوي:
ولې د عادل ژوند غوره دی؟ ډېر وخت ظالم خلک مال، واک او شهرت تر لاسه کوي. يو عادل سړی کېدای شي کمزورے پاتې شي.
سقراط وايي: ظالم سړي دننه تل ګډوډ وي . د ده روح ناروغ وي.
عادل سړے د خپل روح په توازن کښې خوشاله وي که څه هم په ظاهره بېوسه ښکاري .
| د سقراط کورنی ژوند د ستونزو او سختو سره مخ ؤ، ځکه چې ده به زيات وخت بحثونو او فلسفې ته ورکؤو ښځه ې هم د ژبې نه سخته وه خو ده به ورسره ډېر برداشت کوو |
زینوفون چې د سقراط شاګرد وائي چې سقراط به تل په دې فکر كؤو چې څنګه وړ او لایق کسان د واک په دندو کښې کېنوي. په دې اړه بل د پوھولو د پاره به هغه داسې پوښتنې کولې:
که زه وغواړم چې یوه چپله ؤشليږي، نو زه به چا ته ورځم ؟
يو ځوان به ځواب ورکو موچي ته به تلل وي .
سقراط به بيا تپوس وکړو که دروازه ، کھړکۍ يا ميز خراب شي نو چاته به ځم .
شاګرد به ځواب ورکړو ترکان به دا کار کوي .
بيا به يې يکدم سنجيده سوال وکړو که د رياست بيړۍ خرابه وي څوک به يې سموي ؟
سقراط دې په اړه وايي څنګه چې لوبو د مقابلې د پاره د لوبغاړو د اھليت په بنياد انتخاب کوئ او دا عام خلق نه وي . نو دغه رنګې د حکومت څوکۍ دې هم عام خلقو ته نه ورکړې کيږي بلکه داسې تنانو ته ورکيدل پکار دې چې د منصب اھل وي .



زبردست لیک دے ۔۔۔