فلسفه

سقراط ، فلسفه او د زھرو جام

ړومبۍ برخه

د لرغوني يونان ځلند ستورې او مشھور فلسفي سقراط په۴۷۰ ق.م شاوخوا په ايتھنز ښار کښې زيږيدلې ؤ . د سقراط تعلق د متوسط طبقې سره ؤ . د پلار نوم يې سوفرونيسکوس د مجسمو جوړولو ھنر مند ؤ . مور يې داعي وه . ده واده هم کړې ؤ او درې بچي يې لرل . د ھغه شاګردانو چې د ھغه د مخ کوم نقشونه ياد کړي له ھغې تر مخه شکل وصورت نه ښائسته نه ؤ . ساده ژوند يې کؤلواو د ځان خيال ساتلو ته يې ډير اھميت نه ورکولو .ساده جامې به يې اغوستې او اکثر به ښپې ابلې ګرځيدو . دے بدني سختو سره بلد ؤ او په خپلو جذباتو ې د قابو ساتلو ډير صلاحيت لرلو .د ايتھنز په پوځ کښې هم پاتې شوے او په مھم جګړو کښې ې برخه اخستي وه .

دغه وختونو کښې به نور فلسفيان د ذدهکړو د پاره د خپل ښار نه بھر به  نورو ښارونو  ته  تلل خو سقراط د خپل ښار نه بهر نه ؤ ؤتے . دغه وخت کښې ښاري يا ښاروالي حکومتونه ؤ . د هر ښار به خپل حاکم ؤ . سلطنت روستو د ارسطو په زمانه کښې  د سکندراعظم د فتوحاتو په نتيجه کښې جوړ  شو . ايتھنز کښې جمھوريت ؤ خو سقراط داسې يوې سياسي ډلې سره تعلق نه لرلو . دغه وخت کښې اېتهتنز ښار  يو سیاسي، کلتوري، او د فکري پرمختګ مرکز حيثيت  لرلو . په دغه وخت کښې د سقراط ژوند د لرغوني یونان د یو ډېر مهم دور سره تړلی ؤ .يو خوا د هنرونو، ادبیاتو، تهيټر ، او فلسفې لپاره مشهور ؤ بل خوا د جګړو او سیاسي شخړو سره هم مخامخ ؤ . ايتھنز او سپارټا تر مينځ جګړه هم شوي وه چې  ايتھنز پکښې ماتې خوړلي وه . په داسې ماحول  یوه ټولنه کښې، د خلکو ژوند د سیاست او ټولنیزو بحثونو نه تاويدو .  په همدې وخت کښې د  سوفستانو یوه ډله هم فعاله وه  چې د بیان هنر او د بحث ګټلو لپاره ې خلک تيارول. مخکني فلسفيان چې  کائنات ، فطرت او عقل يې موضوع ؤ او د هغو په اړه ې خپل فکرونه څرګندول . سوفيستانو ډلې دغه وخت په يونان کښې خپل اثرورسوخ پيدا کړې ؤ او د فلسفې موضوع يې انسان ته راواړوله  .  لکه د دوي مشر استاز وينا وه چې انسان د ھر څه پيمانه ده . په سوفستانو د نورو نيوکو نه علاوه دا الزام هم دې چې دوي به اکثر  فکري مغالطې هم وړاندې کولې . د سقراط ژوند  هم دې فکري چاپېریال په منځ کښې ؤ . په سقراط  تورونه  ولګیدل چې ……!!

. دې  خدايان نه مني کوم چې  رياست او خلق  مني
. د نوو خدایانو پېژندنه کوي او
دا چې د ځوانانو زھنونه  خرابوي

دې  ښار کښې مخکې داسې تورونه په انېکساګوراس او پړوټوګوراس هم لګيدلي ؤ چې په نتيجه کښې يې د دې ښار نه تيښته کړې وه . د يونان خلقو چې په کومو  ګڼو خدايانو يقين لرلو ھغوي کښې به ځنو لکه د انسانانو حسد ، بغض کينه ھم لرله بلکې د انسانانو ښځو سره به يې معاشقې ھم کولې په دې وجه  سقراط دا باور لرلو  چې  دا د انسانی تخيل جوړ شوي خدايان دي . سقراط په خدائے يقين لرلو او  د دې څرګندؤنه د افلاطون د ليکنو نه هم کيږي  .  د دې  اظهار  جيوري ته د خپلې دفاع په موقع هم سقراط کړے ؤ چې پکښې وائي، د خدائې له اړخه د ورکوټوالي نه که زه څه غلط کار ته نزدے کيږم د ھغې نه مخکې ماته  غيبي اواز راځي يا الهام کيږي او ما منع کړي  . تر دے چې د خلقو سره بحثونو کښې هم  د غلطې خبرې نه مخکې دے الھي غږ به منع کولم . په سقراط  به  مزھبي رسومات هم ښه نه لګيدل او شرکت به يې پکښې ھم نه کؤلو . د ځوانانو زھنونه د خرابولو جرم دا ؤ چې دوي به سقراط سره ناسته کوله او د ھغه د مباحثو نه يې اثر اخستو ‌. سقراط به په ھر څه پوښتنې کولې سوال به يې اوچتولو . سقراط سره د سوال اوچتولو ھنر ؤ او   ځوانانو ده سره د ناستي له امله دا چل ذده کؤو چې ورسره د ځلمو فکري شعور هم  بيداريدو . دغه ځلمو به هم ځائے په ځاے بحثونه کول . د سقراط په محفل کښې به د شتمنو کورنو ځلمي  هم ؤ او اثر يې ترې اخستو چې پکښې افلاطون ، القي بائډيس او ارسټائي مشھور دي ‌. اشرافيې طبقې او د مذھبي ډلو مشرانو  د ځلميانو داسې سوچ نه خطر لرلو ھغوي دا خدشه لرله چې سقراط سره د دوي ناستې کښې دوي د عوامي حکومت او د مذھبي عقيدو خلاف سازشونه کوي .په سقراط مقدمه جوړه شي  او د عدالت تر پريکړې ورته د مرګ سزا واورولې شي . دې بنديوان شي .په ايتھنز کښې هغه وختونو کښې  دا دستور ؤ چې د زندان داروغه سره به د مجرم عزيزانو څه مال يا پيسو باندې  لين دين وکړو نو مجرم به يې د ذندان نه بھر کړو او د ښار يا ملک نه بھر به يې وويستو .  د سقراط ملګري ده ته ووائي چې د حوالات نه دې اوکاږو داروغه سره مو خبره شوي ده خو دې ورته انکار وکړي او ورته ووای   چې باید قانون ومنل شي . قانون خو ده ته د مرګ سزا اورولي وه نو د قانون منل  دا ؤ چې  په ھغې دې عمل اوشي . سقراط مرګ ته غاړه کيږدي خو دا ښار پريښودو ته ھم تيار نه وي . په عدالتي کاروائي کښې چې سقراط خپل کوم اخري تقرير پخپله دفاع کښې کړے ؤ ھغه  او ھغه د مرګ اخري لمحات به اخره کښې تفصيل سره بيان کؤو چې د ډيرو مھمو خبرو څرګندؤنه  ترې کيږي .

سقراط د فلسفې په تاريخ کښې  يو ستر نوم دې او ځانګړتيا يې دا ده چې ده خپله ھيڅ ليک کړےنه دے .نړۍ ته  د مرګ نه پسته د سقراط   شاګردانو د ليکونو نه د ده د ژوند او فکر په اړه معلومات حاصل شوي  چې  لوئې نوم پکښې د افلاطون او زينوفون دے . مغرب سقراط د خپل اخلاقي قدرونو بنسټګر ګڼي . سقراط په اوله  کښې د طبیعي  فلسفه چې ده نه مخکې کوم فلسفيان  تير شوي ؤ مطالعه کول او زړه يې هم په هغه لوري ؤ  خو ډېر زر یې  د انسان ټولنيز ژوند او اخلاقو ته پام واوړيدو . خپل فکر يې په دغه اړه  بحثونو له لارې وړاندې کولو . په بازار کښې به ولاړ و او له خلکو سره به يې خبرې کولې . د هر قسم خلقو سره بحث به يې کاوه چې پکښې  سیاسيان ، هنرمندان، سوداګر، ځوانان چې د ده شاګردان ؤ پکښې هم شامل ؤ . دے ټولو به ده سره ناسته کؤله او په مختلفو موضوعاتو  به يې مباحثې کؤلې .د خلکو خبرې به یې اورېدې، پوښتنې به يې ترې هم کولې . سقراط به ځانته غټ مچ ويل او د ھغه وينا ده چې په ھره ټولنه کښې داسې غټ مچان پکار دي  چې د خلقو په خاميانو او غلطو د دوي  احساس بيدارہ ساتي . لکه څنګه چې یو مچ آس یا غوا په آرام نه پرېږدي  پر مخ یې کښېني نو هغه څاروې بیدار ساتي .

د سقراط هدف یوازې فکري بحث نه ؤ بلکې غوښتل یې خلک په رښتینې توګه ښه او اخلاقي انسانان جوړ شي . سقراط باور لرلو چې که مونږ د اخلاقو یا تصوراتو روښانه تعریف ونه لرو  عمل به مو ګډوډ وي دا خبرې مباحثې به تر هغه وخت روانې وې  تر څو بې يې ورته د مخالف  فکر کښې تضاد نه ؤ ښکاره کړې  . مقصد به يې مخالف ته  د ھغه د فکر کمزورۍ ور په ګوته کول ؤ چې فکر يې وده وکړي .د بحث د پاره سقراط خپله يو طريقه جوړه کړي وه  او ھغه دا چې ده به پوښتنې کولې که ځواب کښې به کمزوري وه په ھغې به يې بيا پوښتنې کولې تر څو چې به ځواب نه مطمئين نشو چې نورې پوښنتنې  ولري .  غرض به يې دا ؤ چې  د غلط فکرونو نیمګړتیا وښائي او بل د خپلې فکری کمزورو نه خبر شې .دې ته سقراطي طريقه هم ويلې شي . په پوښتونو به ده د ډيرو لفظونو د تعريف جوړولو يا کولو ھڅه کوله لکه عدالت ، مينه ، فضيلت او د بحث په اخره کښې څه  ريښتينې نتيجه ته رسيدو . د سقراط مشھور قول دې

 ” زه پوھيږم چه زه ھيڅ نه پوھيږم  “

ھغه دا منله چې پوھه نيمګړتيا لري  نو پکار ده چې  د زدهکړې عمل جاري وي . خو په دې خبره سقراط پوه ؤ چې  زه نه پوھيږم ګني نو ھر څوک وائي او ځان داسې  ګڼي چې  که څه يم نو زه يم . نو پوھه ھغه دے چې  په دې پوه شي چې نه پوھيږم نو ھغه به د پوھې حاصلولو کوشش نه پريږدی . د انسان لومړی ګام د پوهې په لور دا دی چې خپل ناپوهي ومنی دا خبره ھغه وخت مخې ته راغله چې  کله  د سقراط ملګري د یونان د ډیلفي عبادتخانې ته لاړل او له هلته یې د اوریکل چې کاهنه (پوهه ښځه) ته ویل کېده چې د اپالو خدائے له خوا د وحې یا الهام خبرې خلکو ته رسولې د هغې نه ې وپوښتل ایا په یونان کښې تر سقراط ډېر پوهه سړی شته ؟ اوریکل ځواب ورکړو نه، سقراط تر ټولو زيات پوهه دی .سقراط چې  کله دې خبرې نه خبر شو نو ډير حیران شو . ځکه هغه ځان ډېر  پوهه نه  ګڼلو.ھغه  د ښار هغو خلکو ته ورغلو چې شهرت یې لرلو  ‌. دوي کښې سياسي مشران، خطيبان، د قانون پوهان او شاعران  هم ؤ. ده ورسره خبرې وکړې، او ډېر زر يې  وليدل چې هغوی ځانونه ډېر پوهه ګڼي، خو په حقيقت کښې نه پوهېدل . خو  ھغه ( سقراط) لږ تر لږه دا پوهه لري چې دے  ډېر څه نه پوهېږي .  سقراط  فضيلت يا نيکي د پوھې سره تړلې دي . چې  پوھه لری نو ښه کارونه به کوي ‌‌د ښې لارې به ورته   پته وي نو تګ کؤل به ورته  اسان وی . ځکه چې بدکاری ناپوھۍ په نتيجه کښې کيږي . “خپل ځان اوپيژنه ” په دے جمله به هم سقراط خلق بحث له لارې پوھول .دا جمله د ډيلفي د عبادت خانې په دروازه ليکلي شوي وه چه ځنې يې د يونان اووه (۷)  حکيمانو ته منصوب کوي او څه وائي دا تاليز چې ړومبے فلسفي دے ھغه وئيلي وو . خو سقراط دا  وينا ښه ؤکاروله .  د نورو پيژندل اسان دی  به نسبت د ځان پيژندلو . هر تن  بل ډير ښه پيژني پورا ايکسرئ  به يې درته مخې ته کيږدی  که ګرانه ده نو دا چې ځان نه پيژني . سقراط به وئیل چې تر څو یو څوک ځان ؤنه پېژني  هغه د ژوند په سمه لار نه شي تللی .ده په نزد  ژوند هدف د خپل ځان، خپل عقل، او خپل اخلاقو پېژندل دي . او دا چې   د روح پالنه د بدن پالنې نه مهمه ده .

نور بيا

One thought on “فلسفه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!