فلسفه

افلاطون (Plato)

دويمه برخه

افلاطون په مثالي رياست کښې انصاف ته لوړ مقام ورکوي او باور يې لرلو چه يو داسې حکومت د انصاف په بنسټ اودريږي چه ھر څوک پکښې د خپل فطري صلاحيت مطابق کار وکړي . نه دا چې د بل په کار کښې لاس وھنه کوي . افلاطون ټولنه په درې طبقو کښې ويشی

1 . فلسفيان واکمنان .

.افلاطون وائي: “تر څو چې فلسفيان باچاهان نه شي، یا باچاهان فلسفيان نه شي، انسانان به د بدبختۍ نه خلاص نه شي.”

2. ساتونکي( پوځیان )

د رياست د امنيت ساتونکي دي. زړور، وفادار او د قانون حفاطت کونکي وي . باید سخت تربيه، روزنه وشي چې  د سپي په شان وفادار او تېز طبیعت ولري .

3 .   کسان، ھنرمند، تاجران

دوي د ژوند اقتصادي اړخ پر مخکې  وړي .  کرنه، سوداګري، صنعت سره تعلق لري .د دوي  کار د ټولنې  ضرورتونه پوره کول دي .

ھره طبقه به د خپل کار سره غرض لري . د بل په کار او ذمه وارو کښې به لاس نه وھي . پيداواري قوتونه به د پیداوار په کارونو کښې بوخت وي .دوی به واکمنی نه کوي . پوځ به د ریاست حفاظت کوی ‌واکمن به نه جوړيږي . علم او سائنس او د فلسفې خاوندان به واکمنان وي . تباھي ھله راشي چې تاجر واکمن جوړ شي يا د پوځ مشر خپل  د پوځ طاقت استعمال کړي او واکمن جوړ شي . افلاطون يو انقلابي نظر وړاندې کوي او وايي ښځې هم د سړو  په څېر زدهکړه ، روزنې برابر حق لري او تر دې چې په حکومت  کښې برخه اخیستی شي . ښځې هم د ساتونکو او واکمنانو برخه کښې شامليدې شي ،د ښځې ساتونکو( پوځ )په برخه کښې د شاميليدو په اړه وائي چې څنګه يو سپئ ښکار کؤلې شي دغه شان يو ښځه هم د رياست حفاظت کولې شي .  ټول مالونه او اولادونه به د ټولنې په شريکه وي. افلاطون د ماشومانو د تربيت په اړه وائي چې ټولو ته به د تعليم يو شان موقعې ورکولې شي .د دوي روزنه بايد د لوبو ،قيصو او موسيقۍ له لارې وشي . دوي ته دې داسې داستانونه بيان شي  چې د خير ،انصاف او زړه ورتيا درس ترې  ورکړې کيدې شي . د اتو( ۸) کالو نه تر اتلس ( ۱۸ ) کالو عمر پورې د بدن تکړه والي او روغتيا له پاره به ورزش او جمناسټک کوي . د روح ، نظم او ښکلا احساس له پاره به د موسيقۍ درس ورکړيدې شي . خو موسيقي او ورزش دواړو کښې به اعتدال نه کار اخستې کيږي  . شلو کالو عمر  کښې د زده کوونکو امتحان به اخستې کېږي .څوک چې عقل او تکړه والې لري، د ساتونکو (پوځیانو) په ډله کښې به شاملیږي .  کوم چې ناکامه شي ھغه به د کارګرو ، ھنرمندو او تاجرانو طبقې ته ځي .شلو نه تر ديرشو کالو پورې  غوره  تنان به فلسفې ، رياضي، منطق او د حقايقو  زدهکړه کوي . ديرشو نه پنځوس کلونه کښې  هغه څوک چې په فلسفه کښې کمال ته ورسیږي، د فلسفيانو واکمنانو په ډله کښې به شاملېږي . ھغه څوک چې د واکمنۍ صلاحيت لری سره زر دی .ورپسې ساتونکی سپين زر دي .پاتې کارګر ،ھنرمند او تاجران کانسي په مثال دي .افلاطون د رياست د پاره  مذھب ضروري ګڼي ځکه چې  دا څوک مايوسۍ ته نه پريږدي . د فرض ادائيګي اسانه وی او دا چې د قربانۍ جزبه زيږوي .د اخرت  ژوند يا د بل ژوندعقیده لرلو سره د مرګ ويره کميږي . د يو تهوار په موقع به نارينه او ښځې يو ځائې کيږي او تر مينځه به يې ودونه کولې شي . کمزوري او معذوره ماشومان به د زيږون سره ختمولې شي . د واده نه مخکې به د ښځو او سړو طبي معائينه کيږي چې صحت لړونکي ماشومان زيږولې شي که نه . په مثالي رياست کښې به چاته دا پته نه وی چې زما پلار څوک دے نو په ھر چا به د پلار ګمان کوي او احترام به ورته لري . په دې اړه د ديو جانس کلب يوه قيصه مشھوره ده چې ھغه يو ورځ د اېتهنز ښار په کوڅو کښې ګرځيده چې يوه محله کښې خلقو ترمينځه جګړه شروع شوه . ګن خلق د کور په چتونو هم ولاړ ؤ .ده په يو ھلک نظر پريوتو چې لاس کښې يې غټ کاڼی نيولې او دا ھڅه يې کوله چې لاندې پرې څوک اولي . ديوجانس کلبي ورته اواز ورکړي چې ھلکه ګزار ونکړې لاندې به دې پرې پلار  ولږي .

افلاطون په خپل مثالي رياست کښې شاعرانو ته په ښه نظر نه دي کتلي او بھر يې ترې ساتلي . ھغه ويل چې که چرته ناست يئ او شاعر ھلته راشي نو ښه په عزت سره ورسره ملاو شئ ، ھارونه ورته غاړه کښې واچوۍ او د ښار نه يې بھر کړئ . وائي شاعر چې څه وخت شاعري کوي نو جزبات د ده په عقل حاوي شي . دا جذبات رالړزوي او ټولنې د پاره يې ښه نه ګڼي . “کله چې مونږ د شاعرانو خبرې اورو، هغوی زموږ په روح کښې د احساساتو طوفان راپورته کوي، خو عقل مو نه قوي کوي. د داسې شاعر کار زمونږ د قانون او دولت د جوړښت خلاف دی . افلاطون په ھلکوانه کښې خپله هم شاعري کوله خو بيا يې ترک کړه . نو ھغه د شاعر د داخلي جزبات او د جزباتو په شاعرۍ کښې اظهار د تاثير نه ښه خبر ؤ . ھغه شاعر د فن يا ھنر په اړه وايي چې دا د نقل ، نقل دے . يو ھنرمند چې څه جوړوي نو ھغه د نقل، نقل جوړوي ځکه چې په دې مادي نړۍ کښې څه دي دا د عالم مثال عکس دے. نو يو ھنرمند که څه جوړوي نو ھغه د امثالو کښې د مخکې نه موجود دې . نو ھغه څه نوي نه جوړه وي . وائي په دنيا کښې بې شميره پلنګونه دي خو د دې ټولو پلنګونو اصل ھغه پالنګ دے چې مثالي دنيا کښې دے . يو ترکان چې پالنګ جوړوي نو ھغه د مثالي پالنګ نقل کړی . بيا چې مصور پالنګ جوړوي نو ھغه د ھغه پالنګ نقل کوي چې کوم ترکان جوړ کړے . نو مصور د نقل، نقل جوروي او د حقيقت نه دوه درجې لرې وي . ځکه افلاطون فن ته د نقل، نقل وائي . دغه شان شاعر هم د نقل نقل بولي .

افلاطون د عشق په اړه خپل فکر وړاندې کوي او وائي چې د ازل نه  عشق د حسن يا ښائست سره تعلق لري . چې په دې ظاھري عالم کښې ښکلې څيز يا څوک وګوري نو د ھغه روح ته ازلي ښائست ورپه ياد کړي چې ھغه څيز يا څوک يې عکس يا نقل دے. له دې وجې د ښائست او جمال په کتو سره په مونږ وجداني کيفيت کښې راشو . يو ځائې کښې وائي چې څوک عاشق شي ھغه د تياره نه  ويريږي نا.

د افلاطون په مثالي رياست کښې به څوک ھيڅ څيز  ذاتي ملکيت نه ګڼي . دا به د رياست ذمه واری وی چې   روټۍ ، جامې ، علاج او د استوګنې بندوبست وکړی .  په فلسفيانو واکمنانو او ساتونکو باندې د شتمنۍ او شخصي ملکیت بندیزونه لګوي او دوي  کورنۍ (زن او اولاد) د شخصي ملکیت په بڼه نه شي لرلې  ځکه دا د فساد او ذاتي مفاداتو سرچینه ده.

افلاطون چې کله د مثالي مملکت تصور ورکړو نو د صقيله باچا اوبللو چې راشه زما د رياست نه مثالي رياست جوړ کا . د افلاطون او باچا ترمينځه په څه خبره اختلاف پيدا شو . باچا په غصه کښې ھغه غلام کړو او په بل چا يې خرڅ کړو . د افلاطون يو شاګرد ھغه تنانو ته رقم ورکړو او افلاطون يې ترې ازاد کړو .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!