شېخ الشيوخ

شېخ سره زما د هغه وخت نه تربورنما يارانه ده کله چې لا هغه په دستاوېزي توګه پوره شېخ هم نۀ وۀ. اګر چې په دغه لړ کښې اوس هم هغۀ ته لنډے بوچے حېثيت حاصل دے، خو بيا پرې هم د يار دوست سترګه ړنده ده.
د هغۀ ظاهري خد وخال د سقراط غوندې بيخي نه دي. شاعرۍ ته لکه د افلاطون غوندې په چپه سترګه څۀ چې په سمه هم نه ګوري.وېښتۀ ئې د آين سټاين غوندې وران ويجاړ بالکل نه وي خوښ……. لکه د بېکن او تھامس مور غوندې د څۀ يوټوپيا جوړولو هم نه دے قايل…….. خو بيا هم په دغه ټولو وارداتو کښې سر نه تر خپو ملوث دے.
هغه د عمل لحاظ سره دومره راسخ العقيده مسلمان دے چې مجال شته کۀ څوک غېرمسلم په کم کوز نيت د هغۀ په خواؤشا کښې هسې هم تېر راتېر شي. هر کال د حج پخه اراده کوي خو چې د سعودي د شېخانو عملونه راياد کړي نو د غوږونو په ځاے ګيرې له ګوتې يوسي. او دا جواز وړاندې کړي چې په يو احرام کښې دوه شېخان نۀ ځائېږي.
زۀ په هره ادبي سياسي او معاشرتي مسله کښې د هغۀ نه مشوره اخلم. او د هغې لازمي نتيجه هم دا ده چې زما ادب،سياست،او معاشرت درې واړه اوس د حيا په داسې مقام ولاړ دي چې د ډسکس کولو لايق هم نه دي.
همدغسې يو ځل د ډېرې مودې نه په يوه مسله کښې راګېر وم. چې هيڅ په پته پوې نه شوم نو شېخ ته مې رجوع وکړه. چار دې ښۀ وي چې دومره په دقيق نظر،او مدلله طريقه ئې صرف د يوې هفتې په کوتاه دورانيه کښې زما د مسلې حل پېدا کړو . خو اوس مسله دا ده کۀ زما غوندې کم فهمه د پروسس دا احوال بيانول غواړي نو اول به ورته پي اېچ ډي کوي.اوس زړۀ کښې وايم چې داسې حل نه خو هغه مسله ښه وه.
څو ورځې وړاندې مې په ډېرو ادبي او غېر ادبي محفلونو کښې دا خبره په تکرار سره واورېده چې په پښتنو کښې فلسفيان ولې نشته؟ خبره سمه وه،ځکه ئې زۀ په ورانه ورپېښ کړم.ماسره هم بله لاره نه وه. نو د شېخ په لور مې مجبورا لاره غلطه کړه. د روغ بړ نه پس مې ترې په ډېره ديانتدارانه سنجيدګۍ تپوس وکړو.
ما وې يار دې خبرې ته د څو ورځو نه فکر وړے يم چې پښتنو کښې سېلف مېډ فلسفيان ولې نه دي پېدا شوي؟
شېخ راته وې دا ځکه، چې پښتانۀ من حېث القوم ګاډ مېډ توکليان دي.
د سياست په اړه هم د هغۀ نظريات تر ډېره حده مخلوط النسل غوندې دي. د جمهوريت په دور دوره کښې د جمهوريت خلاف وي او د ما ر ش ل لا په وختونو کښې په جمهوريت سر ورکوي. ګويا هغه په يو وخت کښې هم د نظام حکومت د لکۍ نه خپه پورته کول د خپل شان توهين ګڼي.
هغه بله ورځ مې ترې تپوس وکړو نو راته ئې وې، آمريت مې په دې خوښ دے چې زيات نه زيات صرف يو سړے برداشت کول وي، په جمهوريت کښې خو به درته هر دوېم سړے ډکے ډکے کېږي.
زۀ خپله د جهوريت او الېکشن په حق کښې يم. او په دې قيصه کښې شېخ سره هر وخت په اپوزيشن بېنچ ناست يم.خو چې کله مو هغه تېر کال په درېم ځل هم په الېکشن کښې رسوا کن شکست وخوړو نو د ډېر خفګان نه مې يو سوړ اسوېلے وکړو.
شېخ ته مې وې، يار هغه به کومه ورځ وي چې په دې خلکو کښې به هم چرته سياسي شعور پېدا شي؟
هغۀ راته وې دا به هله ممکن شي،چې کله ستاسو په مخونو «د فېضيابۍ» نور راپېدا شي.
يو ځل هسې په ګپ شپ کښې خبره راغله او زما د خلې نه پکښې په غلطۍ دا ووتل چې رياست مور وي. صېبه خبره نۀ وه د ټوپک ډز وۀ. د شېخ رنګ اول شين او بيا تک سور شو. د جلال په يو ستغ نظر ئې اول زما د سر نه تر خپو ريمانډ واخستو. او بيا ئې په ډېر ماهرانه انداز ارشاد وفرمائېلو چې ستا د معلوماتو سند مشکوک دے. اصل کښې تر دې خو سمه ده چې رياست مور وي خو تاته پته نشته چې اسټېلشمنټ هم د دغه مور د نکاح پلار وي.
زړۀ مې غواړي چې د شېخ په باره کښې مې ستاسو باريکو جذباتو او لوغړنو احساساتو سره نورې لوبې هم وکړے…….. خو څۀ وکړم شېخ د بهر دروازه وټکوله…. زما په خيال چې زما د پرونۍ مسلې حل به ئې راوړے وي…… خداے دې ماته د اورېدو حوصله عطا کړي.او تاسو ته صبرِ عظيم —

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!