زهران ممداني په امريکه کښې د سوشلسټ انقلاب غږ

په امريکه کښې د ټرمپ د پاليسو په ضد عوامی عکس العمل وخت په وخت د احتجاجي جلوسونو په شکل کښې راپورته شوی دی که د امريکې خپل استوګن دی که بهرني دی خو د ټرمپ ناخوښي څرګندوي، خو دا اوس چې د نيويارک د مئير ټول ټاکنو کښې زهران ممداني کامياب شو نو دا په امريکه کښې د سوشلسټ انقلاب يو غږ دی چې ټرمپ ې وارخطا کړو،

د ډيموکريټ ګوند امېدوار، مخالف اينډریو کيومو ته په شکست ورکولو نوی تاريخ جوړ کړو

د نيويارک ښار نوي ټاکل شوي مېئر، ظُهران  ممداني، د ډيموکراټيکو لومړنيو ټاکنو او عامو ټاکنو دواړو کښې اينډریو کيومو ته په ماتې ورکولو سره تاريخ جوړ کړو دا بريا د امريکايي سياست لپاره يو زلزله ګڼل کېږي، ځکه چې يو مسلمان مهاجر د جنوبي آسيا له شاليد سره، د نړۍ د تر ټولو سترو ښارونو له ډلې يو ښار مشري ترلاسه کړه. د ممداني کيسه د جلاوطنۍ، زده‌کړې، موسيقۍ او سياست يو زړه‌راښکونکې واقعه ده چې د امريکايي خوب تعبير دی، د جلاوطنئ نه واخله

د نيويارک د مئير پورې د ممداني ژوند د مبارزو په ډک دی، چې آخر هم کامياب شو

ممداني د ۱۹۹۱ کال د اکتوبر په ۴مه نېټه په يوګنډا کښې د کامپالا په پلازمېنه کې وزېږېد. د ده مور فراحانه امام برتانوي ليکواله ده، او پلار يې محمود ممداني د کولمبيا پوهنتون استاد او د افريقا د نوآباديتوب پر تاريخ مشهور ليکوال دی. په ۱۹۷۲ کال کې د يوګنډا ولسمشر عيدي امين د هندي اصله يوګانديانو د بې‌ځايه کولو امر وکړو، چې ورپسې د ممداني کورنۍ لومړی برتانيې او بيا جنوبي افريقا ته کډه شوه. په ۲۰۰۲ کال کښې ظُهران، چې ۱۱ کلن و، د نيويارک کوئنز سيمې ته ورسېد، او هلته يې د امريکايي خوب د پوره کولو سفر پيل کړ. ممداني د خپل

 بريا وینا کې وويل:

“نيويارک د مهاجرينو ښار دی  او نن شپه دغه ښار د يو مهاجر په مشري کښې دی.

دا وینا په ځان کښې يؤ تحريک لری د ممداني زده‌کړه، موسيقي او د سوشليسټۍ جرړې د ژوند داسې برخې دی چې هغه ې په ځوان عمر د کاميابئ سره مخ کړو او د خلقو په زړونو کښې ې ی ځای وموند، ظُهران په مين ايالت کې د بوډواین کالج څخه په ۲۰۱۴ کال کې د افريقايي څېړنو او بشري حقونو په برخه کې BA وکړه . په کالج کښې د امريکا د ډيموکراټيکو سوسيالیستانو د غورځنګ (DSA) څخه متاثر شو. له سياست وړاندې هغه د هېپ هاپ سندرغاړی ؤ او د “Mr. Cardamom” په نوم پېژندل کېده. ده سياسي سندرې جوړې کړې، لکه “Rise Up” چې د نسل‌پرستۍ پر ضد وه، او “NYC” چې د کرایو او ګراني ننداره کوله. د ده موسيقي وروسته د سياسي مبارزې شعار شو. ځکه چې د ده په سندرو کښې سياسی بیداری

وه، چې له اسمبلۍ څخه ې تر مېئر هاوس پورې اورسولو، د ده شعارونه د خلقو زړونو ته کوز شول ،په جون ۲۰۲۵ کې په ډيموکراټيکو لومړنيو ټاکنو کې اينډریو کيومو ته د ۵۶٪ په اخيستو بريالی شو، او د نومبر په ۴مه د مېئرۍ عمومي ټاکنو کې ۵۰.۴٪ رايې وګټلې او کيومو (۴۱.۶٪) او سليوا (۷.۱٪) پسې وو

له ۱ جنوري ۲۰۲۶ څخه به نوموړی د نيويارک لومړی مسلمان، لومړی جنوبي اسيايي، او تر ټولو کم عمره مېئر وي. د نيويارک ټايمز دا “د امريکايي جمهوريت لپاره زلزله” وبلله.

ممداني درې نسلونو پورې، يوه مبارزه لری، نيکه، پلار، زوی پورې داسلسله آخر هم کاميابئ سره مخ شوهد ممداني کورنۍ درې نسلونه د مبارزې نښه ده.

د ظُهران نيکه نصرت ممداني له ګجرات څخه يوګنډا ته مهاجر شوی و، هلته يې د جامو بريالی کاروبار وکړ، خو په ۱۹۷۲ جلاوطنۍ کښې يې هرڅه پرېښودل پلار محمود ممداني يو ليکوال او استاد دی، چې د ده کتاب “Citizen and Subject” د ټولنيز عدالت فکري بنسټ بلل کېږي.

زوی ظُهران د خپلو وړاندينو دوو نسلونو نه په دريم نسل دغه فکر په سياسي اقدام بدل کړو،محمود ممداني په ۲۰۲۵ کال کښې وويل:

“زوی مې زما کتابونه په عمل بدلوي.”

د ظُهران د کاميابئ څو مهمې خبرې دی،

1. د ولسي کچې کمپاين — له ۵۰ زرو زيات رضاکاران له کوره تر کوره ورغلل او #ZohranForNYC هشتګ مشهور شو.

2. ځوانان — د ۱۸–۳۵ کلونو عمر لرونکو تر ۶۸٪ زيات ګډون وکړو.

3.  کيومو بد شهرت — د ۲۰۲۱ د جنسي ځورونې تورونو وروسته د خلکو په بد بينۍ کښې ډوب و.

4. د ګراني کړکېچ — د کرایې ۴۰٪ لوړوالی او د اجرت ولاړ حالت. ظُهران د “Rent Freeze” په شعار د خلکو زړونه وګټل.

5. Ranked Choice Voting — چې دويم نمبر انتخابي رايې يې د بريا لپاره مهمې وې.

د مېئر ممداني پروګرام دا وو چې ښار د ولس لپاره دی، دا شعار د اوسيدونکو دپاره زړه راښکونکی ؤ د ظُهران سياسي ايجنډا د اولس د ژوند د مسلو څخه عبارت وه،

د کرایو کنګل کېدل او د ۱۰۰ زرو ارزانه کورونو جوړول به ۲ ميليونه کرایه‌دارانو ته اسانتيا ورکړي د ترانسپورت وړيا ښاري بسونه به هره ورځ ۲.۵ ميليونه مسافرينو ته ګټه ورسوي.

د ۲۰۳۰ پورې لږ تر لږه معاش په ساعت ۳۰ ډالره، د ۱.۵ ميليونه کارګرو عاید لوړوي د وړکتون عامه پاليسي به ښځو ته د کار فرصتونه زيات کړي.

د کارپورېشنونو ۲٪ اضافي ټکس به هر کال ۱۵ ميليارده ډالره عاید راټولوي.

د وال سټريټ ژورنال دا “د سوشلېزم تجربه” وبلله چې ښايي نيويارک د مالي بحران پر لور يوسي، خو ديلي نيوز دا “د ولس بريا” وبلله.

راروان سفرستونزې او امکانات ورته ګډ وډ دی، خو د ممداني ځوانه حوصله او سياسي فکر د مقابلې توان لری، په هغه به د مسلمانئ په حواله مخالفين مختلف تورونه لګوي خو  ممداني يو سوشلسټ زهن لرونکے دے په خپل اولنی خطاب کښې ې وئيلی دی چې په امريکه کښې د اسلامک فوبيا   هېڅ ګنجایش نشته

ظُهران ممداني يوازې يو شخص نه دی، بلکې يو تحريک دی.

هغه د نيکه قرباني، د پلار پوهه او خپله مبارزه يو ځای کړې ده

د ده بريا ښکاره پېغام لري، دغه پېغام سره د امريکې اولس او په امريکه کښې نورو اولسونو دا فېصله په اصل کښې د ټرمپ خلاف يو سياسي ردعمل دی چې د ټرمپ د زور ماتولو يو شريکه اکثريت راې ده، اوس په ټوله نړئ کښې ممداني د امريکې د سياسی بدلون عنوان ګرځېدلی دے..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!