د چین زرعی  انقلاب — په ښارونو کې شنې کروندې، د سویلي آسیا لپاره نوې لاره

نړۍ په تېزئ سره د ښاري ابادئ پر لور روانه ده، چرته چې د زمکې کموالی، ماحولياتی بدلون او د اوبو نشتوالی د خوراکي موادو د رسولو نظام له خطر سره مخ کړی دی. په دې حالاتو کښې چین یو نوې لاره  غوره کړی — عمودي کرهڼه (Vertical Farming). دا یوازې یو زرعی تکنیک نه دی، بلکې یو مکمل ښاري لید دی، چې کروندې یې لويو ودانیو دننه انتقال کړې دي۔

په چین کې د شانګهای (Shanghai) ښار Sunqiao Urban Agricultural District د عصري ښاري کرهڼې تر ټولو څرګند مثال دے ۔ شاوخوا ۱۰۰ ايکړه(۲۴۷ جریبه) باندې جوړ دا پروژه د کرهڼې، زده‌کړې او څېړنې مرکز دی، چې پکې د هایدروپونک او ایروپونک (Hydroponic & Aeroponic) سیستمونو له لارې بې له خاورې کرونده ترسره کېږي۔ دلته بوټی په په جوړوشيلفونو کښې کرلی کيږی، چیرې چې د LED څراغونه د لمر د رڼا ځای نيسي او غذایي محلولونه په خودکار ډول بوټو ته رسول کېږي۔ د دې پروژې اساسي مقصد دا دے چې ښاري سیمې په خوراک  ځان پوره کړي او د وارداتو فشار راکم شي۔

د چین یو بل د پام وړ پروژه په چنګدو (Chengdu) ښار کښې جوړه شوې، چې هلته یو ۲۰ پوړیز روبوټي عمودي فارم فعالیت لري۔ په دې فابریکه کښې ټول کارونه په بشپړ ډول خودکار دي — له تخم شیندلو نیولې تر حاصلاتو ټول مراحل روبوټونه ترسره کوي۔ د مصنوعي رڼا، رطوبت او تودوخې کنټرول له لارې د هایدروپونک کرونده  پکښې عملي کېږي۔ دا فارم ښاري سیمو ته د خوراک رسولو نوی ماډل وړاندې کوي، چې د ترانسپورت، وخت او لګښت په کمښت کې مهم رول لري۔

د څېړنو له مخې، د هایدروپونک سیستمونه د دودیزو کرهڼو په پرتله ۷۰ تر ۹۰ سلنه لږې اوبه کاروي، ځکه چې اوبه پکې بېرته په سیستم کې ګرځي۔ ، ځکه چې دا سیستم په کنټرول شوي چاپېریال کښې فعالیت کوي، نو د افت وژونکو دوايانو ضرورت پکښې نه وی

خو د انرژۍ لوړ مصرف او لومړنی مالي لګښت لا هم یو چلنج دی۔ ځینې مطالعات وړاندیز کوي، که د شمسی توانايئ او نور تجدیدی زريعې استعمال شی ، نو عمودي کرهڼه اقتصادي طور هم دوامداره کېدلې شي۔

د چین دا تجربې پاکستان او د سویلي آسیا نورو هېوادونو ته د زده‌کړې یو لوی فرصت برابروي۔ په دې سیمه کښې په چټکۍ سره د ښاري ابادئ زیاتوالی، د اوبو کمښت او د کروندې زمکې راکمېدل د خوراکي موادو یو بحران پېدا کړی دی  ۔ په پاکستان کښې په ځانګړې توګه د کراچۍ، لاهور، اسلام‌اباد او پېښور په څېر لوی ښارونو کښې د عمودي کرهڼې ماډلونه معرفي کېدلی شي۔ د چتونو، تشو ودانیو او ځانګړو ښاري زونونو په دننه کښې د ټیټې بیعې هایدروپونک يونټونه جوړېدی شي، چرته چې سبزی او نور بوټي کرل کيدېشي۔

همدارنګه په افغانستان کښې، چیرې چې وچه هوا او د اوبو کمښت لویې ستونزې دي، کنټرول شوې چاپېریالي کرهڼه (Controlled Environment Agriculture – CEA) د کابل، هرات او مزار شریف په څېر ښارونو کښې د خوراکي ځان بسیا لپاره غوره متبادل ګرځېدی شي۔ د چین په همکارۍ، د BRI (Belt and Road Initiative) له لارې په دې سیمه کښې دا منصوبې  عملي کېدې شي، چې نه یوازې د ټیکنالوژۍ انتقال ته لاره هواروي بلکې د کار نوې موقعې هم رامنځته کوي۔

د چین دا تجربې دا ثابته کړې چې کرونده  نور د زمکې پورې محدوده نه ده۔ دا اوس په عمودي بڼه، د ښارونو په منځ کښې او د مصنوعي رڼا سره  هم ممکنه ده۔ که د سویلي آسیا هېوادونه د خپلو ښاري پلانونو برخه کې عمودي کرهڼه شامله کړي، نو کولې شي په یو وخت کښې د خوراکي خوندیتوب، د اوبو بحران او د نفوس د زیاتوالي درې واړه سترې ستونزې حل کړي۔ دا ماډل یوازې یو تکنیک نه، بلکې د راتلونکي وخت دپاره يو لاره ورکوی — چرته چې به ښارونه پټي جوړ شی  او پټی به د ښارونو برخه وی۔

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!