د پښتنو سیاسي مسئله او ممکن حل

دېريشتمه برخه

ما د خپلې پوهې سره سم د پښتنو سیاسي او معاشرتي هلو ځلو پس منظر وړاندې کړو، کمۍ زیاتۍ به پکښې خامخا وي، او کوم حل چې وړاندې کوم، دې ته به هم بئیل بئیل خلق په بئیلو بئیلو چشمو کښې ګوري، چا ته به ممکن ښکاري او چا ته ناممکن ـ تاریخ کښې هغه قامونه تکړه بللی شي چې ناممکن ممکن کړي ـ

که قام له ښه وه او که بده خو پښتانه نه افغانستان سره یوځای شول او نه د ايپي فقیر نه پس چا پښتونستان اړخ ته سنجیده قدم واغست ـ سیاسي نعره شوه او بیا ترې ټول منکر شول ـ نن پښتانه ټول پاکستان کښې ژوند کوي او د پاکستان د پاره ئې قربانۍ هم د چا نه کمې نه دي ـ 1973 کښې، ټولو سیاسي پارټو په شریکه د پاکستان آئین جوړ او منظور کړوـ دا آئین اولس ته د بنیادي بشري حقونو (د ځان او مال د حفاظت، تعلیم او صحت) سره سره په قدرتي وسیلو او روزګار کښې جائزه برخه، او په خپله خاوره د خپل آئیني اختیار (اتلسم ترمیم) یو لیکلې لوظنامه ده ـ د بده مرغه، اختیارمند اولس ته آئیني حقونه نه ورکوي او دې خبرو پښتنو کښې د ملکیت په ځای د محرومۍ احساس پېدا کړی دی ـ دا یو فطري عمل دی چې څوک چا له په سمه لار خپل حق نه ورکوي د ملکیت احساس کمېږي او دغه حق بیا په ورانو لارو لکه رشوت، سفارش او غلا اغستی شي او دا خبرې مثبت ذهنونه منفي اړخ ته وځي او وطن سره مینه کمېږي ـ چرچل ځکه دوېم جنګ عظیم ته د وردانګلو نه مخکښې د برطانیې د قاضي نه تپوس وکړو چې که چرې ملک کښې انصاف وي نو قام به ئې په وطن سرونه قربانوي ـ چې انصاف نه وي نو د محرومې طبقې دا سوچ وي چې زما د کوره بهر هرڅه پردي دي او چې څهء زما کور کښې دي دا زما دي ـ دا مرض ټول وطن کښې لکه د وبا خور دی ـ او هم د ملکیت د احساس دا فرق وروستوپاتې قامونه د پرمختللو قامونو نه بیلوي ـ ثبوت ئې دا دی چې د پرمختللو قامونو یو الکوهولک (شرابي) څوک نشي اغستی خو د وروستوپاتې معاشرو معتبر خرڅېږي چې بدامنۍ کښې لوې کردار لري ـ 

پښتانه خپل آئیني حقونه غواړي  او د آئین د عملدارۍ وړومبی ګټه امن وي ـ چې ریاست امن نه شي ورکولی نو بیا خلق ځان له ټوپکمار ساتي او سیاسي ډلې عسکري شاخونو جوړولو ته مجبورېږي او په ریاست باور کمېږي چې ډېره خطرناکه خبره ده؟ د آئین او قانون عملداري د ریاست د بقا راز دی ـ که خلق وژلی او تښتولی شي، او غل ئې نامعلوم وي نو خلق د داسې ځایه یا تښتي او یا ځان له د خپل حفاظت غم کوي ـ دا قیصه بیا وارلارډازم ته ځي ـ کوم قامونه چې د وارلارډازم د اذیت نه تېر شوي دي هغوي ذهني مریضان شوي وو، د بې وسۍ نه ځان وژنو ته جوړ شوي دي ـ اوښیار ریاستي مشران حالات دومره خرابېدو ته نه پرېږدي ـ خو که ذمه وار خپله ذمه واري نه پوره کوي نو تکړه قامونه واکداران مجبورولی شي چې آئین عملي کړي ـ خو د بده مرغه، کوم وطنونه چې د بئيلابئیلو قومیتونو نه جوړ وي د هغوي مفاداتو او مسئلو کښې فرق وي او د دې سوبه ئې اتفاق ګران وي ـ او موقع پرست اختیارمند د داسې اختلافاتو نه ګټې اخلي او محرومه قومیتونه نور نور زوري او د نورو قومیتونو په زور خپله کرسۍ خوندي ساتي ـ او کله کله پکښې د جمهوریت اسپې ته صبر ونکړي او ټانګه د بازوګانو نه ونیسي او د دهاندلۍ خلاف راپاڅېدلي خلق نظام مصطفا پسې په مخه کړي ـ او نه عوام تپوس کوي او نه مشران؟

پښتنو سره نفسیاتي لوبې هم کېږي ـ پښتانه به مني چې دا دروغ دي چې پښتون فطرت کښې اتفاق نیشته ـ چې کله هم پښتنو تکړه مشر موندی دی نو پخپله هم یو شوي دي او نور خلق ئې هم ځان سره ملګري کړي دي او شهنشاهۍ ئې جوړې کړې دي، عزت ئې موندی دی او د غټو طاقتونو مقابلې ئې کړې دي خو نن ورته سر ساتل ګران دي ـ

پښتون که ځان شته کول غواړي نو راپاڅي به او د عمل جوګه فیصلې به کوي ـ نو وړومبۍ مسئله د یو کېدو ده ـ

وړومبۍ مسئله: پښتانه به څنګ یو کېږي او باوري قامي مشران به څنګ جوړوي؟ نننو حالاتو پښتانه یو کېدو ته لېواله کړي دي خو مشران ئې تقسیم دي ـ حل دا دی چې یا به د ټولو قام دوسته ډلو مشران یو کېږي او د روایتي سیاست او وراثتي ملکیت نه پاکه، د ادارې پشان یوه نوې پارټي به جوړوي چې عوام ئې خپله ګڼلی شي او منشور ئې د پښتنو د روښانه سبا تګلاره او د مسئلو حل وي ـ مشري به په خاندان نه، د اهلیت په بنیاد وي ـ که مشران خپله انا نه پرېږدي نو پښتانه عوام به راټولېږي چې د ادارې په رنګ یو نوې پارټي جوړه کړي ـ که د منظور غوندې د یو کشر په غږ قام راټولېږي نو د نورو تکړه تکړه پوهانو او مشرانو په خوله به ولې نه راټولېږي؟ د انټرنېټ زمانه ده په یو پېغام ټول قام راټولېدېشي ـ که داسې ونه شوه نو لکه نن چې د قام دوسته ډلو مشران خپل سيټ نشي ګټلی سبا به ئې هم دغه حال وي ـ چاپېره وګورئ او حالات ولولئ ـ که یو سيټ نیم څوک وګټي هم په دې مسئلې نهء حل کېږي ـ ګڼکپان، ډنډاماران او قبضه مافیا به د پارټو نه لرې کول وي چې د عوامو باور وګټي ـ مشران به په بل د بې ځایه تنقید په ځای خپل ګرېوان کښې ګوري چې کومو پالېسو مونږ وروستو او خلق مخکښې کړل؟

نور بیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!