د پښتنو سیاسي مسئله او ممکن حل

دولسمه برخه

د هندوستان شمالي مغربي سرحدي برخه لارډ کرزن د پنجاب نه بیله کړه او د صوبه سرحد نامه ئې ورکړه ـ نو لارډ کرزن زمونږ د صوبې باني دی او وړمبی مشر وزیر ئې د ټوپۍ (صوابۍ) صاحبزاده عبدالقیوم خان ؤ چې د اسلامیه کالج غوندې د ځانګړې ادارې سره سره ئې ګڼ شمیر سرکاري سکولونو هم جوړ کړل ـ خو دا بل عبدالقیوم خان چې د خدائي خدمتګارو سیاسي مخالف ؤ په کشمیري قیوم خان یادېږي ـ ما ئې د یو وراره نه تپوس وکړو چې تاسو کشمیریان یئ او که پښتانه؟ د هغه جواب دا ؤ چې *کشمیریان راته پښتانه وائي او پښتانه راته کشمیریان*ـ

عبدلقیوم خان چې د باچاخان ملګرتیا پرېښوده نو د نورو ډېرو خبرو سره سره ئې په خپل لیکلي قیمتي کتاب ګولډ اېنډ ګنز آن پټان فرنټيئر پخپله بندېز ولګولوـ د پېښور پوهنتون، خېبر مېډیکل کالج او مردان کالج جوړولو نه علاوه هرچا ته د زمکې د انتقال حق دے کشمیري قیوم خان ورکړو او د بې جائیداده خلقو غلامي ئې ختمه کړه ـ په سکولونو کښې ئې د تورې ملېشې جامي لازمي کړې چې مالدار او غریب بچي منځ  کښې د جامې فرق ختم کړې ـ بعضې نېشنلیان وائي چې د قیوم خان دا ټول پروګرامونه د ډاکټر خان صېب سوچ ؤ خو قیوم خان عملي کړل ـ د دې کارنامو باوجود، قیوم خان د نېشنل عوامي پارټۍ  (نېپ) د پاره د یو ظالم په نوم یادېږي ـ هم دې قیوم خان د سردریاب د خدائي خدمتګارو مرکز وران کړی ؤ او د بابړې د تاریخي ظلم پېښه هم د قیوم خان سرپرستۍ کښې شوې وه ـ د بابړې او د قصه خوانۍ د شهیدانو مزارونه څه شول؟ د داسې شهیدانو څلي چې وروکېږي د دې په قامي خوځښتونو څه اثر وي د غور جوګه سوالونه دي؟

قیوم خان د باچاخان ملګرتیا ولې پرېښوده؟ د دغه زمانې سیاستدانانو کښې د پېسې حرص بلکل نه ؤـ قیوم خان یو کامیاب وکیل ؤ، د صوبې مشر وزیر پاتې ؤ، د پاکستان وزیر داخله پاتې ؤ، د پېښور یونیورسټي ټاؤن ئې جوړ کړی ؤ خو وراثت کښې ئې د حسن ګړهۍ د لسو مرلو د کور نه سېوا هيڅ هم نه دې پرېښي ـ آیا قیوم خان خپل قابلیت سره سم مقام یا اقتدار غوښتو او کانګرس یا باچاخان هغه نه ورکولو؟ آیا ډاکټرخان صېب د قیوم خان نه زیات تکړه ؤ چې هر ځل د کانګرس د ګټلي سرکار مشر وزیر به هم هغه ؤ؟ د دې په حقله پوهان وائي چې ډاکټرخان صېب هر ځل په جمهوري طریقه خوښ کړی شوی ؤـ خو وخت په وخت ډېر تعلیمیافته خلق د قامدوسته خوځښت نه تللي دي او بیا وروستو هم دا خلق د قامدوسته خوځښتونو د ناکامۍ سوب ګرځېدلي دي چې قیوم خان پکښې ډېر ښکاره دی ـ خدائي خدمتګار واقعي د وطن دوښمنان وو او که دا هسې یو نعره وه؟ د دې د پاره د پردو پراپېګنډو په ځای، لږ په خپلو دماغو سوچ پکار دی چې دا وطن د وطن دې لېبل شوو دوښمنانو برباد کړی دی او که د وطن دوستانو؟

د قیوم خان دې ښېګړو او ظلمونو کښې مرکزي سرکار شریک ؤ او اسمبلۍ کښې د اقلیت باوجود، د قیوم خان سرکار هم دغې مرکزي سرکار جوړ کړی ؤـ د پاکستان جوړېدو نه لږه موده پس چې لوې شاعر او سیاسي مشر اجمل خټک سره کوم ظلم شوی ؤ هغه د اجمل بابا کتاب دا زه پاګل وم؟ کښې شته او خدای بخښلی ډاکټرخورشیدعالم وائي چې اجمل بابا سره د دې هم سېوا ظلمونه شوي وو خو د وئیلو یا لیکلو جوګه نه وو نو دې کتاب کښې ځکه نیشته ـ

د دغه زمانې خدائي خدمتګار (نېشنلیان) ډېر کلک خلق وو او د یو قربانۍ نه به ئې مخ نه اړولوـ عبدلاکبرخان اکبر خپل کتاب کښې لیکي چې درنو درنو پښتنو به خدائي خدمتګارۍ کښې داسې داسې کارونه کول چې خلقو به راپورې خندل، امروزه به د عزیزانو پېغورونو سره مخ وو او ان چې واده کوېژدن ته به هم یو خدائي خدمتګار هله غاړه کېښوده چې په هغه رشته به خوځښت ته ګټه رسېده ـ چې یو قام دومره په اخلاص یو خوځښت سره تړلی وي نو د هغې ګټې هم دغه هومره لوئې پکار وې خو د بده مرغه پښتون قام دغه ګټې ونه لیدې ـ

د باچاخان تربیه شوي خدائي خدمتګار چې بوډاګان شول نو نوی سیاست، سیاست کم او د نېشنلیانو او مسلم لیګیانو دښمني زیاته ښکارېده ـ په یو بل د تهمتونو یو سلسله روانه شوه ـ نېشنلیانو کښې اکثریت د غریبو خلقو ؤ او مالداره طبقه مسلم لیګ سره وه ـ اکثر مسلم لیګیان کاروباري خلق وو او اکثر نېشنلیان به یا جېلونو کښې وو او یا به ئې د قیادت په وېنا د خوځښت تیارۍ کولې ـ د دې دا مطلب نه دی چې ټول داسې ووـ بعضې مسلم لیګیان په خپله نظریه کلک ولاړ وو او په اخلاص ئې قامي کارونه کول ـ خو نېشنلیانو د ډاکټرخان صېب د درېو سرکارونو نه علاوه د سرکاره ډډه کوله او مدام به د سرکار (اسټېبلېشمنټ) خلاف ووـ د دې سوبه دوي سره نه پېسې وې او نه د کرسۍ زور چې خلقو له ئې کارونه کړی وی ـ باچاخان او بیا ورستو عبدلولي خان به چې تقریرونه کولو نو دا به ئې وئیل چې نن دی که سبا دے، دا مال د زرغون شاه دے، نو ستړي ستومانه باباګان به خوشاله شول چې ګڼي دا زرغون شاه زه یم خو اتیا کاله کښې نه هغه نن راغی او نه هغه سبا او دا رنګ هغه خدائي خدمتګار د دې جهانه ورو ورو ارماني لاړل ـ نن هم چې په ګوګل کښې د زوار بابا، افریدي بابا، شالي بابا، بوستان، محمدعمر جرنېل، کپتان محمد ولي او نورو مشرانو لټون وکړې نو هیڅ نه ښائي خو د دې مشرانو قربانۍ ډېرې لوئې وې ـ دوي هېرول نه دي پکار، دا د قام تاریخ دی او کشر کول له انصاف سره مخلصانه تحقیق پکار دی چې د دې دومره قربانو باوجود دا قام ولې ورستو پاتې دی؟

 (نور بیا)

error: Content is protected !!