(درېمه برخه)
ليک: پروفېسر ياسين اقبال يوسفزی
خبره تردې رارسېدلې وه چې مونږ به بوسو کښې اوبه نه بوځو او دا تجزیه به کوو چې د پښتنو روښانه سبا له ازاد پښتونستان پکار دی، پاکستان پکار دی او که افغانستان؟ خو د دې نه مخکښې به په دې پوهېدل وي چې مونږ د هندوستان شهنشاهي لرله او اوس دې موجوده بدترین حالت کښې یوـ نو دا به د خپل فطرت خلاف منل پکار وي چې مونږ مخ په ښکته راغلي یو او لا په ښکته روان یوـ د دې تور به بل نه لګوو او د دې زوال سوب یا مونږ د قام په حېثیت وو او یو او یا زمونږ مشران نااهله وو او دي ـ که مونږ خپلې غلطۍ او کمزورۍ نه منو نو زمونږ میثال د هغه ځناور دی چې لېوه وویني او سترګې پټې کړي چې ګڼي لېوه ما نه ویني ـ نو مونږ که خپل ځان او خپل مقدس مشران ناپوهه نه منو او که پوهېدل او ګنهګار ئي نه منو نو بیا راله د روښانه سبا هډو سوچ نه دی پکارـ یعنې چې څه راسره وشو او څه راسره کېږي مونږ د دې مستحق یوـ خو که دا ناپوهۍ او یا سره د پوهې مجرمانه غفلت منو نو بیا راله په سیاسي او جغرافیائي ماضي سوچ پکار دی، د زوال سوبونه په ګوته کول دي او د نننو حالاتو سره سمه مفکوره جوړول پکار دي او په اتفاق هغه لاره خپلول دي چې منزل ئې روښانه سبا وي ـ

تاریخ د بهلول لودهي د کامیابۍ درې سوبونه یادوي ـ تکړه مشري، تکړه سیاست او تکړه فوځ ـ د دې درېو خوبو د برکته، هغه خپلې وسیلي په صحیح توګه پکار راوستې او د ډیلي تخت ئې واغست ـ ۷۵ کاله ئې راج وکړوـ تاریخ د لودهي خاندان د زوال درې سوبونه یادوي، خپل منځي مخالفتونه، خوار اقتصاد او بهرني ګواښونه ـ خپل منځي بدنیتۍ تر دې لاړې چې د لاهور ګورنر دولت خان لودهي ظهیرالدین بابر له بلنه ورکړه چې راشه او په هندوستان حمله وکړه ـ چې یو قام کښې خپل منځي مخالفتونه وي نو د تجارت لارې به ئې څوک ساتي؟ او دا د اقتصاد د غرقېدو سوب شوـ بلخوا چې ستا قام خپل منځ کښې په جهګړو وي، یو بل له پښې وهي او نور قامونه امن لري، انصاف لري او د اهلیت قدردان وي نو د هغوي جرنېل، عسکر، هنرمند، اقتصاد او وسله به ستا نه غوره وي او د دې هر څه عکس د پاني پت مېدان کښې ترننه د تاریخ په پاڼو کښې شته، ابراهیم لودهي بائیله او بابر وګټله او د پښتنو بادشاهي لاړه ـ د دهغه ځایه د پښتنو زوال شورو شوـ ولې اوس داسې نهء ده؟
په سياسی او جغرافيايي ماضی سوچ پکار دی زوال سوبونه په ګوته کول دی،او د نننو حالاتو سره سمه مفکوره جوړول پکار دی په اتفاق هغه لاره خپلول پکار دی چې منزل ې روښانه سبا وی |
دلته سوچ پکار دی چې لودهي لاړو او بابر راغی نو د ریاست بېوروکرېسي کښې پښتانهء وو او هغوي بابر د زړه نه منلوـ دغسې بابر هم د بل چا نه خطره نه محسوسوله ځکه چې هغهء د پښتنو نه ډیلی اغستی و او پښتانهء ورته د ګواښ جوګه ښکارېدل نو د دې سوبه مغلو پښتنو ته زړونو کښې خیری لرهء ـ نورو قامونو خو پښتانه هم منلي وو او مغل ئې هم منل خو پښتانهء یواځینی قام و چې د ریاست جبر ته مخامخ وو او بیا وروستو د شاهجهان دور کښې خان جهان لودهي بغاوت هم وکړو چې ووژلی شوـ دا د دولت خان ځوی و چې بابر ته ئې بلنه ورکړې وه ـ کله چې خان جهان لودهي د مغلو تابعدار و نو په نعمت هېروي ئې د پښتنو تاریخ ولیکلو او هم د دهغه ځایه پښتانهء بني اسرائیل کړی شول ـ د پښتنو په حقله رنګ رنګ ټوقې هم کېدې چې پښتانه یو کم عقل قام وښولی شي ـ خو پښتنو دهغه حالاتو کښې همت نه و بائیللی ـ
فریدخان (شېرشاه سوري) چې د همایون کمزورۍ ولیدې نو په خپل تکړه والي ئې یو داسې لښکر په همایون ورواچو چې د ډیلي تخت خو پرېږده همایون خپل سر په ګرانه بچ کړوـ د هندوستان د تاریخ نه که د شېرشاه سوري دور ووځي نو ډېر لږ څه پاتې کېږي ـ اکبر، اکبر اعظم شوی په دې و چې د هغه نه مخکښې شېرشاه سوري تېر شوی وـ د شېرشاه سوري د زمکو کچ مېچ، د زمیدارو د حقونو قانون، د کابل نه تر کلکتې ۳۳۳۷ کلوميټره سړک، په هر پينځهء کلوميټره پس سرائ، نوې کرنسي، په ورځ کښې د کابل نه کلکتې ته ډاک رسول، د پټنه نه د صنعت مرکز جوړول او د قانون او انصاف داسې عملداري چې میثال ئې نیشته ـ دا هم پښتون و او پښتانه به پرې تر قیامته فخر کوي ـ کمال ئې څه و، تکړه مشري، باوري لښکر، انصاف، عقل او مثبت سوچ ـ د اسلام شاه سوري نه پس د مشرۍ خلا وه او ډیلی ئې د ګوتو اووت ـ د دې نه پس پښتنو واړه واړه ریاستونه یا طاقتورې مرتبې لرلي دي خو د ډيلي تخت ئې نه دی اغستی سېوا د احمد شاه بابا نه چې د شاه ولي الله په خواست لږ وخت له راغلی وـ
د انګريز د سترګو ازغي هم پښتون ؤ،دا ځکه چې د نورو قامونو برعکس پښتون په برملا غلامی نه منله د دې سوبه د انګريز خلاف وسله بند جنګونه يوازی پښتنو کړی دی |
د مغلو نه پس هندوستان ته انګرېز راغی او لکه د ډیلي د تخت نورو واقدارانو، د انګرېز د سترګو ازغی هم پښتون و او دا ځکه چې د نورو قامونو برعکس پښتون په برملا غلامي نهء منله ـ د دې سوبه، د انګرېز خلاف ډېر وسله بند جنګونه یوازې پښتنو کړي دي ـ بلها نومونه دي، چا په ذاتي توګه په انګرېز ګوزارونه کړي دي او چا د وسله والو غوځښتونه په چوکاټ کښې خو انګرېز ئې په خپله خاوره ارام ته نه دی پرېښی ـ د پېرنګي خلاف اخري دوه مشران چې جنګېدل هغه د تورنګزو حاجي صېب او ايپي فقیر وـ او کله چې د هندوستان تقسیم کېدو نو د ازاد پښتونستان قرارداد په بنو کښې پاس شو چې ايپي فقیر پکښې ناست وـ راروانه برخه کښې به په هغه څه خبرې کوؤ کومې چې د هند د تقسیم په وخت د پښتنو په حقله شوې وې ـ چې پښتنو له پښتونستان پکار دی، پاکستان پکار دی او که افغانستان؟
(نور بیا)