د قيد شوی علم خلاصونکی ځوان قيصه

دا ځوان، چې د علم خزانې د خلکو لپاره وړیا کول غوښتل، د همدې هڅې لپاره یې خپل ژوند قربان کړ. زه باور لرم چې تاسو  ته به تر اوسه نه وی معلوم، نه به مو لیدلی او نه به مو د ده په اړه اورېدلي. نو راځئ چې د دې ځوان کیسه درته ووایم.

دا ځوان، چې د علم خزانې د خلکو لپاره وړیا کول غوښتل، د همدې هڅې لپاره یې خپل ژوند قربان کړ. زه باور لرم چې تاسو  ته به تر اوسه نه وی معلوم، نه به مو لیدلی او نه به مو د ده په اړه اورېدلي. نو راځئ چې د دې ځوان کیسه درته ووایم.

هغه هلک چې انټرنیټ یې ډاونلوډ کړ ـ او د خپلې وینې په بیه یې پرېکړه وکړه.

د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ په شپږمه، د MIT پوهنتون د باندې په یخ سړک کې پولیس یو خاموش ۲۴ کلن ځوان پر ځمکه غورځوي.

د هغه په بیک کې یوه هارډ ډرایو وه ـ او په هغې کې ۴.۸ میلیونه علمي مقالې یوې اوونۍ وروسته مرکزی څارنوالان پر هغه ۱۳ جرمي دعوې لګوي.

سزا: ۳۵ کاله بند.

یوازې د دې لپاره چې هغه علمي مقالې ډاونلوډ کړې وې خو ډېر ژر حکومت ته روښانه شي چې دا کوم عام هلک نه دی – دا د جديد انټرنیټ د جوړونکو له ډلې څخه یو نابغه و.

د هغه نوم ایرون سوارتز و — او دا د هغه د مبارزې کیسه ده، هغه مبارزې چې څنګه یوه نابغه د علم د ازادۍ لپاره د نظام تر څرخ لاندې وخوړل شو – ایرون یوازې ۱۴ کلن و چې خپل لومړنی لوی کوډ یې ولیکه – کال ۲۰۰۰ و، پروژه RSS 1.0 وه — هغه ټېکنالوژي چې وروسته د نړۍ د هر خبر بنياد شو.

کله چې نور همزولي یې الجبرا یادول، ایرون دا ټاکله چې د انټرنیټ پر نړۍ به معلومات څنګه ګرځي.

19 کلن شو، میلیونه ډالر یې وګټل د هغه سټارټ اپ د Reddit سره یوځای شو.

خو ایرون د پیسو، سیلیکون وېلي، او دفتر سیاستونو نه زړه بړاس و – کارپوریټ ژوند د هغه له رسالت سره ټکر درلود.

هغه باور درلود: معلومات باید ازاد وي.

۲۰۰۸ کې، یوازې ۲۱ کلن، ایرون د یوې عامه کتابتون کمپیوټر کاروي او د PACER په نوم مرکزی ویب‌پاڼه خلاصوي — هغه سایټ چې د عامو خلکو عدالتي ریکارډونه پکې وو، خو حکومت د هرې پاڼې د لوستلو لپاره ۸ سنټه اخیستل.
هر کال له خلکو څخه په میلیونونو ډالر اخېستل کېدل.
ایرون یو ساده سکریپټ جوړوي او په ۶ اونیو کې ۱۹ میلیونه پاڼې ډاونلوډ کوي.
FBI خبر کېږي، پلټنې کېږي — خو بالاخره معلومه شي چې هغه ټول ریکارډونه له هماغه کمپیوټرونو وړیا ترلاسه کېدل
نه هیک، نه تېرایستل، نه پاسورډ ماتول.
قضیه وتړل شوه — خو دا پېښه ایرون بدلوي.
پکې لیکل شوي و:هماغه کال هغه “The Guerilla Open Access Manifesto” خپروي.:
پکې لیکل شوي و:

کله چې علم د پیسو تر ولقې لاندې بند شي، څوک باید دا قفل مات کړي.

۲۰۰۹–۱۰ ته، زده کوونکي، کتابتونوال، او ډیجیټل مبارزین د هغه ترڅنګ درېږي.

او ایرون بل لوی هدف ټاکي — JSTOR.

هغه اداره چې میلیونونه علمي مقالې یې د درنو فیسونو شاته بندې کړې وې.

ایرون پرېکړه کوي چې نور بس ده، دا خزانه به خلاصیږي.

سپتمبر ۲۰۱۰ کې هغه د MIT پر خلاص نیټ‌ورک نښلي — بېله پاسورډ.

حتی د هارورډ له لارې یې قانوني حق درلود.

هغه یو پایتن سکریپټ لیکي چې په هره دقیقه کې سلګونه مقالې ډاونلوډ کوي.

JSTOR یې IP.

بند — بیا بدل.

وروسته، هغه فزیکي ګام اخلي.

په MIT کې د وایرینګ په یوه کوچني خونه کې لیپ‌ټاپ او هارډ ډرایو پټوي.

په تیاره کې چلیدونکی کوډ په څو اونیو کې میلیونونه مقالې کاپي کوي.

تر کرسمس پورې ۴.۸ میلیونه مقالې ثبتېږي — د درې سوو کلونو پوهه د یوه پټ کمپیوټر په زړه کې.

۴ جنورۍ ۲۰۱۱ — MIT هغه آله پیدا کوي.

له پورته کولو پر ځای، پټ کیمره لګوي.

۶ جنورۍ سهار ۸:۴۲ — کیمره یو کس ویني چې سپین هیلمټ

ې اغوستی هغه هارډ ډرایو بدلوي — یوازې په ۷۳ ثانیو کې.

بهر راووځي، پولیس چاپه وهي.

لاسونه پورته هتکړئ

د سیګریټ سرویس ایجنټ یې حقوق لولي.

هغه د کوم خطرناک مجرم په څېر نه، بلکې د وېرېدلي دوکان‌چور په څېر ښکاري.

هغه په ۱۰ زره ډالرو ضمانت خوشې کېږي.

ژر تر ژره JSTOR اعلان کوي چې دوی قضیه نه کوي — هر څه بېرته ترلاسه شوي وو.

خو حکومت مداخله کوي.

مرکزی څارنوالان د ۱۹۸۶ د Computer Fraud and Abuse Act کاروي — هغه قانون چې له عصري انټرنیټ نه ډېر مخکې لیکل شوی.

یو عادي Terms of Service ماتول په فدرالي جرم بدلوي.

جولای ۲۰۱۱ — ۴ بنسټیز جرمي تورونه؛ وروسته ۱۳.

اعظمي سزا: له ۳۵ تر ۵۰ کاله بند.

هغه مقالې چې نه یې خرڅې کړې وې، نه یې خپرې کړې وې.

ټیک نړۍ غبرګون ښيي، موجدین، پروفیسران او پروګرامران دا د واک غلط استعمال بولي.

خو حکومت شاته نه کېږي.

ایرون ته ډیل ورکول کېږي:

یو جرم ومنه، ۶ میاشتې بند، او ټول عمر د مجرم په نوم ژوند وکړه.ايرون انکار کوي

ده ته د زندان وېره نه وه — وېره یې دا وه چې که دا عمل جرم شي، د انټرنیټ هر کار به

جرم شی ،په همدې وخت کې ایرون بله جګړه هم پیلوي — د کانګرس پر ضد.

۲۰۱۱ کې SOPA او PIPA بلونه راوځي چې د ویب‌پاڼو بندولو پراخ واک ورکوي. ايران د

  مقاومت مشري کوي.

۱۸ جنورۍ ۲۰۱۲ — انټرنیټ تور

کيږی ویکي‌پیډیا بند، د ګوګل لوگو تور، Reddit ورک.

۱۱۵ زره ویب‌پاڼې ورسره یوځای

کيږی کانګرس ته د خلکو زنګونه سیستم ننباسي. په ۲۴ ساعتونو

 کې بلونه غورځي. ايران بريالي

 کېږي — خو قضیه یې لا روانه

ده، ۲۰۱۲ وروستیو کې د محکمې نېټه ټاکل کېږي: اپریل ۲۰۱۳

فشار زغملای نه شي: قانوني لګښتونه، رسنۍ، څارنه.

پراسیکیوټرانو یوازې پر فیلوني

ټينګار کوو ایرون ژور خپګان ته  

ځی ،ملګري یې ورته وايي چې ډیل ومنه — خو هغه نه شي منلی، ځکه ده ته علم ازادول جرم نه و.

۱۱ جنورۍ ۲۰۱۳ — ایرون د بروکلین په خپل اپارتمان کې

ځان وژنې هغه یوازې ۲۶ کلن و.

نړۍ خپه کېږي.لاريونونه ،

 شمع‌بردار مراسم، MIT زده کوونکي احتجاج کوي.

د هغه پلار وايي:

“زما زوی حکومت ووژلو.”

بیا ټول تورونه ختمېږي — خو هغه قانون لا هم ژوندی دی، کارول کېږي، او د نورو ژوند

تباه کوی ،ایرون هېڅکله له خپل کاره پیسې ونه ګټلې.

هېڅ فایل یې خرڅ نکړو

هېڅ علم یې بند نکړو.

هغه یوازې یو باور درلود:

هغه علم چې خلک یې په مالیه پېسې ورکوي، باید د خلکو ملکیت وي.

هغه خپل ژوند د همدې عقیدې لپاره وبایله —

او نړۍ په خاموشۍ وړاندې

لاړه په پای کې یې یوه تریخ حقیقت ثابت کړ:

واک د مجرمینو نه نه وېرېږي، واک د هغو نظریاتو نه وېرېږي چې بندی کېدی نه شي. او کله ناکله، د ازاد علم بیه په وینو ورکول کېږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!