د سليم راز سونيټ “انسان” تنقيدي جاج

انسان د ادراک په هنداره کښې:
انسان تل د فکر، فلسفې او ادب د بحثونو مرکز پاتې شوے دے خو کله چې انسان د شاعر د تخلیقي شعور له عدسې تېر شي نو هغه یوازې یو حیواني یا طبيعي موجود نه پاتې کېږي بلکې یو داسې ادراکي کاینات ګرځي چې په ځان کښې د عظمت، راز، ایمان او ناپوهۍ ټولې متضادې نړۍ راټولوي. د “انسان” تر سرلیک لاندې دا سونیټ هم دا ډول یو شعري متن دے چې د ادراکي شعریاتو له نظره د انسان یو څو بعدي (multi-dimensional) تصور وړاندې کوي.
په دې سونیټ کښې شاعر انسان د یو عادي موجود په توګه نه بلکې د یو مفهومي جوړښت (conceptual construct) په توګه انځوروي. کله چې وائي چې

“هفه عظيم انسان چي فرشتو ورته سجدي وکړې”

نو دلته انسان د یو داسې ذهني چوکاټ (schema) په دننه کښې ځاے په ځاے کېږي چرته چې هغه د نورو مخلوقاتو حتی د فرشتو نه هم لوړ مقام لري. دا تصویر یوازې یو مذهبي بیان نه دے بلکې یو ادراکي عمل دے ځکه چې لوستونکي د دې جملې په لوستو سره په خپل ذهن کښې یو درجاتي ماډل (hierarchical model) جوړوي چې په سر کښې ئې انسان ولاړ وي.
خو دا عظمت یواځې د لوړتیا تر کچ محدود نه دے. شاعر زر دا تصور د بل اړخ سره تړي لکه

“هفه انسان! يو مجموعه د ايمان”
دلته انسان د یو “لوښي” (container/Vessel) په طور وړاندې کېږي او ایمان د هغه د منځپانګې په توګه. دا یو واضح استعاري تصور(conceptual metaphor) دے چې له مخې ئي انسان یوازې یو طبيعي وجود نه بلکې یو روحاني ظرف دے. په دې توګه انسان د ادراکي شعریاتو له نظره د یو داسې ذهني چوکاټ برخه ګرځي چې پکښې مادي او غیر مادي دواړه عناصر سره ګډ شوي وي خو شاعر دلته نه ودرېږي باکې هغه د انسان د دې عظمت او روحانیت تر څنګ د هغه د محدودیتونو پرده هم پورته کوي لکه
“نه د فکر نه باريک او فهم”

دا مصرع د انسان د ادراک د ناتمامۍ اعلان دے. دلته یو اهم cognitive paradox رامنځته کېږي يعنې هغه انسان چې د فرشتو نه لوړ دے ولې بیا د فکر او فهم له پلوه محدود دے؟ همدا تضاد د دې سونیټ ادراکي ژورتیا زیاتوي ځکه چې لوستونکي مجبورېږي چې د انسان په اړه یو واحد او ساده تصور پرېږدي او په ځاے ئې یو پیچلی او څو اړخیز تصور ومني.
په همدې لړۍ کښې شاعر د انسان د پېژندنې ستونزه هم راولاړوي چې د epistemological uncertainty ښکار کيږي. انسان نه یوازې دا چې نړۍ په بشپړ ډول نه شي درک کولے بلکې خپله ځان هم نه شي پېژندلے. دا د ادراکي شعریاتو له نظره د نا معلومunknown ذهن یا ناپېژندل شوي ادراکي وجود یو اهم مثال دے.
په دې سونیټ کښې د ژبې تکرار لکه “هفه انسان” او “دغه انسان” هم بې ځایه نه دے. دا تکرار د foregrounding تکنیک په توګه کار کوي چې د انسان تصور د لوستونکي په ذهن کښې لا ډېر برجسته کړي. هر ځل چې دا کلمه تکرارېږي، لوستونکي بیا محتاجه کېږي چې د انسان په اړه خپل ذهني تصوير له سره جوړ کړي او دا عمل د ادراک یو دوامداره بهیر ګرځي.
که د دې سونیټ ټول ادراکي عناصر سره یو ځای کړو نو وینو چې شاعر څو بېلې بېلې ذهني فضاګانې (mental spaces) خپلو سره نښلوي لکه الهي فضا لکه د خداے او د هغه تخلیق، روحاني فضا لکه ایمان او انساني فضا لکه فکر او محدودیت دي . د دې فضاګانو دا امتزاج (blending) یو داسې نوی تصور زېږوي چې پکښې انسان نه یوازې یو مخلوق دے بلکې یو ادراکي راز هم دے.
د ادراکي شعریاتو له نظره دا سونیټ د انسان یو داسې تصویر وړاندې کوي چې پکښې عظمت، ایمان او ناپوهي ټول په یو وخت کښې شتون لري. دا متن لوستونکي دې خبرې ته محتاجه کوي چې د انسان په متعلق خپل ساده تصورات پرېږدي او په ځای ئې یو پیچلی څو بعدي ادراکي ماډل ومني.
انسان دلته نه یوازې یو وجود دے بلکې یو ادراکي معما هم ده یو داسې راز چې هم لوړ دے او هم ناتمام.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!