ليک: حسېن ننګيال روغانے
اولنئ برخه
نواب محمد شاه جهان خان
لنډه پېژندګلو
شاه جهان خان د دیر هغه نواب وو، چا چې د دیروجیانو پسمانده ساتلو لپاره هره حربه استعمال کړې وه. د انګریزانو په وړاندې یې خپل قوم جاهل او درندګان ثابت کړي وو. شپږ دیرش کاله یې دیروجیان د تعلیم، صحت او ترقۍ نه لرې ساتلي وو او هر قسم ظلمونه یې پرې کړي. د اقتدار لپاره یې خپل پلار وژلی وو، د خپل ورور او زوی لرې کولو لپاره یې هم بلها حربې استعمال کړې وې
نواب محمد شاه جهان د دير د دويم نواب اورنګ زېب « چاړه نواب يا بادشاه خان» زوی وو او د ړومبی نواب شریف خان لمسی ؤ. د دير نوابانو خپل وختونه په جنګ جګړو کښې تېر کړی وو نو دومره روښان فکره او تعليم يافته نه دی پاتی شوی شاهجهان هم شپږم پورې سبق وئيلی ؤ |
نواب محمد شاه جهان د دیر د دویم نواب اورنګزیب (چاړه نواب یا بادشا خان) زوی وو او د لومړي نواب شریف خان نوسې وو. په 1895ء کې براول بانډۍ کې پیدا شوی وو. چونکه د دیر نوابانو خپل وختونه په جنګ جګړو کې تیر کړي وو، نو دومره روښانفکره او تعلیم یافته نه دي پاتې شوي. همداسې شاه جهان هم تر شپږم جماعت پورې تعلیم حاصل کړی وو

د ده او پلار ترمنځ هم تعلق خراب وو، او دې شخړه کې د ده د پلار سره ناست منافقه او غله افسران ملوث وو، چا چې د نواب اورنګزیب خزانې په مختلفو حربو لوټلې
د والې سوات د سوانح عمري مطابق، 1915 کې د نواب اورنګزیب خان افسرانو په شرارت شاه جهان خان د شل کالو په عمر کې د خپل پلار نه د اقتدار اخیستلو سازش هم کړی وو، چې وروسته ورته ډېر ګران پرېوتو، او تر مرګه بیا نواب اورنګزیب خان (چاړه نواب) خپل زوی یعنې شاه جهان ته اقتدار ورنهکړو
بل اړخ ته، د ده نه د پلار نفرت په دې وجه هم وو، چې د ده جنګي صلاحیتونه کمزوري وو، خو دی کم عمره هم وو. نو په دې وجه د جنګي محاذ نه د تښتېدو یا شکست خوړلو پیغور ورته په غاړه وو، او هم د دې کمزورۍ تذکره به افسرانو یې پلار ته کوله، چې مسلسل شکست خوړونکی زوی به څنګه ستا اقتدار سنبال کړي؟ او نفرت به یې د دواړو ترمنځ خپرولو
کله چې نواب اورنګزیب فالج وواهه، او بل اړخ ته د خپلې ښځې خارو بي بي (چې ده ورسره ډېره مینه لرله) وفات ډېر غمجن کړی وو، خو بیا هم یې اقتدار خپل زوی ته ورنهکړو
همدغه وجه وه چې دی د پلار او رشتهدارانو د مینې نه محروم وو، د براول پورې محدود وو. تر29 کلنۍ پورې ده پېښور یا هندوستان نه وو لیدلی، او همدا عناصر د ده په روشنخیالۍ کې روکاوټونه وو، چې وروسته یې بیا د انتهایي جهالت مظاهره کوله
شاه جهان خپل پلار وژلی وو
د نواب اورنګزیب د وفات متعلق د هغه نوسی سلطان خان وئيلی دی چې ما د خپل پلار عالمزیب خان نه اوريدلی دی چې شاهجهان خان خپل پلار اورنګزیب خان ته زهر ورکړی وو |
د نواب اورنګزیب د وفات متعلق، د هغه نوسې سلطان خان وايي چې ما د خپل پلار عالمزیب خان نه اورېدلي وو، چې شاه جهان خپل پلار یعنې اورنګزیب خان ته زهر ورکړي وو. او همدا خبره یو پایندهخیلی بزرګ د مرحوم نواب د ذاتي ډاکټر (چې د “ډاکټر ملا” په نوم مشهور وو) نه اورېدلې وه، خو د شاه جهان د یرې، چا دا خبره ښکاره کولای نشوه
کله چې شاه جهان ته په 1925 کې د نوابۍ خطاب ورکړل شو، نواب شو، نو هغه ټولو افسرانو ته یې ډېرې سختې سزاګانې ورکړې. یوه ورځ یې دغه افسران د چکیاتڼ پل ته راوستل. د دسمبر میاشت وه، سخته یخنۍ وه. په زرګونو سلطانخیل یې تماشې ته راوغوښتل، د خوراک بندوبست یې ورته کړی وو، دیګونه یې باندې کړي وو
په زرګونو خلک وو. د نواب په حکم، دغه افسران به یې په رسو تړل، او د چکیاتڼ پل نه به یې لاندې شل مټره د سیند په یخو اوبو کې غوپه کول
د نواب د یو وفادار جمالدار مطابق، دغه سزاګانې هغه ورکړې وې. یوه بله خبره چې د هغې د خولې نه وتلې وه، دا وه چې د دغو سزا موندونکو کې د افسرانو ښځو ته هم سزاګانې ورکړل شوې وې
جارې
دې پسې راروان لیک کې به د هغه د دور اقتدار په حالاتو رڼا اچوو