د جالب درد او د نن سیاست

د حبیب جالب نوم چې څوک هم واخلي نو د هر انقلابي په زړۀ کښې حرارت پېدا شي ـ د مزاحمت حرارت او دا حرارت هغه په حرکت مجبور کړي ـ او دا حرکت هسې نۀ وي يو جذبه لري ، یو اراده لري او یو جدوجهد ته ئې جوړوي ـ دا جذبه ، دا اراده او دا جدوجهد د انقلاب وي ـ د هغه سور انقلاب چې خوبونه ئې ليدلې کېږي خو دا خوبونه په دې ملک کښې نۀ رښتیا کېږي ـ او ځکه نۀ رښتیا کېږي چې هر سړے د حبیب جالب پشان جذبه نۀ لري ـ د قېد و بند سختو ته د ټينګې نۀ وي ،او بله دا چې نظرياتی فکر نه لری

ډېرو انقلابيانو د جالب په انقلابي شاعرۍ د دې ملک خلقو کښې د تحريک پېدا کولو کوششونه وکړل ـ خو خپل مقصد ئې ترلاسه نۀ کړو ـ هغه د انقلاب رومانس د سوويت يونین د خاتمې سره ورو ورو سړېدو او په یویشتمه پیړۍ کښې ئې د خلقو د انقلاب تصور بدل کړو ـ ديخوا ورسره د جالب  او فیض احمد فېض  انقلابی شاعری او ترانې هم هغه کيمپ ته راغلې چې د هغوی بنيادونه د دې فکر سره مخالف پاتې دی بلکې د ډېرو ډکټيټرانو نيکونو او مارشلای محسنانو دوی سزا کړی وو

     پاکستان کښې چې کله ميثاق جمهوريت باندې بې نظير بھټو او نواز شريف دستخط وکړو نو مقتدر قوتونو ته خطره پېدا شوه ، چې راتلونکي وخت کښې به جمهوري قوتونه مضبوط شي او دوي ته به د خپلې من مانۍ کولو موقع نۀ ورځي ـ او بیا خو اتلسم ترميم دوي ته نورې مسئلې هم پېدا کړې ـ خو دې اقتدار پرستو خپله لاره بدله کړه او یو داسې کرکټر چې د سیاست په مېدان کښې د قدم اېښودو سره کلين بولډ شوې وۀ، هغه ئې رامخکښې کړو ـ د تبدیلۍ نعره ئې پرې اوچته کړه او د سوشل مېډيا په ذریعه ئې د ځوانانو په زړونو کښې ځائے کولو هڅې وکړې ـ خو د ۲۰۱۳ انتخاباتو کښې ئې ډېر په زورونو هم خپل مقصد ونۀ موندلو ـ د شطرنج مهرې ئې خوزولې او اخر ئې  ۲۰۱۸ کښې د اقتدار په کرسۍ کېنولو ـ

    د عمران د اقتدار دور د پاکستان  سیاست کښې ډېرې عجيبه تبديلۍ راوستې ـ  جمهوريت خو مخکښې نه سر خوړلې وۀ او د جمهوريت په جامه کښې د پس پرده مقتدر قوتونو حکومت وۀ ـ خو د ټولو نه غټ نقصان د انقلابي او مزاحمتي سیاست وشو ـ داسې خلقو د انقلاب نوم هائي جېک کړو چې د مارشل لا پېداوار وو يا د یو جرنېل په اشارو ئې خپل سیاسي سفر کولو ـ

      د عمران پېروکارو د خپل مشر نه انقلابي جوړ کړو ـ او خپل سیاسي جنګ ته ئې د عوامي انقلاب نوم ورکړو ـ چې د عوامو د حقوقو او د مزدور کسان د انقلاب سره ئې هېڅ تعلق نیشته ، بلکې دننه پکښې طالب او فوځی دے خو د ټولو نه زيات غلط کار ئې دا وکړو چې د اشتراکي شاعرانو کلامونه ئې  په خپلو ناپاکو خلو راوستل او په ګنده ګوتو ئې وليکل ـ

    نن سبا  ۲۷ آئيني بدلون وشو د دې ترمیم مخالفين لګيا دي او  د اشتراکي نظر لرونکي حبیب جالب نظم “دستور” ئې خپله کلمه کړې ده ـ د حبیب جالب روح به ډېر تکليف کښې وي دا په کومو خلو چې د یو سوچه انقلابي نظمونه وئيلي کېږي ـ دا خو د دې قابلې نۀ دي ـ اوس یو داسې ګوند ئې هم وائي چې تر اوسه ئې پارلېماني مشر عمر ايوب وۀ او دا عمر ايوب د ايوب خان نمسې دے او حبیب جالب هم هغۀ ته دا وئيلي وو  چې…!!

دا خو لا پرېږدئ چې خلقو ته به ئې اسمبلۍ کښې مائيک بندولو او آئيني حق به ئې نه ورکولو د نورو په اشارو به چلېدو او د مصلحت په سېوري به ئې د زورور مقصدونه پوره کول هغه اسد قېصر هم وائي چې …!!

د پی ټی آی بشمول په ټولو سياسی پارټو، ټول ليډر شپ کښې داسې څوک شته چې د دې عظیم انقلابي شاعر دا مزاحمتي کلام په معنا او عمل پوهيږی ـ حبیب جالب وهل خوړلي دي جېلونه ئې تېر کړي دي خو د مصلحت ښکار شوې نۀ دے ـ هغه خو سرۀ او ګرمه انقلابي وينه لرله او د انقلاب داعي وۀ ـ د سرمايه دار او جاګير دار اواز نۀ وۀ ـ د مزدور او کسان للکار وۀ ـ هغه د ډکټېټر پېداوار نۀ وۀ بلکې د هغوي د ظلمونه جواب په خپلو لفظونو ورکولو والا وۀ ـ  هغۀ خو به هر جرنېل ته وئيل او هر ډکټېټر ته به ئې وئيل چې

او دا اوس چې د جالب شعرونه وائي دوي په خپل دور کښې د جرنېل نه د خلقو پلار جوړ کړے وۀ او د بل د پاره ئې لاره سموله چې مخې ته ئې یو بل ولاړ وۀ او ټول د مستقبل منصوبې ئې ورله دړې وړې کړے ـ اې بې انصافه بې انصافیانو تاسو خپله ووايئ چې تاسو د جالب د لارې لاروي ئې ؟؟ نه هېڅکله نا، ښه به وي چې خپلې ترانې جوړې کړئ ،  تاسو د فيض احمد فيض او حبيب جالب د اولادونو هغه خبرې رايادې کړئ، چې پيپلز پارټئ او مسلم ليګ ن ته ې خو پيغامونه راليږلي وو چې دا ترانې دا شعرونه مه وايئ، دغه پيغام د تحريک انصاف او د نن دور د ټول سياست دپاره د ټولو ګوندونو دپاره دی چې هغوی دې د فېض او جالب کلامونه د داسې ګنده سياست دپاره نه وای چې کوم سياست د مقتدره قوتونو په غېږ کښې ناست دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!