د انسان درې ميندې

د نړۍ هر انسان د درې ميندو په غېږه کې سترېږي. يوه هغه مور ده چې وجود وربخښي، مينه ورباندې شیندي او د ژوند لومړۍ ساه ور زده کوي. بله مور د هغه مورنۍ ژبه ده، هغه ژبه چې پکې انسان فکر کوي، احساس کوي، خپل درد او خوبونه بيانوي، او خپله پېژندنه جوړوي. درېيمه مور د هغه خاوره، ځمکه او وطن دی، هغه ځای چې انسان پکې ريښې، خاپوړې وهي، هويت اخلي، او د ژوند مانا ترې زده کوي.

هغه قومونه چې د دې درې واړو ميندو حق يې په سمه توګه ادا کړی، نن د نړۍ په پرمختللو ملتونو کې شمېرل کېږي. دوی خپلې ميندې يوازې د احساس په کچه نه، بلکې د عملي کار په ډګر کې هم درناوی کړی دی. هغوی پوه شول چې که مور سالمه وي، ژبه پياوړې وي، او وطن اباد وي، نو نسلونه به هم سالم، باخبره او ځواکمن وي.

لومړۍ مور، يعنې انساني مور، که د تعليم، روغتيا، ښه خوراک، ښه لباس او پاک چاپېريال اسانتياوې ولري، نو هغې ته پيدا کېدونکی نسل به هم روښانه راتلونکی ولري. داسې مېندې خپلو اولادونو ته يوازې ژوند نه ورکوي، بلکې شعور، فکر او مقصد هم وربخښي. د همدې روزنې پايله ده چې په هغو ټولنو کې ستر سياستوال، نوميالي ساينس پوهان، ماهر ډاکټران، تکړه انجنيران، ژور فلسفيان او بااخلاقه انسانان پيدا کېږي.

دويمه مور، يعنې مورنۍ ژبه، د ملت د روح حيثيت لري. ژبه چې ژوندۍ وي، فکر ژوندی وي. ژبه چې سپکه شي، فکر هم کمزوری کېږي او قام هم سپکېږي هغه ولسونه چې خپله ژبه يې د تعليم، تحقيق، ادب او ټيکنالوجۍ ژبه ګرځولې ده، نن د نړۍ د پوهې مشران دي. ځکه ژبه يوازې د خبرو وسيله نه ده، بلکې د فکر کولو او نوښت کولو اله ده.

درېيمه مور، يعنې وطن او خاوره، د انسان د عزت، غيرت او پېژندنې مرکز دی. هغه ولس چې له خپلې خاورې سره مينه لري، د هغې د ابادۍ لپاره کار کوي، خپل وطن ته خدمت عبادت ګڼي او د هغې دفاع خپل فريضه بولي. همدا فکر ملتونه له غلامۍ څخه تر واکمنۍ پورې رسوي.

خو مونږ پښتانه، له بده مرغه، لا هم د دغو درې واړو ميندو په حق کې پوره بېداري نه ده خپله کړې. زمونږ ډېر ذهنونه لا هم په کوچنيو شخړو، تعصبونو او تورو کونجکو کې بند پاتې دي. مونږ لا هم د احساس په ژبه ډېرې خبرې کوو، خو د عمل په ژبه هغه شانتې نه کوو.

اوس وخت راغلی چې مونږ خپلې ميندې بيا وپېژنو. خپلې مېندې باعلمه کړو، خپله مورنۍ ژبه د علم ژبه کړو، او خپل وطن د کار، امن او پرمختګ کور جوړ کړو. که مونږ دا درې ميندې ژوندۍ وساتو، نو باور وکړئ چې زمونږ راتلونکی نسل به نور په تيارو کې نه ګرځي، بلکې د رڼا مشعل به په لاس کې نيسي او د نړۍ په کاروان کې به خپل باعزته ځای نيسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!