جمهوريت داسې وی….؟؟؟

د جمهوريت چې هر څه تعريف دے ، چا چې هر څه وئيلي دي سم به ئي وئيلي وي زه په هغې بحث نه کول غواړم . زه په دې هم بحث نه کول غواړم چې په پلانکي ملک کښې ښکلے جمهوريت دے يا په پلانکي ځاے کښې بد تره جمهوريت دے ، زه خو په خپل ملک کښې د جمهوريت په نوم روان نظام حکومت تنقيد کول غواړم او د هغې هغه خاميانې ئي بيانول غواړم چې کومې ما محسوسې کړي دي
د اردو يو شعر دے چې
جمہوریت اک طرز حکومت ہے کہ جس میں
بندوں کو گنا کرتے ہیں تولا نہیں کرتے

په جمهوريت کښې سړي شمارل کيږي ، د هغوي د عقل او هوښیارتیا يا کم عقلتيا په اساس هيڅ پريکړه نه کيږي . زه يو ځلې د خپل يو دوست د پاره په انتخاباتو کښې د پولنګ ايجنټ په توګه ناست وم . ما وليدل چې يو قابل او هوښيار خپل مشر ساده او سپيشل ورور د لاس نه رانيولے ووټونو له راوست . زه په سوچ کښې لاړم چې د کشر ورور ئي ښه قابل او هوښيار هلک دے په خپل عقل مطابق د اميدوار د انتخاب پريکړه کولے شي خو د ده دغه ساده ورور د خپل عقل او هوښیارتیا په اساس څه فيصله خو نه شي کولے نو دا لا څنګه انتخاب شو ؟ بس د دغه ورځ نه پس ما په اليکشن کښې عملي منډي ترړې پريښودلو پريکړه وکړه . اوس زه عملي سياست نه کوم البته خپله يوه سياسي نظريه ضرور لرم

په جمهوريت کښې سړي شمارل کيږي ، د هغوي د عقل او هوښیارتیا يا کم عقلتيا په اساس هيڅ پريکړه نه کيږي . زه يو ځلې د خپل يو دوست د پاره په انتخاباتو کښې د پولنګ ايجنټ په توګه ناست وم . ما وليدل چې يو قابل او هوښيار خپل مشر ساده او سپيشل ورور د لاس نه رانيولے ووټونو له راوست . زه په سوچ کښې لاړم چې د کشر ورور ئي ښه قابل او هوښيار هلک دے په خپل عقل مطابق د اميدوار د انتخاب پريکړه کولے شي خو د ده دغه ساده ورور د خپل عقل او هوښیارتیا په اساس څه فيصله خو نه شي کولے نو دا لا څنګه انتخاب شو ؟ بس د دغه ورځ نه پس ما په اليکشن کښې عملي منډي ترړې پريښودلو پريکړه وکړه . اوس زه عملي سياست نه کوم البته خپله يوه سياسي نظريه ضرور لرم په دې طرز انتخاب کښې د يو عقل من او احمق ، عالم او جاهل ، تعليم يافته او بې تعليمه ، د يو ښه اخلاقو څښتن او بد اخلاقه ټول برابر وي نو دا لا څنګه طرز انتخاب شو ؟

يو اميد وار د خپلې حلقه انتخاب نه علاوه د ملک په نورو حلقه انتخاب کښې ودریدې شي خو يو وټر د خپلې حلقې نه علاوه بل چرته وټ نه شي اچولے نو کنې دا طريقه درسته ده ؟ نه چرې هم نه يو عام انسان چې هغه په يو کيس کښې مجرم ثابت شي نو هغه انتخاباتو کښې برخه نه شي اخيستې نو پکار ده چې يو سياسي شخصيت دې هم د جيل نه راوتو نه پس په انتخاباتو کښې برخه ولے واخلي . ؟؟؟

په انتخاباتو کښې برخه اخيستونکي درې اميدوارانو کښې يو کس 19000 ، دوهم کس 20000 او دريم کس 21000 وټونه واخيستل او په نتيجه کښې دغه دريم کس کامياب وټاکل شي نو دلته خبره دا ده چې د دې دريم کس خو زياتو خلکو ګواهي ورکړه چې دا د حکومت کولو جوګه نه دے . د 21000 په مقابله کښې 39000 کسان د ده خلاف ګواهي ورکړه چې دا ښه سړے نه دے . ددې دومره ډيرو کسانو رای خو شا ته وغورځولے شوه نو دا لا څنګه طرز انتخاب دے ؟؟؟

د انتخاباتو د ګټلو نه پس زمونږ ممبر ، کونسلر ، چييرمين ايم پي اے ، ايم اين اے او وزير مشير مدام د غلطو او مجرمانو  پشت پناهي کوي . د هغوي په تاڼه کښې پکار راځي د هغوي ضمانت کوي او د ښو خلکو پکار نه راځي نو دې سره خو په ټولنه کښې جرمونه زياتيږي او د هغې د سد باب هيڅ عمل او ګام نه شي پورته کيدے دغسې چا چې وټ ورکړے دے نو هغوي هم پکښې پوره پوره برخه ده

لنډه دا چې زمونږ په مروج طرز انتخاب کښې دغه خاميانې زمونږ ټولنه خرابولو کښې پوره پوره ملاتړ کوي . داسې قسمه انتخاب دې حوصله شکني وشي

error: Content is protected !!