تعليم په مورنۍ ژبه

اول زه د جديد تعليمي فلاسفرانو لکه جان ډيوی (John Dewey)، پاولو فریري (Paulo Freire)، نوام چامسکي (Noam Chomsky)، او ژے ان  پياجے (Jean Piaget) د نظرياتو په اساس څيړنه کول غواړم چې تعليم ولے په مورنۍ ژبه کښې مؤثر رول لوبولے شي

تعليم د انسان فکري، اخلاقي او ټولنيز پرمختګ بنيادي عنصر دے خو دا تعليم هغه وخت مؤثر تمامېږي کله چې طالب علم د فهم او اظهار لپاره خپله مورنۍ ژبه استعمال کړي . مورنۍ ژبه نه يوازې د ذهني ودې وسيله ده بلکې د کلتوري پېوستون، ذاتي پېژندګلوي او ټولنيزې ونډې احساس هم ورسره تړلی دی. د دې مسئلې ژور فهم د معاصرو تعليمي فلاسفرانو له آنده حاصلېدے شي، څوک چې د زده کړې د طبيعي، ارادي او ښاري عمل پلويان دي

جان ډيوي (John Dewey):

تجربه‌ محور تعليم او ژبني فهم

جان ډيوي، چې د پراګمېټيزم فلسفې يو لوی علمبردار دے، د تعليم مقصد د زده‌کوونکو د ژوندانه د تجربو سره تړلی ګڼي. د هغه په باور، تعليم بايد د زده‌کوونکي له چاپېرچل او طبيعې وسيلو سره همغږی وي. هغه وائي چې

.Education is not preparation for life; education is life itself

(Dewey, 1916, Democracy and Education)

د ډيوي دا نظر څرګندوي چې تعليم بايد د زده‌کوونکو له خپل ژوند او چاپېرچل سره نېغ تعلق ولري، او مورنۍ ژبه د دې …ربط تر ټولو قوي وسيله ده. که ماشوم ته د زده کړې وسيله خپله ژبه نه وي، نو دا تجربه صرف يو  بوج وي. او بس

پاولو فریري (Paulo Freire):

 د تعليمي آزادۍ ژبه

پاولو فریري د تعليمي آزادۍ، ظلم ضد تفکر، او شعوري بيدارۍ پلوی دے هغه وايي چې تعليم بايد له خلکو سره د خپل حالت د بدلولو وس پيداکړي، او دا وس يوازې هغه مهال عملي کېږي، کله چې هغوي د خپل فکر اظهار په خپله ژبه وکړي. لکه هغه وائي چې

.Liberation is a praxis: the action and reflection of men upon their world in order to transform it

(Freire, 1970, Pedagogy of the Oppressed)

په مستعمره ټولنو کښې، چرته چې رسمي ژبه پردۍ وي، زده‌کوونکي د تعليمي عمل نه محروم پاتې کېږي. فریري دلته دا استدلال راوړي چې د زده‌کوونکو شعور بيدارول او فکري آزادي د هغوی د مورنۍ ژبې له لارې ممکنه ده

نوام چامسکي (Noam Chomsky):

فطري ژبني قابليت او زده کړه

چامسکي د ژبپوهنې په ډګر کښې د “Universal Grammar” نظريه وړاندې کړه. هغه باور لري چې انسان په فطري توګه د ژبې زده کړې توان لري، خو دا توان هغه وخت فعاليږي، کله چې ماشوم له ژبني محرکاتو سره مخ شي

.A person’s native language is the medium through which they construct their world

(Chomsky, various writings)

د چامسکي دا نظر څرګندوي چې مورنۍ ژبه د فکري جوړښت اساس جوړوي، او که تعليم په غير مورنۍ ژبه وي، نو دا فطري ودې ته زيان رسوي.

ژے ان پياجے (Jean Piaget):

ذهني ودې مرحلې او ژبه

پياجے تعليم د ذهني ودې له مرحلو سره تړي. هغه باور لري چې ماشوم د خپل انکشاف له مرحلو سره برابر زده کوي، او ژبه د تفکر او د فهم بنياد دے لکه هغه وائي چې

.Language is not just a means of communication; it is an instrument of thinking

(Piaget, The Language and Thought of the Child)

که ماشوم ته تعليم په پردۍ ژبه ورکړې شي، نو دا د هغه د فکري ودې له طبيعي بهير سره ټکر کوي.

 لنډه دا چې د تعليم عدالت د ژبې عدالت ته احتياج لري

د پورته فلاسفه له افکارو نه څرګنديږي چې تعليم بايد له طبيعي، فرهنګي او نفسياتي اړخونو سره همغږی وي. مورنۍ ژبه د انسان د شعور، شناخت، او استدلال وسيله ده. که تعليم له دې وسيلې بې‌برخې شي، نو دا به نه يوازې تعليم، بلکې د ټولنيز عدالت خلاف ګام وي

د پورته ذکر شوي فلسفې په اساس يو خو بنيادي نکتې دا راوځي چې
د زده‌کړې ابتدايي مرحلې دې تل په مورنۍ ژبه وي.
د نصاب جوړونه دې د ژبني تنوع په اساس وشي.
د معلم روزنه هم دې د مورنۍ ژبې تدريس ته چمتووالی ولري.

مآخذونه:

Dewey, J. (1916). Democracy and Education

Freire, P. (1970). Pedagogy of the Oppressed

Chomsky, N. (various works)

Piaget, J. (1923). The Language and Thought of the Child

UNESCO (1953). The Use of Vernacular Languages in Education

پښتو او تعليم:

پښتو ژبه د افغان او پښتني ټولنو د شناخت، شعور او کلتور ژوره نمايندګي کوي. دا يوازې د خبرو وسيله نه ده، بلکې د يو تاريخي شعور، ټولنيز نظم او ذهني جوړښت ژبه هم ده. خو د دې باوجود، د افغانستان او پاکستان د پښتنو سيمو ډېر تعليمي نظامونه د پښتو په ځاے په غير مورنيو ژبو لکه اردو، فارسي يا انګريزي ولاړ دي، چې دا يو تعليمي استعمار بلل کېدے شي.

الف) د جان ډيوي د تجربوي نظريې تطبيق

د جان ډيوي له مخې تعليم هم د زده‌کوونکو له چاپېرچل او ژوند سره تړلی وي. يو پښتون ماشوم چې د غرونو، کليوالو اصطلاحاتو، دودونو، او ځانګړو ټولنيزو تجربو سره مخ وي، هغه ته که تعليم په فارسۍ ، اردو يا انګريزي وشي، نو دا د تجربې له انقطاع سره مخ کوي. هم دې سره سکولونه د ژوند تسلسل نه، بلکې د ذهني تشويش ځاے ګرځي

مثلا که يو ماشوم چې “شېن کمر”، کوتل يا وادي  پېژني، که ورته “valley” يا “green hill” تدريس شي، نو دا تدريس نه، بلکې ژبنی ترجمه ده، چې فکري تجريد راولي نه چې عملي پوهه.

ب) د فریري د تعليمي آزادۍ په رڼا کښې

پاولو فریري  د نظريي په اساس د پښتني وضعيت مثال د “ظلم په ضد د شعور د وده” لپاره کارولی وای. کله چې د يو قام ژبه د تعليم له وسيلې لرې شي، نو دا قوم د علم له هغه وسيلې بې‌ برخه کېږي چې د تغير او تحول لپاره ضرورت لري. پښتون ماشوم چې د فارسي اردو، انګريزي له کبله نه فهم لري او نه اظهار، هغه تعليم د “خاموش ظلم” يوه بڼه تجربه کوي

فریري دا ظلم

“banking education”  بلي . هغه وائي چې

Where students are considered empty accounts to be filled by the teacher.

او که د زده‌کړې وسيله د زده‌کوونکي خپله ژبه وي، نو تعليم شعور جوړوي، نه صرف معلومات.

ج) د چامسکي د ژبني قابليت له مخې

چامسکي وائي چې ماشوم په فطري ډول ژبه زده کوي، خو دا قابليت له مورنۍ ژبې سره تړلې دي . پښتون ماشوم که له پيډايشه تر پنځه کلنۍ پورې پښتو وکاروي، نو د هغه مغزي جوړښت د پښتو له قواعدو او معنوي نظام سره تړلی وي. که تعليم ناڅاپه په فارسي، اردو ، انګريزي واوړي، نو دا فطري تسلسل ماتېږي. دا فکري اختلال د زده‌کړې  اعتماد له منځه وړی او د تخليقيت له بندېدو سره مل وي.

د پياجے ذهني ودې نظر او پښتني مثال

پياجے تعليم د ذهني ودې له مرحلو سره تړي، او ژبه د دې ودې برخه ګڼي. پښتون ماشوم ذهن هغه وخت معقول تعقل زده کوي، چې د فهم او منطق وسيله يې خپله ژبه وي. مثلآ که يو ماشوم ته د “غر” په ځای “mountain” تدريس شي، او د “کور” په ځایدے “house”، نو هغه له ذهني تصويرونو سره تړاو نشي ساتلی. دا تعليم “لفظي” پاتې کېږي، نه  چې”تجربوي

ژبنی بې‌ عدالتي او استعماري ذهنیت

د پښتو ژبې تعليم نه ورکول د ژبني بې‌ عدالتۍ يوه نمونه ده چې د استعماري نصاب استمراري بڼه لري. دا يوه ژبه نه، بلکې د يو قوم د شعور، تفکر او تاريخ له منځه وړل دي.

ايډورډ سعيد او نګوګي وا تيانګو غوندې فلاسفران باور لري چې کله قومونه د پرديو ژبو له لارې تعليم ترلاسه کوي، نو دوی له خپل کلتور، ارزښتونو، او مزاحمت لرلو قابليت بې‌ برخه کېږي.

لنډه دا چې د پورته متن نه دا نتيجه اخيستل کېږي چې د تعليم موثريت، عدالت، او اخلاقي اساس هغه وخت پوره کېږي، کله چې دا تعليم د طالب علمانو په مورنۍ ژبه وشي.

يو څو تجويزونه

د پرائمري تعليم (تر پنځم جماعت پورې) پوره نصاب دې په پښتو وي.

د استادانو روزنه دې د پښتو تدريس لپاره وشي.

پښتو دې د علم، ساينس او فکر د بيان ژبه وګرځول شي  نه چې يوازې د ادب د پاره وي .

د نصاب جوړونې واک دې د سيمې د ژبني ماهرانو سره وي، نه د مرکزي بيروکراسۍ سره.

ماخذونه

Dewey, J. (1916). Democracy and Education

Freire, P. (1970). Pedagogy of the Oppressed

Chomsky, N. (various works)

Piaget, J. (1923). The Language and Thought of the Child

Ngũgĩ wa Thiong’o. (1986). Decolonising the Mind

Said, Edward. (1978). Orientalism

UNESCO (1953). The Use of Vernacular Languages in Education

Rahman, Tariq. (1996). Language and Politics in Pakistan

error: Content is protected !!