دغه جمله اخر څه معنا لري؟ او څومره خطر لري؟ په دغه حقله د پښتون هغه قيادت د پاره چې باقاعده ريکګنيشن لري ، يو ژور سوچ کول ډېر ضروري شوے دے. دغه جمله په ځان کښې ډېر څه لري چې بېخي ساده او ظاهري مطلب خو يې دا دے چې اولس د تعليم ، ټېکنالوجۍ او د نوو خيالاتو يا نوو هيلو او امېدونو په ترڅ کښې ډېر وړاندې تللے دے ، ولې د اسټېبلشډ سياسي ګوندونو پالېسۍ او طريقه هم هغه زړه ده او مښلې شوې ده. خو د دې ظاهري معنې تر څنګ يې يوه معنا دا ده چې په ټولنيزه توګه د نن اولس يا ځوان د خپلو اوازونو د قوت په زور خبر شوے دے . د خپلو حقونو او د نوې نړۍ د حالاتو نه باخبره دے . نوې کلتوري رويې يې خپلې کړې دي . اېغه نېغه او بېخي مخامخ خبره کوي ، د اخلاقياتو په نوم هېڅ قسم کمپرومايز ته تيار نۀ دے. بل طرفته ته اسټېبلشډ ګوندونه په زړو رواياتو او د زړو تعلقاتو په بنياد روان سياست کوي. يعني د چا پلار ډېرې قربانۍ ورکړې دي نو زوے يې د ډېر قدر وړ دے. ځوانانو ته د خپل مشري کهول په اساس موقع (سپېس) ورکول کېږي . يعني د ځوانانو سره نېغ په نېغه تعلق ته پکښې اهميت نۀ ورکول کېږي . بل خوا د ځوانانو يا اولس په وړاندې تګ معنا دا ده چې ځوانان د چا کورني حېثيت نۀ مني بلکې په اهليت يقين لري . ځوانان د رحمان بابا دا شعر مخې ته ږدي کومه ناوې چې په ځان ښايسته نۀ وي څوک يې څه کوي ښايست د مور او نيا
ځوانان شفافيت غواړي او جوابده قيادت غواړي ، سمدستي نتيجه غواړي (د پي ټي آئ د ځوانانو دا خبره به ډېرو اورېدلې وي چې مونږ دومره صبر نۀ شو کولے . بس چې خان زر راشي چې په هره کومه طريقه وي او زر زر دا حالات سم کړي ﴿اګرچې خراب يې کړل ) . او بل خوا سياسي ګوندونه د پلار نيکۀ قربانيو ته ګوري ، په زړو لارو سياست کوي ، نظرياتي اساسات هم په نظر کښې ساتي او اوږده مبارزه باندې يقين ساتي او نتيجې ته په رسېدو کښې د صبر نه کار اخلي
بنو او باجوړ تاريخی پاڅونونو تر څنګ د سوات، مومندو ګنډاو وزيرستان ميرعلي او ميرام شاه خېبر باړه او کرم کښې داسې پاڅونونه شوی دی د دغه پاڅونونو په ترڅ کښې دا خبره کيږی چې اولس وړاندے تلے دے او سياسی ګوندونه وروسته پاتی دی
دغه وجه ده چې ډېري ځوانانو د ګوندونو نه په بله لاره تګ کول شروع کړے دے . د سول سوسائټي په نوم ، د سوشل مېډيا اېکټويسټ په نوم ، د وړو وړو سماجي تنظيمونو په نوم ، د غورځنګ په نوم . دغه عمل د روايتي سياست څخه د محرومۍ سوب جوړېږي او د پاپلوسټ ایکټوېزم يا فېن کلب سبب ګرځي . د جمهوريت نه د نفرت وجه جوړېږي او د رياست سره سره د جمهوري ګوندونو نه هم نفرت ته خبره رارسي د اولس يا ځوانانو داسې يوازې وړاندې تګ (يعني د سياسي قيادت نه بغېر) په د خوشحال خټک د شعر بې دليله به ځان ورک کا مسافر چې په تورتم ځي
بايد چې په داسې وخت کښې سياسي قيادت هر ګز دا کوشش وۀ نۀ کړي چې په اولس يا ځوانانو د شا ته راتګ غږ وکړي بلکې په اولس يا ځوانانو پسې چټک قدمونه واخلي او ځانونه نۀ صرف په اوږه ورسره سم کړي بلکې دوه قدمه ورڅخه وړاندې شي او دا د اولس او ځوانانو د سفر قيادت وکړي. نو هله دغه پاڅونونه نتيجه خېز کېدے شي