رپورټ: اسلام ګل
زه پاکستانی مور يم
زما بچو او خاوند له پاکستانی شناخت او شهريت راکړئ
ماسره د خپلو بچو د مستقبل فکر دے چې آخر د دوی به څه کيږی..؟؟؟
افغانی طارق خان ته واده شوې د مردان ضلعې د ريشمه په های کورټ کېس کښې فرياد
د خېبر پښتونخوا د مردان ضلعې اوسېدونکې ريشمه د افغانی خاوند طارق خان د پاکستانی شهريت دپاره يو کېس په پيښور هائي کورټ کښ دائر کړے دے. د ريشمه وېنا ده چې د حکومت لخوا د کله نه د افغانانو د انخلا حکم شوی دی نو مونږ سره فکر دے هسې نه چې زما د څلورو بچو افغانی پلار هم د دې ځاې نه افغانستان ته ؤ نه ليږی ،ماسره خو خپل پاکستانی شناختی کارډ شته خو زما د بچو او خاوند سره څه دستاويزی ثبوت نشته۔

مونږ د پنجاب په ټيکسلا ښار کښې اوسيږو مونږ نه غواړو چې افغانستان ته لاړ شو ځکه چې هلته زمونږ هيڅ څه بنياد نشته نه مو څوک هلته ميشته دی. هلته مو نه کورشته نه جائيداد او نه کاروبار . دلته زما درې ماشومان بچی تعليم کوی څلورم بچی عمر مې پنځو کالو ته رسیدلے دے خو په سکول کښې داخله نه ورکوی ځکه چې فارم ب ورسره نشته۔
ريشمه په دويم ځل د دغه کيس په حواله عدالت ته پېش شوې وه خو د پوليس د ويرې ې افغان خاوند ورسره نه وو خپله بوډئ مور او ماشوم ځوے عدالت ته راغلی وو. د ريشمه مور شمشاد بی بی په خپلو خبرو اترو کښې وئيلی دی۔
زما په څلورو لوريانو کښې د دوو لوڼو واده افغانانو وروڼو سره شوے د ے اوس مونږ سره دا فکر دے که دا دواړه وروڼه افغانستان ته وليږلے شول نو زما دواړه لوڼه او د هغوی ماشومان بچی به د يوبله جدا در په در شی۔
د پاکستانی ښځې د غېرملکی سره د واده نه پس پاکستانی شهريت نه ورکول د انسانی بنيادي حقونو خلاف ورزی ده۔
شمشاد بی بی ووې، مونږ په تخت بهای کښی اوسېږو زمونږ ګاونډيان افغانان وو دا ډېر ښه شريف خلق وو نو زما خاوند دواړه لوڼه افغانانو وروڼو ته واده کړې،د واده نه پس دواړه افغانان وروڼه د خپلو ښځو سره پنجاب ټيکسلا ته په کډه لاړې چې هلته ې مزدوري کوله. ماته د مردان نه ټيکسلا ته دوی له تلل ډېر ګران دی زه ټيکسلا ته ځم او د هغه ځاې نه پېښور های کورټ ته راځم .مونږ پخپله هم ويريږو هسې نه چې پوليس مونږ ګرفتار نکړی. مونږ ته د دې ستونزو اندازه نه وه ګنی مونږ به دا رشتې نه ورکولې۔
اجمل خان ايډوکيټ اتمانخيل په دې کېس کښې د ريشمه وکيل دے، د وکيل وېناده چې د پاکستان په ائين کښې د ښځې او سړی حقوق يو شان برابر دی د پاکستانی سيټيزن شپ ايکټ ۱۹۵۱ د قانون په رڼا کښې د غېرملکی ښځې پاکستانی سړی سره واده نه پس د شهريت حق حاصل دے خو د پاکستانی ښځې د غېر ملکي سره د واده نه پس پاکستانی شهريت نه ورکول د انسانی بنيادي حقونو خلاف ورزی ده. فيډرل شريعت کورټ په ۲۰۰۸ کښې په دې حقله يوه فېصله ورکړې ده په دغه فیصله کښې وئيلی شوی دی چې د واده او شهريت په معامله کښې د اوسېدونکو حقونه برابر دی. خو حکومت په عدالت کښې دا فېصله چيلنج کړه او اوسه پورې په دې څه پرمختګ شوے نه دے۔

پاکستانی ميرمنې په خپلو خبرو کښې ووې!!
زما خاوند طارق خان سره پاکستانی شناختی کارډ نشته په دې وجه ورته محنت مزدورئ کښې هم مشکلات دی هغه په رېړه باندې سبزی خرڅوي خو د پوليس د ګرفتارئ د ويرې کار روزګار له بهر نشی تلے. پوليس بيا بيا اعلانات کوی، سړی څه چې زنانه او ماشومان هم ګرفتاروی مونږ په ډېره ويره او تشويش کښې ژوند تېرووځکه چې په ټول پنجاب کښې د افغان مهاجرينو خلاف کاروايئ روانې دی زما خاوند د څو هفتو راسې کار له نه ځی ځکه چې د پوليس د ګرفتارئ ويره ده. څو څو ځله پوليس زمونږ کوره پورې راغلے دے زه ورته خپل شناختی کارډ وښايم. مونږ اوس د کور د خرچ اخراجات په وجه پريشانه يو. که چرې زما خاوند له د پاکستان شهريت ورکړے شو نو زمونږ ټولې ستونزې به ختمې شی. ماسره د خپلو بچو د مستقبل فکر دے چې آخر د دوی به څه کيږی..؟؟؟
يو طرفته د يکم اپرېل نه د اے سی سی کارډ او غېر قانوني افغان مهاجرينو د انخلا عمل جاری دی نو بل طرفته د پاکستانی شهريت په حقله په عدالتونو کښې دائر شوو کيسونو کښې اضافه روانه ده د پاکستانی او افغانی رشتو دا تړون اوس سواليه نشان دے چې په دغه رشتو کښې دواړو خواو ته انسانی رشتې متاثره کيږی چې وړومبے دواړو خواو ته جنګونو تالا ترغه کړل او اوس ې جوړې شوې رشتې د يو بله پريکيږی۔