ادبی دنيا

,,افغان اؤ پښتون,,

تاریخي حقیقت اؤ عصری مفهوم

تاریخ ډېر ځله داسې مفاهیم لری چې د زمانې په تېرېدو یې معنیٰ بدلېږی. د ,,افغان او پښتون,, ترمينځ د تړلی بحث حقيقت هم لۀ دې موضوعاتو څخه دے. دا موضوع کۀ لۀ جذباتو پرته، د تاریخ اؤ علم لۀ نظره وڅېړلے شي، نو داسې ښکاری، چې دواړه اړخونه تر یوه حده حقیقت لری.

اول باید دا روښانه شی، چې پښتون پۀ اصل کښې د یو قوم نوم دے. پښتانۀ هغه خلق دی، چې خپله ژبه (پښتو)، کلتور، دودونه او تاریخي پس منظر لری. د دې قوم وجود د سیمې پۀ تاریخ کښې ډېر پخوانے دے اؤ د ګڼو تاریخي متونو اؤ روایتونو لۀ مخې پېژندے شی.

لۀ بلې خوا، د ,,افغان,,کلمه پۀ پخوانیو تاريخونو اؤ تاریخي اثارو کښې ډېر ځله د هم دې پښتنو لپاره راوړلې شوې ده. د مثال پۀ طور، پۀ ډېرو تاریخي متونو کښې، چې د منځنیو پېړیو لۀ دورې سره تړون لری، ,,افغان,, هغه خلقو ته وئیلی شوی دی، چې اوس ورته موږ ,, پښتانۀ,, وايوُ. لۀ هم دې امله ډېر مؤرخان دا نظر لری، چې د “افغان” نوم د تاریخ پۀ یوه اوږده موده کښې د ,, پښتون ,, مترادف وۀ، خو د تاریخ بل پړاؤ بیا د موجوده رياست د جوړېدو سره تړون لری. کله چې افغانستان د یؤ سیاسی رياست په شکل راڅرګند شو، نو د هغه ملک ټولو اوسېدونکيو ته د ,,افغان,, کلمه وئیل شروع شول. پۀ دې معنیٰ، افغان یواځې د یؤ قوم نوم پاتې نۀ شو، بلکې د یؤ وطن د وګړيو لپاره یو ملی شناخت هم وۀ ګرځېدو.

لۀ هم دې امله نن ورځ د دې دوو اصطلاحاتو ترمينځ فرق باید لۀ دوه ؤ وۀ کتلے شی.
,, پښتون ,, یو قومی شناخت دے، چې د ژبې، کلتور او دودونو پۀ بُنياد ولاړ دے، خو ,, افغان ,, پۀ معاصر مفهوم کښې د افغانستان د ټولو وګړيو لپاره شريک نوم دے، کۀ هغه پښتون وی، تاجک وی، هزاره وی اؤ کۀ اُزبک.

پۀ اخر کښې وئیلی شو، چې تاریخ یو اړخیز نۀ وی. د افغان کلمه پۀ تاریخ کښې ډېره موده د پښتنو لپاره پکارولې، خو پۀ معاصر سیاسی جوړښت کښې یې معنیٰ پراخه شوې ده، نو ځکه دا سمه نۀ ده، چې وۀ وایو ,,افغان,, هېڅکله د ,, پښتون,, نوم نۀ وۀ اؤ هم دا رنګه دا هم مشکله نۀ ده، چې هر ,,افغان ,, حتماً ,, پښتون ,, دے.

د داسې موضوعاتو پۀ اړه لۀ ټولو اهم اصليت دا دے، چې بحث باید د پوهې، تحقیق اؤ تاریخی اسنادو لۀ مخې وۀ شی. کۀ بحث لۀ تعصب اؤ احساساتو لرې وۀ ساتلے شی، نو نۀ یواځې حقیقت ته رسېدل اسانېږی، بلکې د یؤ بل تر مينځه درناوے هم پیاوړے اؤ سپين سپېځلے پاتې کېږی.

One thought on “ادبی دنيا

  1. افغان پښتون یو اولس او د یو ملک د وګړیو پیژندتیا نوم دې. ډیر زړه پورې زبیر حسرت زړګیه:).

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!