Skip to content
پښتو ژباړه : پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت
ليک : لېو ټالسټای روس
اردو ترجمه: سعادت حسن منټو
افسانه
درې سوالونه
يؤ وخت يؤ بادشاه ډېر فکر مند شو. دا خيال يې ذهن کښې وۀ څرخېدۀ، چې کۀ څوک ماته دا درې خبرې وۀ ښيي، نو پۀ ژوند کښې به هېڅکله ناکامه نۀ شم:
اوله خبره دا چې دَ هر کار شروع کولو لره دَ ټولو نه ښۀ وخت کوم دے؟
دوېمه خبره دا چې زۀ لۀ کومو خلقو سره ملګرتيا وۀ کړم اؤ لۀ چا ځان وۀ ساتم؟
درېمه اؤ اخری خبره دا چې پۀ دنيا کښې لۀ ټولو اهم کار کوم يؤ دے؟
بادشاه دا سوالونه لۀ ډېرو عالمانو او مشهورو کسانو وۀ پُښتل، خو چا هم سم جواب ور نۀ کړو.
اخر ورته چا وۀ وئيل، چې يؤ عقلمند فقير پۀ غرونو کښې اوسېږي، هغه دَ دې سوالونو جوابونه درکولے شی.
بادشاه لاړ اؤ فقير ته وۀ رسېد. فقير ډېر ضعيف اؤ کمزورے سړے وۀ، پۀ يؤه کوداله يې زمکه کنستله. بادشاه ورغلو اؤ خپل درې سوالونه یې ورته واؤرول، خو فقير چُپ پاتې شو، هېڅ ځواب یې ورنۀ کړو، بس لګيا وۀ زمکه يې کنستله .
بادشاه ورته وۀ وئيل:
“ته ستړې شوے یې، کوداله ما له راکړه، نور به دا کار زۀ وۀ کړم، تۀ لږ آرام وۀ کړه.”
فقير يې مننه وۀ کړه اؤ کوداله یې بادشاه ته ورکړه. بادشاه زمکه کنستله، دوه درې کیارۍ یې جوړې کړې، بيا یې هغه سوالونه وۀ کړل، خو فقير بيا هم چُپ وۀ.
ماښام شو، نمر پرېوتو ته نزدې وۀ، ناڅاپه فقير وۀ وئيل:
“وۀ ګوره، هاغه څوک را روان دی!”
بادشاه چې پۀ شا وۀ کتل، يؤ سړے یې وۀ ليدو چې لۀ ځنګله يې رامنډې وهلې، را روان وۀ اؤ دَ شا نه يې وينې بهېدې. سړے چې بادشاه ته نِزدې شو نو بې هوشه شو.
بادشاه اؤ فقير دواړو هغه پورته کړو، زخم یې پاک کړو، پټۍ یې پرې وۀ تړله. بادشاه به خپله پټۍ وينځله اؤ بیا به یې تړله، تر هغې چې وينه يې وۀ درېده. سړے پۀ هوش کښې راغلو اؤ اوبۀ يې وۀ غوښتې. بادشاه اوبۀ راوړې، ور يې کړې.
بيا ماښام شو، دواړه هغه دروېش پۀ هغه کنده کښې دېره کړۀ، خپله کټ له ورغلو اؤ وودۀ شو. بادشاه هم ستړے وۀ، دَ دروېش دروازې سره کښېناستو اؤ هم دلته پۀ زمکه وودۀ شو.
سبا چې بادشاه راپاڅېدۀ، سړے بېدار وۀ، اؤ دَ بادشاه طرف ته يې کتل.
سړی ووئيل:”بادشاه سلامت! ما وۀ بخښه!”
بادشاه حېران شو، وې وئيل: “زه خو تا نۀ پېژنم، تۀ څوک يې؟ اؤ ولې بخښنه غواړې؟”
سړي وۀ وئيل:
“تاسو ما نۀ پېژنئ، خو زۀ تاسو پېژنم. زۀ ستاسو دښمن يم. زما ورور تاسو وژلے وۀ اؤ دَ هغۀ جائېداد مو اخستے وۀ، هغه راکړئ.”
بادشاه ډېر خوشحال شو، شکريه يې ادا کړه، وعده یې ورسره وۀ کړه چې د دۀ علاج به هم کوی اؤ جائېداد به یې هم واپس کوی.
بيا بادشاه دروېش له ورغےاو ورته یې وۀ وئيل:
“اې عقلمند دروېشه! اوس خو ما ته دَ هغو درېو سوالونو جواب راکړه.”
دروېش وۀ خندل او وۀ یې وئيل:
“ستا دَ سوالونو جواب خو مې تا له وړاندې درکړے دے!”
بادشاه حيران شو، وې وئيل:
“هغه څنګه؟”
دروېش ورته وۀ وئيل:
“کۀ تا پرون زما دَ کمزورۍ پۀ وخت کښې زما مدد نۀ وۀ کړے اؤ واپس تللے وے، نو ستا دښمن به ته بيخی وژلے وے، نو هم هاغه وخت، چې تۀ زما سره پۀ زمکه کنستلو کښې بوخت وے، ستا لپاره لۀ ټولو اهم وخت هم دغه وۀ.
بيا چې زخمي راغلو، تا یې علاج وۀکړو، هغه وخت هم تر ټولو غوره وۀ، ځکه کۀ تا یې کُمک نۀ وے کړے، نو هغه به مړ شوے وۀ، اؤ تا به هېڅکله خپل دښمن سره روغه جوړه نۀ وې کړې.
نو پوه شه چې دَ هر کار لپاره لۀ ټولو مناسب وخت هم هاغه دے، چې تۀ یې کولے شې.
اؤ لۀ ټولو اهم سړے هم هاغه دے، چې تۀ ورسره دا وخت موجود یې.
اؤ لۀ ټولو اهم کار دا دے، چې نېکی ورسره وۀ کړې.
ځکه چې خدائې انسان دَ نېکۍ لپاره پيدا کړے دے.
error: Content is protected !!