ادبی دنيا

خدائی خدمتګار
حافظ جسيم الدين —— ژوند اؤ سیاسی مبارزه

د باچا خان خدای خدمتګار تحريک داسې مبارزين پېدا کړی دی چې د هغوی تاريخی واقعيات نن هم خلقو ته ياد دی او که هر څو دغه مبارز پښتانه د متونو خاورو لاندې دی خو د هغوی د ننګ او ناموس خبرې هېڅ دور د پښتنو د نوی نسل نه هېرې نکړې حالانکې دغه نوموړی نه په تعليمي کورس کښې شامل دي او نه پرې دومره کار او تحقيق شوی دی څومره چې پکار ؤ،

د خدای خدمتګار تحريک د دغه مبارزينو څخه نن د مردان يو خدای خدمتګار تاسو ته د تاريخ د يوې پاڼې په توګه وړاندې کوم چې باچاخان به مردان ته راغی نو خپل دغه ملګری سره د ليدو په بغېر به نه تلو، دا دې د مردان حافظ جسيم الدين دَ ډاکټر اعظم الدين الياس ملا زوے اؤ محمد مبين خان نمسے وۀ چې پۀ مردان خاص کښې پۀ 1916ء کښې زېږېدلے وۀ. د قران پاک حافظ وۀ ځکه پۀ کور کلی محلت ، خپلو خپلوانو اؤ يارانو، دوستانو کښې پۀ حافظ صاحب مشهور وۀ پۀ اتم جماعت کښې يې سبق وې چې دَ باچا خان خدائی خدمتګار تحريک کښې دَ هغۀ د څنګ اؤ ننګ ملګرے شو اؤ هم پۀ دغه دوران کښې دَ هری پور جېل کښې بنديوان کړے شو، د هغوی کشر زوے محمد نعيم خان وکيل وائی چې پۀ بابړه کښې پۀ پښه يؤ ډز پۀ ګولۍ لګېدلے وۀ اؤ مجموعی طور يې نورلس 19 کاله قېد تېر کړے وۀ اؤ دَ قېد و بند دوران کښې يې سل کوړې سزا هم خوړلې وه.

حافظ صاحب دوه ودونه کړی وو چې د وړومبۍ بی بی نه يې درې زامن قسيم الدين، ظهير الدين اؤ عبدالسلام زېږېدلی وو اؤ د دويمې بی بی نه يې هم درې زامن محمد طارق خان، محمد نسیم خان، محمد نعيم خان اؤ څلور لوڼه زېږېدلی وو.

وائی چې حافظ صېب پۀ اتم جماعت کښې پۀ کچه ځوانۍ کښې جېل ته لاړو نو تعليم ترې نيمګړے پاتې شو خو پرائيوېټ طور يې لسم کړے وۀ اؤ ورستو يې د طبی تعليم کولو نه پس طبابت پېشه خپله کړې وه اؤ دا کار به يې هم د خدائی خدمتګارۍ پۀ طور کولو.

حافظ صېب پۀ باچا خان مئين وۀ اؤ دَ باچا خان هم ډېر زيات خوښ وۀ. چې کله به هم مردان ته راغلو نو حافظ صېب سره به يې ضرور ليدل کتل کول. باچا خان د حافظ صېب پۀ نامه د مختلفو جېلونو نه خطونه هم رالېږلی دی چې شپږ خطونه يې ناچاپه موجود دی اؤ ما له محمد نعیم خان وکيل د فوټو کاپۍ پۀ طور راکړی دی اصل خطونه هغوی سره سمبال پراتۀ دی.

مشهور شاعر اديب اؤ صحافی محترم عاصی اشنغری به پۀ شهباز اخبار کښې دَ
« جنگ آزادی کی کهانی حافظ جسيم الدين کی زبانی »

نومې مضمون تواتر سره پۀ 1973/74ء کښې ليکلو چې ټول معلومات به حافظ صېب د خپل دغه ليکلی کتاب نه ورکول،

ميا وکيل شاه فقيرخېل ملګرے وائی چې دغه کاپی حافظ صېب زما پلار له ورکړې وه خو دَ هغۀ نه هم چا يوړه اؤ اوس يې پته نۀ لګی چې څۀ شوه؟ پۀ هر حال دغه قصه د شهباز اخبار فائېلونو کښې محفوظ ده اؤ الله به يې راپيدا کړی.

ضرورت دَ دې خبرې دے چې دَ باچاخان نوم وروکی سپايان خدائی خدمتګار لۀ نوی سره راپيدا اؤ محفوظ کړے شی.

دلته هڅه کوو چې دَ حافظ صېب پۀ نوم ليکلی د باچا خان خطونه اؤ د حافظ جسيم  الدين دَ محله باړی چم هوتی مردان دَ ژوند حالات محفوظ کړے شی.

حافظ  جسيم الدين صېب پۀ 22اپرېل 1987ء پۀ مطابق د 22شعبان 1407ھ وفات شو اؤ د سېدجلال بخاری ډېرۍ بابا هديره کښې خاورو ته وۀ سپارلے شو، پۀ ګور يې نور شه، پۀ مزار يې د مرحوم خان بهادر حسرت دا شعر ليکلے شوے دے چې:

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!